د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۳۰

د امریکا د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار په کرونا ویروس اخته شوی

د امریکا د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار رابرت اوبراین
د امریکا د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار رابرت اوبراین

د امریکا د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار رابرت اوبراین په کرونا ویروس اخته شوی دی .

دی د امریکا متحده ایالاتو تر ټولو لوړ پوړی چارواکی دی چې په کویډ ۱۹ ناروغۍ اخته شو.

سپیني ماڼۍ د جولای پر ۲۷ مه وویل چې ۵۴ کلن اوبراین د کرونا لږ علایم لري او له همدې کبله له یوه خوندي ځای څخه چې په کې قرنطین دی ،خپل کار کوي.

د سپینې ماڼۍ په اعلامیې کې ویل شوي چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ او مرستیال ولسمشر مایک پنس ته د دې ناروغي خطر متوجه نه دی.

اعلامیه زیاتوي د ملي امنیت شورا د سلاکار دنده به هم له کوم خنډ پرته دوام وکړي.

بلومبرګ د یوې سرچینې په حواله ویلي چې اوبراین یوه اونۍ له کاره لیرې و او په یوه کورني مراسمو کې تر ګډون وروسته په دې ویروس اخته شو.

په امریکا کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې تر څلور میلیونه او دوه سوه زره اوښتي دي او شاوخوا ۱۴۷ زره کسان ترې مړه شوي دي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG