د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۰

ټرمپ د خپل پخواني سلاکار د کتاب خپرېدو مخه نیولې


د عکس ښي لورته جان بولټن او چپ لور ته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د عکس ښي لورته جان بولټن او چپ لور ته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا عدلیې وزارت پرون د جون په ۱۷مه، په بېړني ډول د امریکا له فدرالي محکمې د داسې حکم د تر لاسه کولو لپاره محکمې ته عرض کړی چې د امریکا د ولسمشر د پخواني سلاکار جان بولټن د کتاب د خپرېدو مخنیوی وکړی.

دا په دوو ورځو کې د ولسمشر ټرمپ د ادارې دوهمه هڅه وه چې د بولټن د کتاب د بندولو لپاره یې وکړه.

عدلیې وزرات ویلي چې په کتاب کې داسې معلومات هم شته چې باید پټ پاتې شي او خپرېدل یې د امریکا ملي امنیت ته تاوان پېښولای شي.

په عرض کې ادعا شوې چې جان بولټن موافقه کړې وه چې کتاب به مخکې تر دې چې خپور شي، د کتنې لپاره ور استوي خو اوس یې په خپل سر او د ځان د ګټي لپاره د کتاب له کتنې پرته، د چاپ پرېکړه کړې او غواړي چې د امریکا د حکومت پټ معلومات خپاره کړي.

په واشنګټن کې فدرالي محکمې ته په عرض کې، د متحده ایالاتو عدلیې وزارت غوښتنه کړې چې د جون په ۱۹مه، محکمه په دې اړه غونډه وکړي.

د جان بولټن کتاب د جون په ۲۳مه، چاپېږي.

جان بولټن تقریباً ۱۷ میاشتې د ډونالډ ټرمپ په اداره کې د ملي امنیت د سلاکار پر چوکۍ کار وکړ.

د بولټن د کتاب ځینې جنجال پارونکې برخې پرون په واشنګټن پوسټ، نیویارک ټایمز او وال سټريټ ژورنال ورځپاڼو کې خپرې شوې او د امریکا په سیاسي کړیکو کې یې وار د مخه لا غوغا جوړه کړه.

یوه جنجالي خبره چې د جان بولټن په کتاب کې شوې دا ده چې ډونالډ ټرمپ د چین له ولسمشره غوښتنه کړې چې د ولسمشرۍ په را روانو ټاکنو کې د کامیابېدو لپاره مرسته ورسره وکړي او په خبرو کې یې د هغو کمپونو ملاتړ کړی چې د چین حکومت د مسلمانو ایغورو لپاره جوړ کړي دي.

بولټن لیکلي چې ډونالډ ټرمپ دا خبرې په ۲۰۱۹ میلادي کال کې د جاپان په اوساکا ښار کې د ۲۰ سترو صنعتي هېوادونو په غونډه کې له ولسمشر شې سره په کتنه کې کړې دي.

د بولټن په لیکنه، ټرمپ شې ته ویلي چې د چین اقتصادي توان یې پر کمپاین اغېز کولای شي او له هغه یې غوښتنه کړې چې په را روانو ټاکنو کې د بري لپاره د مرستې ډاډ ورکړي.

بولټن دا هم لیکلي چې ډونالډ ټرمپ شې جېن پنګ ته ویلي و چې امریکايي کروندګرو او دا چې چین له امریکا زیات سویابین او غنم واخلي په امریکا کې د را روانو ټاکنو پر پایله اغېز لري.

جان بولټن
جان بولټن

په امریکا کې د جمهوري ریاست ټاکنې د نومبر په میاشت کې دي او ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ بلې دورې ته کاندید دی.

په معتبرو امریکايي ورځپاڼو کې د دې بیانونو تر خپرېدو وروسته ډونالډ ټرمپ له وال سټريټ ژورنال ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل چې جان بولټن دروغجن دی.

ولسمشر ټرمپ له فاکس نیوز ټلویزیون سره په بله مرکه کې وویل چې بولټن په خپل کتاب کې سري معلومات ځای کړي او قانون یې مات کړی دی.

د چین له ولسمشر شې جېن پنګ سره د ډونالډ ټرمپ په کتنه کې چې جان بولټن یې په خپل کتاب کې یادونه کړې، د امریکا د سوداګرۍ استازی رابرټ لایټزر هم حاضر و.

لایټزر ویلي چې هېڅ داسې خبره یې نه‌ده اورېدلې.

رابرټ لایټزر ویلي چې ټرمپ په هغه غونډه کې هېڅ کله د چین ولسمشر ته زارۍ نه دي کړې چې له امریکا ډېر کرنیز محصولات واخلي او مرسته دې ورسره وکړي چې بیا د جمهوري ریاست انتخابات وګټي.

دې چارواکي د سنا غونډې ته ویلي چې برعکس، چینايي چارواکو مکرراً ژمنه کوله چې د هغې تجارتي موافقې پر اساس به چې د ۲۰۱۹ میلادي کال په جنورۍ کې واشنګټن او پیکنګ لاسلیک کړې وه، د امریکايي محصولاتو واردات زیات کړي.

XS
SM
MD
LG