د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۱

کابل ورځپاڼو د افغان حکومت او طالبانو په رامنځته شوي اوربند تبصرې کړي


ورځپاڼې
ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ په رامنځته شوي اوربند لیکنې او تبصرې کړې دي.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې خپله سرمقاله داسې پیل کړې، د کرونا او مصیبتونو په اوج کې زموږ ولس ته د اختر زېری له خوښیو ډک شو او طالبانو درې ورځنی اوربند اعلان کړ چې په غبرګون‌یې حکومت هم پر درې ورځني اوربند اعلان سربېره د دوه زره طالب بندیانو د خوشې کولو اعلان وکړ.

د سرمقاله لیکونکي په باور، د غني اقداماتو په ولس کې د سولې او خپلې راتلونکې په باب یو ځل بیا هیلې راوټوکولې او په وینا یې د زرو طالب بندیانو د ژر تر ژره خوشې کولو ژمنې هغه بن بست مات کړ چې له څو میاشتو راهیسې د سولې په پروسه حاکم و.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، سره له دې چې له بده مرغه زموږ پر ولس تپل شوې جګړه پردۍ ده او د دوام او درولو واک‌یې له هماغو پردیو لورو سره دی او ان د دوام د شعارونو ایجاد یې هم له هغوی سره دی، خو په وینا یې که یو ولس او د ولس مشران وغواړي چې د جګړې له بدمرغیو نه راووځي، مشران دا اراده ولري، ولس دغه جذبه او توان خامخا لري.

د سرمقالې په پای کې ټینګار شوی، که حکومت او طالبان د اعتماد د ایجاد لپاره اوربند وغځوي، یو د بل لوري بندیان خوشې کړي، د بین‌الافغاني خبرو د پیل لپاره جدي معقول ګامونه اوچت کړي، طبیعي ده چې جګړه‌مارې کړۍ به هم په کور دننه او هم دباندې شاتګ ته اړ شي.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې لیکلي، په هېواد کې اوربند باید وغځول شي.

وړاندې راغلي، وروستی اوربند په کور دننه او بهر له پراخ هرکلي سره مخ شوی او باید دوام وکړي.

په سرمقاله کې راغلي، د حکومت او طالبانو ترمنځ وروستۍ بې‌باورۍ د بې‌باورۍ سبب شوی و او تر ډېره هڅه همدا وه چې دواړو لورو ترمنځ اړیکې نورمالې شي.

ورځپاڼه لیکي، د وسله‌والو طالبانو له لوري اوربند بې‌اعتمادي راکمه کړه، خو په باور یې حکومت او طالبان باید داسې کار ونه‌کړي چې رامنځ‌ته شوی اعتماد مات کړي.

په سرمقاله کې دا هم راغلي چې په هېواد کې سوله یوازې په بین‌الافغاني خبرو نه‌شي راتلی او اړتیا ده چې دواړه خواوې نرمښت وښیي.

  • انیس

انیس دولتی ورځپانې هم د اوربند په اړه په سرمقاله لیکلي چې 'سږنی اختر اوربند خوندور کړ' چې په کور دننه او نړیواله کچه ترې هرکلی هم وشو.

انیس د حکومت له‌خوا د طالب بندیانو د خلاصون موضوع ته هم په خپله سرمقاله کې اشاره کړې ده.

ورځپانې لیکلي، خلک د جګړې له دواړو لورو غواړي چې له رامنځته شوي فرصت استفاده وکړي او دا اوربند په دایمي سوله بدل کړي.

XS
SM
MD
LG