د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۳

ټرمپ دغه هېواد کې د ولسمشریزو ټاکنو د ځنډ غوښتنه وکړه


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دغه هېواد کې د ولسمشریزو ټاکنو د ځنډ غوښتنه وکړه.

ډیموکراتانو د ښاغلي ټرمپ د دغه وړاندیز په اړه اندېښنه ښودلې.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون پنجشنبه د ټاکنو د ځنډولو نظر مطرح کړ، هغه هم د دې لپاره چې په باور یې ممکن پوستي رایه ورکونه کې ( ډېرې درغلۍ) وشي.

په امریکا کې د کرونا وبا د خپرېدو له کبله ډېرو چارواکو وړاندیز کړی چې ولسمشریزو ټاکنو کې رایه باید د پوست له لارې وکارول شي.

ډونالډ ټرمپ پرون پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل، د امریکا په اوسني ټاکنیز سیستم کې د درغلۍ امکانات زیات دي.

ده ویلي، د پوستې له لارې د رایو کارونې سره به د دوی د ۲۰۲۰ کال ټاکنې په تاریخ کې غیر دقیق او له درغلیو ډکې وي چې امریکا ته به لوی شرم وي.

ټرمپ په دې ټویټ کې زیاته کړې، ټاکنې تر هغو وځنډوی چې خلک په مناسبه او خوندي توګه رایې ورکونې ته چمتو شي.

د امریکا په ټاکنو کې د ځنډ پرېکړه یوازې کانګرس کولای شي، خپله ولسمشر دا واک نه لري.

د امریکا راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې د نومبر میاشتې دریمې نېټې ته پلان شوي.

په امریکا کې د کرونا پېښو او له دې کبله د مړینې له زیاتوالي سره خلک د دې غوښتونکي دي چې دوی ته د پوست له لارې د رایې ورکونې زمینه برابره شي.

د امریکا لوی څارنوال ویلیام بار هم څو ورځې وړاندې د استازو جرګې یوې غونډې ته ویلي و چې د پوست له لارې رایه اچونه لوی خطر لري او ممکن لویې درغلۍ په کې وشي.

خو اسوشیتیدپریس خبري اژانس ویلي، تراوسه داسې دلایل نه دي وړاندې شوي چې وښيي، هغو ایالتونو کې پراخ فساد شوی چې پخوا په کې د پوست له لارې رایې اچول شوي دي.

د امریکا استازو جرګه کې د ډیموکراتانو واک چلېږي او داسې نه بریښي چې دوی دې د ټاکنو د ځنډ طرحه تایید کړي.

په امریکا کې له دې وړاندې هیڅکله هم ، حتی د کورنیو جګړو پر مهال یې د ټاکنو تاریخ نه دی ځنډېدلی.

جوبایډن
جوبایډن

ډیموکراتانو له هغې ډلې د ډونالډ ټرمپ ټاکنیز سیال جوبایډن د ټرمپ پر وړاندیزاندېښنه ښودلې.

رویټرز خبري اژانس ویلي، جیوبایډن په ټاکنو کې د ډونالډ ټرمپ د مداخلې مخنیوي ته تدابیر نیولي دي.

وروستیو نظر پوښتنو ښودلې چې ډونالډ ټرمپ د امریکا په اکثرو ایالتونو ، ان هغو کې چې تېر ځل په اسانه بریالی شوی و، اوس له جوبایډن نه شاته دی.

امریکا کې د ټاکنو د ځند پر سر نانندرۍ داسې مهال را ولاړې شوي چې دغتله کرونا ویروس څلور میلیونه او څلور لکه کسان نیولي او تراوسه څه باندې یو نیم لک امریکایان ترې مړه شوي دي.

دا د نړۍ په کچه تر ټولو لوړې شمېرې دي چې یو هېواد یې لري.

XS
SM
MD
LG