د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۳

ټرمپ د کرونا ناروغانو درملنې لپاره د ملاریا درملو د کارولو دفاع وکړه


د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ یو وار بیا د 'کووېډ-۱۹' ناروغانو د درملنې لپاره د ملاریا د درملو هایدروکسي کلوروکین له کارولو دفاع وکړه.

د امریکا ولسمشر په خپل ټویټر پاڼه د هایدروکسي کلوروکین په اړه وېډیوګانې شریکې کړې دي.

هایدروکسي کلوروکین په رسمي توګه د 'کووېډ-۱۹' ناروغانو د درملنې لپاره نه‌دی تجویز شوی او ان بې‌اعتباره هم ګڼل شوی.

خو ټرمپ چې پخوا یې هم د دې درملو د کارولو دفاع کړې پرون په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي چې احساس‌یې کړی دې درملو په لومړیو پړاونو کې کار ورکړی دی.

امریکايي او اروپايي کمپنۍ د کرونا ویروس د له‌منځه وړلو یا د 'کووېډ-۱۹' ناروغانو د درملنې لپاره ریمیدیسیور په نوم د درملو له جوړولو خبر ورکړی او په دې ډله کې د ځینو نورو درملو او واکسینونو د جوړولو په اړه د پرمختګونو اعلانونه شوي.

کرونا ویروس تېر ډسمبر د چین له ووهان ښاره ټولې نړۍ ته خور شو چې تر دې دمه د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې له ۱۶ نیمو میلیونو زیات انسانان پرې اخته شوي او له ډلې یې شااوخوا شپږ لک او ۶۰ زره کسان مړه شوي.

د هغو چې درملنه شوې شمېر ۱۰ نیم میلیونو ته رسېږي.

که څه هم په اروپا کې د دې ویروس اوج پای ته رسېدلی، خو په امریکا متحده ایالاتو، برازیل، هند او ځینو نورو هېوادونو کې یې بد حال جوړ کړی.

امریکا په ګرده نړۍ کې په کرونا ویروس زیات اخته خلک لري او تر ټولو زیات خلک‌یې هم مړه شوي.

هلته تر ننه څه باندې څلور میلیونه او درې نیم لکه خلک په کرونا اخته شوي چې له ډلې یې نږدې یو نیم لک کسان مړه شوي.

XS
SM
MD
LG