د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۲

د امریکا انتخابات او د افغانستان سوله


په قطر کې امریکايي چارواکي او د طالبانو د مرکچي پلاوي یو شمېر غړي
په قطر کې امریکايي چارواکي او د طالبانو د مرکچي پلاوي یو شمېر غړي

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانانو ترمنځ د سولې خبرې روانې دي.

داسې فکر کېږي چې دا به یو اوږد او سخت بهیر وي. په دې بهیر کې د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشرۍ تر انتخاباتو پورې د پرمختګ هیله کمه ده، خو د دې سربېره ولسمشر ټرمپ تر نومبر پورې ټینګار کوي چې نور پوځیان له افغانستانه وباسي ترڅو د کمپاین د وخت ژمنه پر ځای کړي.

په دې ټاکنو کې د ټرمپ سیال، جوبایډن چې په خپلو بهرنیو تګلارو کې په ډېرو برخو کې له ټرمپ سره مخالف دی له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د ایستلو په برخه کې هم‌نظره دی.

د امریکا د متحده ایالاتو په ملاتړ د افغان حکومت او وسله‌والو طالبانو د سولې روانې تاریخي خبرې به د محدود شمېر کسانو په باور یوې موافقې ته ورسېږي او په اسانۍ به بریالۍ شي.

قطر کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو پرانیست غونډه
قطر کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو پرانیست غونډه

دواړه لوري چې له نږدې دوو لسیزو په جګړو دي او حتی اوس چې په قطر کې د سولې خبرو ته سره ناست دي لاهم په افغانستان کې یو بل وژني. دوی په یو لړ مهمو موضوعاتو کې سره مخالف دي، لکه د ښځو حقوق او د شرعي نظام د تبطیق بڼه، څو د واک پر وېش موافقې ته ورسېږي او دایمي اوربند وکړي.

خو دا ستونزې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ له خپلې دې پرېکړې نه‌راګرځوي چې د نومبر تر درېیمه چې په متحده ایالاتو کې د ولسمشرۍ انتخابات دي، په افغانستان کې د ځواکونو شمېر کم کړي.

دی غواړي چې د امریکا اوږده جګړه پای ته ورسوي، څو اوونۍ دې انتخاباتو ته پاتې دي. له اټکلونو سره سم به د جمهوري غوښتونکو د کاندید ډونالد ټرمپ او د ډیموکراتانو د کاندید جوبایډن ترمنځ سیالي سخته وي، خو ټرمپ غواړي چې د کمپاین د وخت ژمنه پر ځای کړي چې په افغانستان او عراق کې به د ده په وینا دا بې‌انجامه جګړې پای ته رسوي او امریکایي پوځیان به خپل کور ته ستنوي.

افغانستان کې امریکايي سرتېري
افغانستان کې امریکايي سرتېري

یو شمېر پوځي چارواکي، د کانګرس غړي او سیاسي کتونکي اندېښنه لري، که ژر امریکایي پوځیان له افغانستانه ووځي افغان حکومت به سقوط وکړي او طالبان به واکمنان شي چې په ۲۰۰۱ کال کې د امریکا په مشرۍ ځواکونو له واکه شړلي وو.

ولسشمر ټرمپ په یوه مرکه کې چې د اګسټ په لومړیو کې خپره شوه ویلي و چې تر انتخاباتو پورې به په افغانستان کې د پوځیانو شمېر د څلور زرو او پنځو زرو ترمنځ کړو.

ولسمشر ټرمپ پروسږ کال بیا بیا خپلو متحدانو ته ویلي و چې د انتخاباتو تر ورځې دی غواړي چې ټول پوځیان له افغانستانه وباسي، د امریکا دفاع وزارت دې ته چمتو هم شو.

د ټرمپ ادارې له طالبانو سره د یوې پېچلې سیاسي موافقې لپاره په فبروري میاشت کې یو لړ امتیازات ورکړل چې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ‌یې د سولې اوسنیو خبرو ته لار پرانیسته.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

په دې تړون کې امریکا ژمنه وکړه چې تر اوړي پورې به د امریکایي ځواکونو شمېر تر ۸،۵۰۰ پورې کم کړي او د ۲۰۲۱ کال تر مې میاشتې پورې که چېرته طالبانو خپلې ژمنې پر ځای کړې خپل ټول ځواکونه به له افغانستان وباسي.

د تړون یوه برخه دا ده چې امریکایي ځواکونه به په دې شرط وځي چې ترهګرو ډلو ته به اجازه نه‌ورکوي چې د افغانستان له خاورې استفاده وکړي او بریدونه وکړي.

د کړکېچ په نړیوالې ډلې کې د افغانستان د برخې جګپوړي څېړونکي اندریو واتکینس ازادي راډیو ته وویل: "داسې ډېر لږ دلایل شته چې د امریکا دغه اداره د فبروري د میاشتې د سولې تړون له کورنیو سیاسي اندېښنو پرته د بل څه لپاره تعقیب کړي او پلی کړي."

د امریکا د ۲۰۱۶ کال د ولسمشرۍ د انتخاباتو پر مهال ټرمپ بیا بیا پر پخوانۍ ادارې انتقاد وکړ چې په داسې لیرې جګړو کې یې امریکا ښکېله کړې ده چې لګښت‌یې هم زیات دی. دا مسئله لاهم د دې کال په انتخاباتو کې مهمه ده او په یو شمېر کلیدي ایالتونو کې چې د دواړو کاندیدانو ترمنځ به سیالي سره نږدې وي په زرګونو رایې برخلیک ټاکي.

چارلز کاخ خپلواک انسټټیوټ د جولای په وروستیو کې له دوه زره امریکایانو نظر پوښتنه وکړه. د دوی له څلورو درېیمې برخې د دې ملاتړ وکړ چې امریکایي ځواکونه له افغانستانه بېرته امریکا ته ستانه شي.

ټرمپ د افغانستان په هوايي اډه کې له یو شمېر امریکايي سرتېرو سره د لیدو پر مهال.
ټرمپ د افغانستان په هوايي اډه کې له یو شمېر امریکايي سرتېرو سره د لیدو پر مهال.

خو ولسمشر ټرمپ تر اوسه خپل پوځیان نه‌دي ایستلي او دا ژمنه کوي چې د نومبر تر درېیمې به نور سرتېري هم وباسي ترڅو خپله انتخاباتي ژمنه پر ځای کړي. د اوس لپاره په افغانستان کې نږدې اته نیم زره امریکایي سرتېرې شته.

بل لور ته یو شمېر کتونکي د دغو پوځیانو ایستل د رایو لپاره مهم نه‌ګڼي.

د بروکنګز انسټټیوټ یو جګپوړي غړي مایکل اوهانلون په یوه بحث کې چې د دې مرکز له لوري په اګسټ کې انلاین خپور شو، وویل: "تر دې موضوع ګڼ کسان نه‌راڅرخي، تاسو په واشنګتن کې د دې مسئلې لپاره د میلیون کسانو لاریون نه‌وینئ."

اوهانلون له هغو کسانو څخه دی چې په دې نظر دی، که له افغانستانه د امریکایي ځواکونو پر وتلو بېړه وکړو افغان حکومت له خطر سره مخامخېږي.

  • د امریکا او طالبانو تړون

ولسمشر ټرمپ د بارک اوباما برعکس موافقه وکړه چې په مستقیم ډول له طالبانو سره خبرې وکړي.

د دې خبرو مشري په افغانستان کې زېږېدلي امریکایي زلمي خلیلزاد وکړه او وروسته له ۱۸ میاشتو د فبرورۍ په میاشت کې له وسله‌والو طالبانو سره د سولې تړون لاسلیک شو.

د طالبانو او امریکا ترمنځ د هوکړې لاسلیک
د طالبانو او امریکا ترمنځ د هوکړې لاسلیک

د دې تړون له مخې د امریکا متحده ایالاتو موافقه وکړه چې خپل ۱۲ زره سرتېرې به په څو پړاوونو کې د ۲۰۲۱ کال د مې تر میاشتې له افغانستان نه وباسي، خو شرط دا دی چې طالبان به خپل کسان، یا د القاعده په ګډون د نورو ډلو غړي نه‌پرېږدي چې د افغانستان له خاورې د امریکا او د امریکا د متحدانو سرتېرو ته ګواښ پيدا کړي، همداراز په تړون کې د دې یادونه وشوه چې طالبان به خامخا له افغان حکومت سره د واک د وېش پر سر خبرې کوي.

د تړون یوه برخه دا وه چې د نیول شویو طالبانو د خوشې کېدو په بدل کې به طالبان افغان امنیتي ځواکونه له خپلو زندانونو ازادوي.

دا ژمنه ترسره شوه او د امریکایي سرتېرو شمېر په افغانستان کې ۸،۵۰۰ ته راکم شو چې له دې سره د سپټمبر په ۱۲مه بین‌الافغاني خبرې پیل شوې.

له زندان نه خوشې شوي طالب بندیان
له زندان نه خوشې شوي طالب بندیان

یو شمېر کتونکي په دې نظر دي چې د ټرمپ اداره ښایي تر ټاکنو مخکې د سولې په خبرو کې د پرمختګ رامنځته کېدو هڅې وکړي، خو د کابل او طالبانو ترمنځ د سختو اختلافاتو له امله ښایي دا پرمختګ ډېر سخته وي.

د ستراتېژیکو او نړیوالو مطالعاتو په مرکز کې څېړونکي اندریو کورډسمن چې د امریکا په دفاع او بهرنیو چارو وزارتونو کې سلاکار هم پاتې شوی دی، ازادي راډیو ته وویل، د سولې دا خبرې له هیلو ډکې نه‌دي او فکر کوم چې دا ښکاره ده چې ولسمشر یوازې دا غواړي چې له افغانستان نه ووځي.

کورډسمن زیاته کړه: "پرته له دې چې تاسو باور وکړئ، افغانستان د ترهګرو له لوري تر بل هر هېواد چې ورته تحریکونه په‌کې شته او امریکا ته له ستراتېژیک پلوه د اهمیت وړ هم نه‌دي، تر سخت ګواښ لاندې دی."

  • د متحده ایالاتو مداخله

د امریکا متحده ایالاتو په افغانستان کې وروسته تر دې برید وکړ چې القاعده شبکې پر امریکا د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر په ۱۱مه برید وکړ او تر درې زره ډېر کسان‌یې ووژل.

طالبانو د القاعده شبکې حمایت په افغانستان کې کاوه. امریکایي ځواکونه افغانستان ته ورغلل او طالبان‌یې چې یوه بنسټ‌پاله اسلامي ډله وه او له بشري حقونو څخه په تېریو تورنه وه، بې‌واکه کړه او هلته‌یې د یوه خوندي او ډیموکراتیک هېواد له رامنځته کېدو سره مرستې پٍیل کړې.

طالبان
طالبان

خو دا هڅې له پراخ اداري فساد، خپلمنځي سیاسي اختلافاتو، ناسمو انتخاباتو او د طالب وسله‌والو او یو شمېر نورو اسلامي بنسټ‌پاله ډلو له متواترو بریدونو سره مخامخ شوي دي او دې ته‌یې لاره هواره کړه چې ۱۹ کاله امریکایي ځواکونه په افغانستان کې پاتې شي او دا د امریکا د تاریخ تر ټولو په اوږدې جګړې بدله شي.

د نږدې دوو لسیزو په ترڅ کې واشنګتن تر دوه تریلیونه ډالر ډېر د افغانستان پر جګړې ولګول او تر ۲،۳۰۰ ډېر عسکر یې په دې جګړه کې ووژل شول.

ډونالد ټرمپ ډېر مخکې تر دې چې ځان د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره کاندید کړي په افغانستان کې د امریکا له مداخلې سره مخالفت کاوه. ده د ۲۰۱۱ کال په اکټوبر کې په یوه ټویټ کې ولیکل، کله به موږ د افغانستان د بیارغونې لپاره د خپلو پیسو پر ضایع کېدو لاس نیسو؟ موږ باید لومړی خپل هېواد ودان کړو.

د واټکینز په نوم د سیاسي چارو کتونکی وایي، په فبرورۍ کې له طالبانو سره د ټرمپ تړون د دې جګړې د درېدو په لور یو ګام دی، خو په کابل کې ډېر دې ته د خیانت په سترګه ګوري.

واټکینز زیاتوي، اوس د ولسمشر اشرف غني یو شمېر سلاکاران هیله‌من دي چې د نومبر په انتخاباتو کې بایډن بریالی شي ترڅو د دې تړون د تطبیق مخه ونیسي، خو د بایډن تېرې تبصرې د دې نظر ملاتړ نه‌کوي.

  • د بایډن تګلاره

جوبایډن او ډونالد ټرمپ د ډېرو بهرنیو پالېسیو په برخه کې سره مخالف دي، لکه د ایران اټمي پروګرام، د امریکا-چین تجارت، له روسیې سره اړیکې، خو تر ډېره په دې برخه کې هم‌نظره دي چې د افغانستان جګړه پای ته ورسوي او امریکایي ځواکونه له دغه هېواده وباسي.

جوبایډن
جوبایډن

د بارک اوباما د واکمنۍ په وخت بایډڼ له دې سره سخت مخالفت وکړ چې په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو شمېر زیات شي، خو نتیجه‌یې ورنه‌کړه او هلته د ۲۰۱۰ کال په لومړیو کې د امریکایي عسکرو شمېر شااوخوا یو لک ته ورسېد.

لاهم بایډن هلته د ډېرو امریکایي سرتېرو له شتون سره مخالف دی. جوبایډن په ډسمبر کې د ډیموکراتانو په یوه غونډه کې وویل، که ولسمشر شي لومړی ګام به‌یې دا وي چې محارب ځواکونه به امریکا ته ستانه کړي او له طالبانو سره به مذکرات پيل کړي، خو هلته به د شته ستونزو په خاطر په لږ شمېر کې ځانګړي ځواکونه وساتي.

ده دا نظر څو ځله بیا تکرار کړ او په فبروري کې یې وویل چې ځانګړي ځواکونه هلته ضروري دي ترڅو یو شمېر ترهګرې ډلې لکه القاعده بیا هلته تنظیم نه‌شي.

د سپټمبر په ۱۰مه د امریکا له پوځي رسنۍ سټارز انډ سټرایپس سره جوبایډن د خبرو پر مهال څرګنده کړه چې دی غواړي په افغانستان کې له یو نیم زر تر دوه زره پورې ځانګړي سرتېرې وساتي.

خو د کارنیګي په نوم د سولې د نړیوال انسټټیوټ غړی جارنت بلانک چې د بارک اوباما په اداره کې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي مرستیال و، د افغانستان په مسئله کې د ټرمپ او بایډن په تګلاره کې ورته‌والی نه‌ویني.

بارک اوباما
بارک اوباما

بلانک وایي، نوی ولسمشر باید د ۲۰۲۱ کال د مې په میاشت کې یوه ارزونه وکړي، دا هغه وخت دی چې د تړون له مخې وروستی امریکایي سرتېری له افغانستانه وځي.

په دې ارزونه کې به دا څېړل کېږي چې ایا طالبانو له امریکایانو سره د کړي تړون ژمنې پر ځای کړې دي؟ بلانک ازادي راډیو ته وویل: "زما په باور ښایي د ټرمپ او بایډن پرېکړې هغه وخت سره ډېرې مختلفې وي."

بلانک زیاتوي چې د امریکایي سرتېرو وتل به له افغانستان سره د امریکا د مرستو پر دوام بې‌اغېزې نه‌وي، په داسې حال کې چې د کابل حکومت د بودجې لویه برخه پر بهرنیو مرستو ولاړه ده.

بلانک وایي، د افغانستان لپاره د امریکا بودجه هم د بحث وړ مسئله ده او په دې برخه کې د نوي حکومت دریځ مهم دی چې د ده په باور بایډن به‌یې ملاتړ وکړي او په دې برخه کې د ټرمپ د دریځ وړاندوینه سخته ده.

ډونالد ټرمپ چې کله په ۲۰۱۷ کال ولسمشر شو، نو په لومړیو کې یې بل دریځ خپل کړ، نږدې ۴،۰۰۰ سرتېري یې افغانستان ته واستول چې له طالبانو سره جګړه وکړي. د ده ادارې په افغانستان کې د مخالفو وسله‌والو پر ضد چې اوس‌یې د افغانستان نیمه خاوره په لاس کې ده، هوایي بریدونه زیات کړل څو دوی د خبرو مېز ته حاضر کړي.

XS
SM
MD
LG