د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۲

هشت صبح: اوس دا وخت رارسېدلی چې د وېرولو پر ځای خلکو ته روحیه ورکړل شي


کابل ورځپاڼې
کابل ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننيو ګڼو کې په افغانستان کې د کرونا ویروس د لا خپرېدو د مخنیوي په اړه مقالې او تبصرې خپرې کړې دي.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې په هېواد کې د کرونا ویروس چټکې خپرېدا ته اشاره کړې او لیکلي دي چې اوس دا وخت رارسېدلی چې د وېرولو پر ځای خلکو ته روحیه ورکړل شي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، که څه هم افغان حکومت په روغتونونو کې د کرونا ویروس سره د مبارزې په هدف کافي اندازه روغتيايي مواد نه‌لري، خو اړتیا ده چې خلکو ته روحیه ورکړل شي تر څو د یاد ویروس سره مبارزه وکړي.

په سرمقاله کې د ځینو نورو هېوادونو تجربې یادې شوې دي چې روغتیاپالانو يې د خلکو د وېرولو پر ځای روحیه ورکړه، چارواکو يې نږدې هره ورځ له نږدې د ناروغانو پوښتنه وکړه او حالت‌يې کابو کړل.

خو د سرمقالې لیکوال لیکي برعکس په افغانستان کې روغتیايي مسؤلینو خلکو ته اخطارونه ورکړل او د قرنطین په مراعتولو کې يې هم جدیت ونه‌ښوده چې ستونزه‌يې لا پراخه کړه.

د سرمقالې لیکوال ادعا کړې چې افغان حکومت له هماغه لومړي سره پوهېده چې د دې ویروس د مخنیوي لپاره کافي امکانات نه‌لري، خو بیا يې هم د ویروس د مخنیوي پر ځای نور شعارونه شروع کړل او حتی ونه‌توانېد چې خلکو ته د قرنطين د مراعتولو قناعت ورکړي.

د سرمقالې لیکوال په ټینګار سره لیکي په داسې حال کې چې په افغانستان کې ورځ تر بلې د کرونا مثبتې پېښې زیاتېږي دا وخت رسېدلی دی چې حکومت د خلکو د وېرولو او خلکو ته د اخطارونو پر ځای د کرونا ویروس د مخنیوي په نورو لارو چارو بحثونه وکړي او دغه لارې چارې عملي کړي.

  • انیس

انیس ورځپاڼه هم همدې مسئلې ته تم شوې ده او په سرمقاله کې يې له خلکو غوښتنه کړې چې پر ځانونو او خپلو کورنیو رحم وکړئ او روغتیايي لارښوونو ته پام وکړئ.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي چې د حکومت د نوې طرحې له مخې باید ټول خلک په عمومي ځایونو کې دوه متره فاصله مراعت کړي او د دغه ویروس د لاخپرېدو د مخنیوي په هدف ماسک استعمال کړي.

د سرمقالې لیکوال لیکي چې خلک باید دغه‌شان له خپل حکومت سره مرسته وکړي او روغتیايي لارښوونې عملي کړي.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې په امریکا کې د فلوید وژنه او افغانانو ته‌يې درسونه تر عنوان لاندې په خپله سرمقاله کې لیکلي دي چې په امریکا کې د دغه تور پوستي وژنې په دې هېواد کې پراخ غبرګونونه راوپارول.

د سرمقالې لیکوال لیکي د جورج فلوید مړینې او له هغه نه راولاړو شویو غبرګونونو کې افغانانو ته لوی درس پروت دی.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي چې د اعتراضونو عمومي شعار دا وو چې د تور پوستو ژوند هم اهمیت لري، د سرمقالې لیکوال لیکي همدا شعار افغانانو ته درس ورکوي چې په دې هېواد کې نږدې هره ورځ لسګونه کسان چې ښځې او ماشومان هم په‌کې شامل وي په یو نامعلومه جګړه کې وژل کېږي، خو هېڅوک دا غږ نه‌اوچتوي چې بالاخره د افغانانو ژوند هم مهم دی.

د سرمقالې لیکوال لیکي همدا لامل دی چې ګاونډي هېوادونه مو هم افغان ځوانان په بې‌رحمۍ سره وژني او د پوښتنې مو څوک نه‌شته.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي چې په افغانستان کې په تېرو ۴۰ کلونو جګړه کې دا پوښتنه ونه‌شوه چې ولې موږ په خپل کور کې دننه وژل کېږو او ولې دغه غمیزې ته حل لاره نه‌شو پیدا کولای؟

د سرمقالې لیکوال له افغان سیاسیونو، وسله‌والو طالبانو، دولتي چارواکو او خلکو غوښتنه کړې چې باید د امریکايي تور پوستي جورج فلوید له وژل کېدو او د هغو پر وړاندې د راپورته شوي اعتراضي حرکت نه دا سبقونه واخلي او د خپلو خلکو د وژل کېدو په غبرګون کې د ټولو هغه اړخونو په وړاندې راپورته شي چې دا لړۍ يې روانه کړې ده.

XS
SM
MD
LG