د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۳

هېواد: لا هم د افغان سولې پر مخ خنډونه شته


کابل چاپ ځیني ورځپاڼې
کابل چاپ ځیني ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو نن تر ډېره د سولې هلو ځلو او په حکومت د فساد په تړاو لیکنې او تبصرې خپرې کړې دي.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې لیکلي، باید پرېنږدو چې د سولې پروسه له ماتې سره مخ شي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، په دې وروستیو کې د امریکا، افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرو لپاره هلې ځلې زیاتې شوي او تر ټولو هیله بخښونکې مسئله دا ګڼل شوې چې یو شمېر حکومتي او طالب څېرو یو بل سره ناستې لرلې څو مقدماتي مسایلو ته لار هواره شي.

د سرمقاله لیکونکي په وینا، د سولې بین الافغاني خبرو اترو لپاره تقریباً هر څه چمتو شوي او مذاکره کوونکی پلاوی هم ټاکل شوی او په څلورو ګروپونو به له طالبانو سره د جمهوریت په حوزه کې خبرو ته کېني خو په باور یې یوازې دلته اوس سیاسي اجماع اړينه ده.

په سر مقاله کې راغلي، دلته هغه څه چې پرې تمرکز نه دی شوی سیمه ییزې او نړېوالې برخې دي او په خبره یې اوس هم ظاهراً ایران،روسیه، چین او په ځنیو مواردو کې پاکستان ناراضي ښکاري.

هشت صبح لیکلي، حقیقت دا دی چې افغانستان تر دې مهاله کله هم د جګړې پای ته رانږدې شوی نه دی او اوس چې هر څه چمتو دي اړتیا ده چې د جګړې ښکېلې لوري له هر څه وړاندې افغانستان، خلکو او ګډو ارزښتونو ته پام وکړي او پلاوي باید د ګاونډیو هېوادونو او نورو هېوادونو د ګټو پر ځای د هېواد ګټو ته لومړیتوب ورکړي.

  • هېواد

هېواد ورځپاڼې په خپله سر مقاله کې لیکي، سره له دې، چې د سولې لپاره مناسب وخت دى او په دې اړه هم کورنۍ او هم نړیواله اجماع را منځه شوې، خو لا هم د سولې په مخ کې خنډونه شته!

د هېواد په باور، له یوې خوا روسیه او ایران او له بلې خوا پاکستان هڅه کوی، چې په افغانستان کې د هغوى د خوښې حکومت وی او که د سولې لپاره توافق هم کېږی، نو د دوى فشار به د داسې حکومت رامنځته کولو لپاره وي.

د سرمقاله لیکوونکي په وینا، نه پوهېږو چې په دوحه کې به د سولې لپاره لومړۍ بین الافغانی غونډه څه وخت جوړه شي، خو تر فشار لاندې طالبان به بیا هم د دغو لوریو په استازیتوب هڅه کوی، ځکه دې ډلې له امریکا سره په دوحه کې په دې اړه ۱۸میاشتې خبرې وکړې،خو نه یې سوله وکړه او نه یې هم له امریکا سره تړون ته ژمنتیا په ډاګه کړه.

ورځپاڼې یې لامل دا ښودلی، چې طالبان خپلواک نه دي او دغو لوریو پرې ستره پانګونه کړې نو اوس اړ دی، چې د هغوى د ګټو لپاره چنې ووهی.

د سرمقالې په وروستۍ برخه کې راغلي، افغانان غواړی دا جګړه پاى ته ورسېږی او موږ هیله لرو چې د بین‌الافغاني خبرو په پایله کې به داسې موافقه رامنځته شي، چې تاوتریخوالى پاى ته ورسېږی، انساني حقونه خوندي شي، قانون پر هر څه برلاسى وی او د ترهګرو خوندی ځایونه د تل لپاره له ‌منځه لاړ شی.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې خپله سرمقاله داسې پیل کړې، مرکزي شوی سیستماتیک فساد او زموږ عایداتي ادارې!

وړاندې د تېرې اوونۍ په جریان کې د ولسمشر غني له لوري د مالیې وزارت تر شپېتو زیات لوړ رتبه مامورینو ممنوع الخروج ته په اشارې راغلي، دغه پرېکړه په ډاګه کوي چې په افغانستان کې دولتي ادارې او مؤسسې په سرعت خپل اهمیت له لاسه ورکوي او ځای يې د یو شخص فردي سلیقه او پرېکړې نیسي.

د سرمقاله لیکونکي په باور، ولسمشر ظاهراً دا ټول د فساد سره په مبارزه کې د ده د ډېرې علاقې او وسواس پر اساس تر سره کوي، په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو وروستی موقف په افغانستان کې د فساد د زیاتېدو او په دې برخه کې د حکومت د تعهداتو د نه عملي کېدو څخه پرده پورته کوي.

د سرمقالې په ورستۍ برخه کې راغلي، دې ټولو ته په کتو داسې ښکاري چې ارګ له عایداتي منابعو او پولي ادارو سره خاصه علاقمندي لري او دغې علاقمندۍ په هېواد کې فساد ته یوه نوې بڼه ورکړې ده.

XS
SM
MD
LG