نړۍ
بایډن: روسیه لاهم د امریکا راتلونکو ټاکنو کې د لاسوهنې هڅه کوي
![جوبایډن](https://gdb.rferl.org/2a682561-e5a5-4732-af67-58eaced5d3db_w250_r1_s.jpg)
د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند جوبایډن ویلي، داسې استخباراتي معلومات ور رسېدلي چې روسیه لا هم هڅه کوي د دوی راتلونکو ټاکنو کې لاسوهنه وکړي.
نوموړي ویلي: "موږ له مخکې هم پوهېدو، زه اوس هم تاسو ته ضمانت درکوم چې زه پر دې پوهېږم، ځکه اوس ماته بیا معلومات رارسېږي."
بایډن چې د پخواني ولسمشر بارک اوباما مرستیال هم پاته شوی، د نومبر میاشتې د درېیمې نېټې ټاکنو ته د ډیموکراتانو نوماند دی او له ډونالد ټرمپ سره به سیالۍ کوي.
په امریکا کې دود دا دی چې د مخالفې سیاسي ډلې نوماند له ټاکنو مخکې استخباراتي معلومات ترلاسه کوي.
بایډن چې پرونیې له خپلو ملاتړو سره په انلاین ډول د مرستو راټولو په غونډه کې خبرې کولې خبرداری ورکړ چې که مسکو خپلو دې هڅو ته دوام ورکړي، یوه واقعي بیه به پرې کړي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د ترکیې دفاع وزیر: د سوریې نوې مشرتابه دې کرد وسله وال له نیول شویو سیمو وباسي
![د ترکیې دفاع وزیر یاسیر ګولیر](https://gdb.rferl.org/665a2a0d-7729-4a08-82c2-90fefc6068ac_w250_r1_s.jpg)
د ترکیې دفاع وزیر وايي، د سوریې نوي واکمن به کرد وسله وال د دې هېواد د شمال ختیځ له ټولو هغو سیمو وباسي چې ولکه پرې لري.
یاسر ګولیر پرون (د مرغومي ۲مه) د سوریې په سرحد کې دېره ترکي ځواکونو ته د وینا پرمهال وویل، د سوریې نوې مشرتابه او د سوریې ملي پوځ چې انقره یې ملاتړ کوي باید له نورو خلکو سره په ګډه هغه سیمې چې د تروریستانو له خوا نیول شوې دي آزادې کړي.
ښاغلي ګولیر په دې وینا کې چې پرون د دفاع وزارت له خوا خپره شوه، همداراز ټینګار کړی چې ترکیه به لازم اقدامات ترسره کړي تر څو د دې هېواد له خاورې بهر دېره ټول تروریستان له منځه ولاړ شي.
انقره وايي، د سوریې کرد وسله وال د کردستان د کارګرانو د ګوند یا PKK چې ترکیه، امریکا او اروپايي ټولنه یې یوه تروریستي ډلې بولي یوه څانګه ده. دا ډله له څلوېښتو کلونو راهیسې له ترکیې څخه د بېلتون لپاره جګړه کوي.
په هند کې چارواکو د صغیرو نجونو د ودونو د مخنیوي لپاره اقدامات چټک کړي دي
![د هند د راجستان ایالت، ۱۴ کلنه کریشنا له خپل څلور میاشتني ماشوم سره](https://gdb.rferl.org/006c0000-0aff-0242-e731-08db05f22f5a_w250_r1_s.jpg)
په هند کې چارواکو د کم عمره نجونو پر ودونو د بندیز په لړ کې شاوخوا ۴۸۰۰ کسان نیولي دي. په دې لړ کې نن (د مرغومي ۲مه) هم ۴۱۶ کسان ونیول شول.
د هند د آسام ایالت لومړي وزیر هیمانتا بیسوا سرما Himanta Biswa Sarma په یوه بیان کې وویل چې د دې ناولې ټولنیزې پدیدې د پای ته رسولو لپاره به د دوی اقدامات دوام وکړي. هغه زیاته کړه چې آسام ایالت به د صغیرو نجونو د مخنیوي لپاره مبارزې ده دوام ورکړي.
د ملګروملتونو د احصاییو له مخې په هند کې اوس مهال شاوخوا ۲۲۰ میلیون صغیرې ناوې ګانې شته خو له دوه زرم کال وروسته په دې هېواد کې د کم عمره نجونو په ودونو کې د پام وړ کموالی راغی.
د آسام لومړي وزیر په دې ایالت کې تر ۲۰۲۶ کاله د کم عمره نجونو د ودونو د پای ته رسولو لپاره کمپاین پیل کړی دی.
د هند سترې محکمې په ۲۰۱۷ کال کې اعلان وکړ چې له کم عمره نجونو سره جنسي اړیکه جنسي تجاوز شمېرل کېږي او د ښځو او نجونو د حقونو فعالانو د دې اعلان تور هرکلی وکړ.
روسیې پر اوکراین د سلو بې پیلوټه الوتکو په وسیله برید وکړ
![په اوکراین کې د روسیې نسکوره شوې بې پیلوټه الوتکه عکس له آرشیف څخه](https://gdb.rferl.org/41e685f5-6dac-4bad-b666-1b1fb84ac315_w250_r1_s.jpg)
روسیې نن پر اوکراین د څه باندې سلو بې پیلوټه الوتکو برید وکړ خو د اوکراین د پوځي چارواکو په وینا دا حمله مرګ ژوبله نه لري.
د اوکراین هوايي ځواک نن (د ډسمبر ۲۲مه) په یوه بیان کې وویل چې روسیې د ۱۰۳ بې پیلوټه الوتکو په وسیله د خرسون، میکولاییف، چیرني هیف، سومي، زاپوریژیا، خارکییف، پولتاوا، ژیتومیر او پلازمېنې کییف سیمې په نښه کړې خو د اوکراین د هوايي مدافعې ځواکونو له دې ډلې ۵۲ ډرونونه ویشتل.
د بیان له مخې په دې بریدونو کې دفترونو او د استوګنې ودانیو ته زیان اوښتی دی، خو د مرګ ژوبلې په اړه یې تراوسه معلومات نه دي ورکړل شوي.
روسیې په وروستیو څو اونیو کې پر اوکراین حملو ته زور ورکړی او د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي پرون وویل، مسکو په تېره یوه اونۍ کې پر اوکراین د ۵۵۰ رهبري شویو بمونو، نژدې ۵۵۰ ډرونونو او ۲۰ توغندیو په وسیله حملې کړې دي.
علي خامنه یي د سوریې خلک د نویو واکمنو پرضد مقاومت ته وهڅول
![۲۰۱۹ کال، د ایران لوی مذهبي مشر آیت الله علي خامنه يي د سوریې له لیرې کړل شوي ولسمشر بشار اسد سره د کتنې پرمهال](https://gdb.rferl.org/ea6e33ef-345a-42a9-8424-2e0ac660cf24_w250_r1_s.jpg)
د ایران لوی مذهبي مشر آیت الله علي خامنه يي وايي چې په سوریه کې د بشار اسد د رژیم پر وړاندې وسله وال پاڅون د امریکا په مرسته بریالی شوی او د سوریې پر خلکو یې غږ کړی چې د نویو واکمنو پرضد مقاومت وکړي.
خامنه یي نن (د مرغومي ۲مه) په خپلو څرګندونو کې وویل چې خلک په تېره ځوانان باید د هغو پرضد ودرېږي چې په سوریه کې یې ناامني پلان او عملي کړه.
د بشاراسد رژیم د ډسمبر په اتمه وروسته له هغه وپرځېد چې د امریکا له خوا د تروریستي ډلې په توګه د نومول شوې هیات تحریر شام او نورو ډلو وسله وال پلازمېنې دمشق ته ننوتل.
په ۲۰۱۱ کال کې چې د سوریې د رژیم پرضد د اعتراضونو له ځپل کېدو وروسته وسله وال پاڅون پیل شو تهران او مسکو د اسد د حکومت منظم ملاتړ کاوه.
د ترکیې لویدیځ کې امبولانس هلي کاپټر غورځیدلی دی
![ترکیه کې له یوې چاودنې وروسته امبولانس هلي کاپټر، ارشیف](https://gdb.rferl.org/8C434D01-AB77-4170-8260-773C8F76C5C5_w250_r1_s.jpg)
د ترکیې په لویدیځه موګلا سیمه کې نن ۴ کسان هغه مهال مړه شول چې یو امبولانس هیلیکوپټر د یوه روغتون له ودانۍ سره ولګېد.
د ترکیې د روغتیا وزارت وايي، دا هیلیکوپټر چې دوه تنه پیلوټان، یو ډاکټر او یو روغتیاپال پکې وو، د موګلا له روزنیز او تعلیمي روغتون څخه د پورته کېدو پرمهال د روغتون له ودانۍ سره ولګېد.
د موګلا والي خبریالانو ته وویل چې هیلیکوپټر لومړی د روغتون له څلورم پوړ سره ولګېد او بېا پر ځمکه راپرېوت.
په روغتون او د پېښې په ساحه کې چا ته زیان نه دی اوښتی.
د پېښې د عواملو په اړه تحقیقات پیل شوي دي.
سره سمندرګي کې د امریکا یوه الوتکه ویشتل شوې
![د امریکا د سمندري ځواکونو د فعالیت یوه څنډه، ارشیف](https://gdb.rferl.org/14A5121A-BEEF-4F39-9560-6B5C7C33EB67_w250_r1_s.jpg)
د امریکا پوځ نن یکشنبې وویل چې د سمندري ځواکونو یوه الوتکه د سره سمندرګي د پاسه په تیروتنه په ډزو چې هغه "دوستانه ډزې" بلل شوي، ویشتل شوې خو دواړه پیلوټان یې ژغورل شوي دي.
د اسوشیتید پرس آژانس د راپورله مخې دا پیښه هغه وخت وشوه چې د امریکا پوځ د یمن د حوثي یاغیانو د په نښه کولو لپاره هوایي بریدونه ترسره کول.
خو د امریکا د پوځ مرکزي قومندانۍ سینټ کم ندي ویلي چې د دغې پیښې په مهال دغو پیلوټانو چې یویې برسیرن ټپي شوی، څه ډول ماموریت مخ ته وړ.
د پوځ په وینا د USS هیري ایس تورمان کشتۍ له خوا یو رهبري کیدونکی میزایل ویشتل شوی وچې په تیروتنه پر F/A-18 ډوله الوتکه چې له دې کشتۍ څخه پورته شوې وه، لګیدلی.
له دې مخکې سینټ کم د شنبې په ورځ ویلي چې ځواکونو یې په هوایي هدفي بریدونو کې د یمن په پلازمینه صنعا کې د ایران له ملاتړه د برخمنو حوثي یاغیانوترکنټرول لاندې سیمو کې د دې ډلې د قوماندې یومرکز او د میزایلو یو زیرمتون په نښه کړي و.
البانیا غواړي ټیکټاک بند کړي
![](https://gdb.rferl.org/aa5afcba-cc11-4f7d-ad4c-dfc56f0a3035_w250_r1_s.jpg)
د البانیا صدراعظم ایدي راما پرون شنبه اعلان وکړ، چې حکومت یې ښايي د ویډیوګانو مشهوره شبکه ټیکټاک د ۲۰۲۵م کال په لومړیو کې په دغه هېواد کې بنده کړي.
په پلازمېنه تیرانیا کې د البانیا له ښوونکو او ارواپوهانو سره د کتنې پر مهال صدراعظم راما ویلي، ټیکټاک داسې دی لکه د سیمې اوباش.
د البانیا صدراعظم ویلي، موږ ټیکټاک د یوه کال لپاره بندوو او داسې پروګرامونه پیلوو، چې له زده کوونکو سره د دوی د تعلیم په وده او میندو او پلرونو سره د خپلو اولادونو د علمي سفر په څارنه کې مرسته وشي.
ټیکټاک د ویډیوګانو د شریکولو هغه شبکه ده، چې خلک په کې لنډې ویډیوګانې اپلوډ او کتلی شي، خو ګڼو هېوادونو ویلي چې دغه شبکه، د دوی د ماشومانو وخت ضایع کوي.
ترکیه: واورې ښویېدو یو تن مړ کړی
![ترکیه](https://gdb.rferl.org/8c8e0000-0aff-0242-d2ec-08d9e0408901_w250_r1_s.jpg)
د ترکیې په ختیځ کې پرون شنبه د واورې په ښویېدنه/ برفکوچ کې یو کس مړ او ۴ نور ټپیان شول.
د ترکیې روغتیا وزارت پر خپله ایکس پاڼه مړ شوی کس ۱۶ کلن ایمري یزګان یاد کړی دی.
د ارزروم والي مصطفی چیفتچي خبریالانو ته ویلي چې د جودو ملي ټیم ۱۵ غړي پر ځايي وخت سهار لس بجې یوه غره ته ختلي وو، چې اورشیندنه پیل شوه.
په هغو لومړیو کې د دغه ټیم ۵ غړي د واورو له خوا لاندې شول چې یوه تنه یې وروسته په روغتون کې ساه ورکړه او څلور نور په ښه وضعیت کې دي.
غزه کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر ۴۵زره ۲۲۷ ته ورسېد
![غزه](https://gdb.rferl.org/b1463776-5067-417a-88c8-a921205a5fdd_w250_r1_s.jpg)
د حماس تر ولکې لاندې د غزې روغتیا وزارت پرون شنبه اعلان وکړ، چې په څه باندې ۱۴ میاشتنۍ جګړه کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر ۴۵زره ۲۲۷ ته ورسېد.
دغه وزارت ویلي، چې د په دې موده کې د روانې جګړې له کبله ۱۰۷زره ۵۷۳ نور ټپیان شوي دي.
د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه توندلارې ډله حماس یو تروریستي سازمان ګڼي.
په غزه کې دا جګړه وروسته له هغې پیل شوه، چې لومړی د حماس ډلې وسلوالو د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر میاشتې پر اوومه پر اسرائیل ناببره حمله وکړه.
په دې حمله کې ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او شا و خوا ۲۵۰ نور یرغمل کړای شول.
د اسراییلو پوځ: له یمن څخه توغول شوی توغندی پر تل ابیب لګیدلی دی
![د تل ابیب په جنوب کې د اسراییلو د بیړنیو خدمتونو د ادارې کارکوونکي د هغې توغندي ټوټې راټولوي چې د یمن حوثي یاغیانو توغولی و](https://gdb.rferl.org/699fd4d8-f0b3-45d1-adbb-523274186666_w250_r1_s.jpg)
د اسراییلو پوځ وايي، له یمن څخه توغول شوی توغندی پر تل ابیب لګیدلی دی.
د پوځ په خبره، د توغندي د لګیدو له کبله په سیمه کې د ماتو شیشو په وجه ۱۶ کسان ټپیان شوي دي.
پوځ وړاندې ویلي، ۱۴ نور کسان هغه مهال ټپیان شول چې د خطر زنګ له اوریدو وروسته یې هڅې کولي په امن ځایونو کې پټ شي.
د اسراییلو د پوځ په خبره، دا برید نن سهار وختي شوی دی.
دا دوه بریدونه وروسته له هغې دي چې د اسراییلو پوځ د یمن پر پلازمینه صنعا او حدیده ساحلي ښار چې د حوثي یاغیانو په واک کې دي هوايي بریدونه وکړل.
بل پل، په یمن کې د ایران له ملاتړه برخمنو حوثي یاغیانو د پنجشنبې په ورځ ادعا کړې وه چې د اسراییلو یوه بې پیلوټه الوتکه ویشتلی ده.
د اسراییلو پوځ وايي، حوثي یاغیانو له حماس وسله والي ډلې سره په ګډه ۲۰۰ توغندي د اسراییلو پر لور توغولي دي.
د پوځ په خبره، په دې شمیر کې بې پیلوټه الوتکې هم شاملې وې.
د یمن حوثي یاغیان په احمر بحیرې او عدن خلیج کې په غزه کې د فلسیطنیانو په ملاتړ پر بیړو بریدونه کوي.