د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۴

ډونالد ټرمپ: روسیه، چین او ایران نه‌غواړي بیا ولسمشر شم


د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي، روسیه، چین او ایران نه‌غواړي چې دی بیا ولسمشر غوره شي.

ټرمپ په یوه خبري غونډه کې هغو دلایلو ته هم اشاره وکړه چې پر اساس‌یې د ده په وینا دا درې هېوادونه‌یې د بریالیتوب مخالف دي.

ټرمپ زیاتوي، حکومت به‌یې د روسیې، چین او ایران له لوري د امریکا د نومبر د میاشتې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې احتمالي لاسوهنه په غور وڅاري.

ټرمپ د جمعې په ورځ په یوه خبري غونډه کې د امریکا د جاسوسۍ ضد د ملي امنیت مرکز د رئیس بیل ایفانینا د مخکېني خبرداري په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، غواړي چې درې واړو هېوادونو ته ځیر واوسي، باید چې ډېر محتاط واوسي.

ډونالد ټرمپ او جوبایډن
ډونالد ټرمپ او جوبایډن

ایفانینا وویل، د امریکا د استخباراتو ارزونه ښيي چې چین هیله لري چې ټرمپ انتخابات وبایلي. مسکو په دې کار کوي چې ډیموکرات کاندید جوبایډن کمزوری شي او تهران په دې لټه کې دی چې دیموکراتیکې ادارې زیانمنې کړي.

ولسمشر ټرمپ روسیې ته په اشارې وویل، فکر کوي چې ډونالد ترمپ به وروستی کس وي چې روسیه به‌یې غواړي چې د امریکا ولسمشر شي ځکه چې د امریکا تر بل هر ولسمشر د روسیې په وړاندې سخت دریځ لري.

ده د دې دلیل د ناټو پر غړو د دې تړون د لګښتونو په خاطر د هغوی د ژمنو د پوره کولو لپاره فشار، له کله چې یې د ولسمشرۍ دوره پیل شوې، د امریکا د پوځي لګښتونو په برخه کې کار کول او د بالتیک سمندرګي په تل کې اروپا ته د روسیې د ګارو د نل‌لیکې د جوړېدو مخنیوی وباله.

د ۲۰۲۰ کال د اګسټ په ۶مه هغه لیکلی پیغام چې یوه ایراني موبایل کاروونکي ته استول شوی. "د امریکا متحده ایالات ۱۰ میلیونه ډالره جایزه ورکوي. د امریکا د انتخاباتو ضد د بهرنۍ لاسوهنې په اړه د اطلاعاتو لپاره جایزه"
د ۲۰۲۰ کال د اګسټ په ۶مه هغه لیکلی پیغام چې یوه ایراني موبایل کاروونکي ته استول شوی. "د امریکا متحده ایالات ۱۰ میلیونه ډالره جایزه ورکوي. د امریکا د انتخاباتو ضد د بهرنۍ لاسوهنې په اړه د اطلاعاتو لپاره جایزه"

ټرمپ وویل، ایران هم غواړي چې دی انتخابات وبایلي، خو زیاته‌یې کړه، که‌یې انتخابات وګټل، له ایران سره به ژر حساب تصفیه کړي.

ده زیاته کړه، ایران ډېره هڅه کوي چې جوړجاړی وکړي، خو دی غوره ګڼي چې ایران د ده پر ځای له بایډن سره معامله وکړي.

ټرمپ دا هم وویل، چین غوره بولي چې بایډن بریالی شي او که نوموړي انتخابات وګټل، چین امریکا به‌یې خپل مالکیت شي.

XS
SM
MD
LG