د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۳

فېسبوک او ټویټر د ډونالد ټرمپ ځیني پوسټونه لیرې کړل


د امریکا ولسمشر ډونالد ترمپ
د امریکا ولسمشر ډونالد ترمپ

د خواله رسنیو دوو سترو کمپنیو فېسبوک او ټویټر د امریکا د ولسمشر پوسټونه په دې خاطر لیرې کړل چې د دوی په وینا د کرونا ویروس په اړه‌یې ناسم معلومات خپاره کړي او په دې برخه کې د پالېسیو خلاف دي.

دا لومړی ځل دی چې ټولنیزې شبکې د یوه ولسمشر پیغامونه له خپلو پاڼو لیرې کوي.

فېسبوک د ولسمشر ټرمپ له فېسبوک‌پاڼې هغه وېډیو لیرې کړه چې په هغې کې دی ادعا کوي چې ماشومان له کرونا ویروسه خوندي دي.

فېسبوک وايي، یوه کوچنۍ وېډیو یې چې له فاکس نیوز سره له مرکې یې رااخیستې وه، په دې خاطر لیرې کړه چې په هغې کې د 'کووېډ-۱۹' په اړه ناسم معلومات شامل وو، په غلطه ادعا شوې وه چې ماشومان له دې ویروس څخه خوندي دي.

ارشیف
ارشیف

دا لومړی ځل دی چې د خواله رسنیو سترې کمپنۍ د مقرراتو د سرغړونې په خاطر د یوه ولسمشر پوسټونه یا لیکنې لیرې کوي.

روغتیايي متخصصان وايي، ماشومان له کرونا ویروس څخه معافیت یا خوندیتوب نه‌لري، خو دا سمه ده چې تر لویانو د هغو ماشومانو په منځ کې د مړینو شمېر ډېر لږ دی چې په دې ویروس اخته شوي دي.

دوی دا هم وايي چې ماشومان او حتي تي‌خور کوچنیان هم په 'کووېډ-۱۹' اخته شوي دي.

ټویټر په موقتي ډول د ټرمپ د کمپاین رسمي اکاونټ یا پاڼه د ورته وېډیو د خپرېدو په خاطر بنده کړې ده او ویلي یې دي چې مخکې تر دې چې د بل ټویټ د خپرېدو اجازه ورکړي باید هماغه وېډیو ډېلېټ یا لیرې شي.

وروسته د ټرمپ د ټیم له لوري په یوه ټویټ کې وویل شول چې له پوښتنو سره مخامخ شوې وېډیو لیرې شوه.

د ولسمشر ټرمپ د کمپاین د ملي مطبوعاتي رئيس مرستیالې کورتني پاریلا د فېسبوک او ټویټر له لوري د ولسمشر د پوستونو لیرې کېدو ته په اشارې وویل، دا د ولسمشر په وړاندې د خواله رسنیو یو بل ناوړه بې‌پرې نمایش و چې مقررات یوازې پر یوې خوا عملي کوي.

دې همداراز ویلي، ولسمشر دا حقیقت ویلی چې په کرونا ویروس د ماشومانو د اخته کېدو چانس لږ دی. د ټولنیزو رسنیو کمپنۍ د حقایقو په اړه د قضاوت حق نه‌لري.

د فېسبوک او ټویټر نښې
د فېسبوک او ټویټر نښې

ټرمپ د ماشومانو د کرونا په اړه څرګندونې په داسې حال کې په یوه مرکه کې وکړې چې هڅه کوي په امریکا کې ښوونځي بېرته پرانیزي. د ښوونځیو پرانیستل به سبب شي چې د ماشومانو میندې او پلرونه کارونو ته لاړ شي.

ولسمشر ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خپله ادعا تکرار کړه چې کرونا ویروس پر ماشومانو لږ اغېز لري.

که احصائیو ته وګورئ تر یوه ځانګړي عمره ماشومان د مړینو او تلفاتو په حساب د کرونا په وړاندې تر ډېره خوندي ول، د دوی معافیتي سیستم ډېر پیاوړی دی.

XS
SM
MD
LG