د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۶

ټرمپ: طالبانو ته د روسي استخباراتو مالي مرستې په اړه راپور جعلي دی


ډونالډ ټرمپ
ډونالډ ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، دی پر دې نه دی خبر چې روسیې دې طالبانو ته په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د وژلو په غبرګون کې پیسې ورکړې وي.

ټرمپ په دې اړه د نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور بې بنسټه وباله.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي هېچا ده، لومړي مرستیال مایک پنس او د دفتر مشر ته یې له طالبانو سره د روسي استخباراتو د مرستې نه دي ویلي.

ټرمپ پرون پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل، نیویارک ټایمز ورځپاڼه باید خپله ادعا ثابته او هغه بې نومه سرچینه افشا کړي چې پر بنسټ یې دغه راپور جوړ کړی دی.

ټرمپ دغه خبر جعلي بللی او ویلي یې دي، هغه سرچینه به هېڅ شتون ونه لري چې نیویارک ټایمز یې راپور کې یادونه کړې.

ډونالډ ټرمپ په خپل ټویټ کې زیاته کړې، هرڅوک دغه راپور ردوي او افغانستان کې دوی باندې ډېرې حملې هم نه دي شوي.

د ډونالډ ټرمپ د ملي استخباراتو پخواني سرپرست ریچارد ګرینل، چې کمه موده دې پوست کې پاته شوی، هم پر ټویټرپاڼه لیکلي، ده هېڅکله داسې خبره نه ده اورېدلې.

ګرینل زیاته کړې، دا ډېره بده ده چې استخبارات سیاسي کېږي او د ده په خبره خبریالانو ته له نا معلوم ادرسه د معلوماتو لیک کول بیا خطرناک دي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د جمعې په ورځ یو راپور خپور کړ او وې ویل، تېر کال د روسیې یوې څارګرې ډلې له طالبانو سره تړلو وسله والو ته په پټه افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د ائتلافي سرتېرو د وژلو پر سر د انعامونو وړاندیز کړی و.

د راپور پر بنسټ طالب وسله والو په افغانستان کې د ائتلافي ځواکونو پر ضد د ځینو بریالیو عملیاتو له بشپړولو وروسته د روسیې د استخباراتو له خوا دا وړاندیز شوي انعامونه ترلاسه کړي هم دي.

پر نیویارک ټایمز سربیره بلې امریکایۍ ورځپاڼې واشنګټن پوست هم په دې اړه راپور ورکړی و او لیکلي یې و، دم ګړۍ دا نه ده روښانه چې روسیې افغان وسله والو مخالفانو ته دا وړاندیز د امریکايي سرتېرو د وژلو پر سر کړی او که افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د نړیوال ائتلاف د نورو غړیو هېوادونو د سرتېرو د وژلو پر سر.

امریکایي رسنۍ وایي، د امریکا د ملي امنیت شورا، د مارچ په میاشت کې پر دې استخباراتي معلوماتو په سپینه ماڼۍ کې د امریکايي ادارو ترمنځ یوه غونډه کې خبرې هم کړي دي.

خو اوس د امریکا ولسمشر او نور چارواکي وایي، دوی پر دې مسایلو هېڅ خبر نه دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم دا ادعا بې بنسټه بللې او زیاته کړې ده چې دوی د خپلې جګړې لپاره له هیڅ استخباراتي ډلې مرسته نه ده غوښتې.

په امریکا کې د روسیې سفیر هم دا راپور رد کړی دی.

دا راپورونه داسې مهال خپریږي چې تازه امریکایي رسنیو د هغه هېواد د دفاع وزیر په حواله ویلي، له افغانستانه تر مني پورې څلور زره نور سرتېري هم باسي چې ورسره دغه هېواد کې یوازې ۴۶۰۰ امریکایي سرتېري پاتې کېږي.

د امریکا او طالبانو د هوکړې له مخې، که افغانستان کې تاوتریخوالی کم شي، امریکا د راتلونکي کال مې میاشتې پورې خپل ټول سرتېري له افغانستانه باسي.

XS
SM
MD
LG