د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۹

اصلاح: په افغانستان کې د سولې ټینګښت لپاره د نویو هڅو پیل!


کابل ورځپاڼې
کابل ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې په بېلابېلو مسایلو لیکنې او تبصرې کړي دي.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې خپله سرمقاله په خبریالانو وروستی برید ته ځانګړې کړې ده.

وړاندې راغلي، د ٢٠٠١ میلادي کال راپه دې خوا ١٢٠ خبریالان په افغانستان کې وژل شوي چې د ډېرو دوسیې هم نه‌دي څېړل شوي.

په سرمقاله کې کابل کې د یوې چاودنې په پایله کې د خورشید په نوم د یوه خصوصي ټلوېزون د دوو کارکوونکو وژل کېدو ته اشاره شوې.

وړاندې راغلي، دا لومړی ځل نه‌دی چې خبریالان په نښه کېږي بلکې په دې لار کې ډېری خبریالان وژل شوي او ګڼې قربانۍ ورکړي دي.

سرمقاله لیکونکي لیکلي، تر اوسه د کابل په شش درک سیمه کې د خبریالانو ډله‌ییزه وژنه او د موبي ګروپ په کار کوونکو د برید عاملین معلوم نه‌دي او ان چا د کورنیو پوښتنه یې هم نه‌ده کړې.

د سرمقالې په یوه برخه کې د جګړې پر ښکیلو لورو غږ شوی چې د بیان ازادي د نړیوالو قوانینو په رڼا کې ومني او په باور یې د رسنیو د یو څو کارکوونکو په وژلو سره دا امکان نه لري چې د رسنیو او مطبوعاتو تګلاره بدله شي.

  • اصلاح

اصلاح ورځپاڼې خپله سرمقاله داسې پیل کړې، "په افغانستان کې د سولې ټینګښت لپاره د نویو هڅو پیل!"

وړاندې د مصالحې عالي شورا پرانېستل کېدو ته اشاره شوې چې په وینا یې تر راتلونکي یوې اوونۍ پوري به د دغې شورا غړي معرفي شي.

خو ورځپاڼې لیکلي، د مصالحې عالي شورا په پرانیستل کېدو سره تمه داده چې د سولې لپاره ګټور ګامونه پورته شي.

د سرمقاله لیکونکي په باور، د خلکو هیله همدا ده چې دغه شورا د سولې عالي شورا تېرې تجربې تکرارې نه کړي او له روان فرصت څخه ښه ګټه واخلي.

  • ملي ارمان

او ملي ارمان ورځپاڼې په سرمقاله کې دا پوښتنه مطرح کړې چۍ ایا له افغانستان څخه د امریکا وتل به هېواد کړکېچ ته یوسي؟

ورځپاڼې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستیو څرګندونو ته اشاره کړې چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتلو ته لیوالتیا ښودلې ده.

ورځپاڼه لیکي، که څه هم له افغانستان څخه د امریکا تر وتلو وروسته هم د دولت د سقوط احتمال نه‌شته خو په باور یې امریکا باید افغان ځواکونه وروزي او تجهیز کړي.

د سرمقاله لیکونکي په باور ممکن دا تر ډېره انتخاباتي شعار وي خو په باور یې که چېرې امریکا افغانستان ته مالیې او پوځي مرستو ته دوام ورکړي کړکېچ لور ته د هېواد د تلو احتمال کمېږي.

XS
SM
MD
LG