د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۹

راپورونه: ایران د کرونا ویروس اړوند پېښو او مړینو معلومات پټ کړي


د ایران په روغتون کې په کرونا د اخته شوې مېرمن درملنه
د ایران په روغتون کې په کرونا د اخته شوې مېرمن درملنه

تازه راپورونه ښیي چې د ایران حکومت د کرونا ویروس اړوند پېښو او مړینو په اړه معلومات پټ کړي دي.

بي بي سي ته په دې وروستیو کې په دې اړه د یوې بې‌نومه سرچینې له‌خوا د ایران د حکومت شمېرې استول شوې دي.

دا نوې شمېرې ښیي د جولای تر ۲۰مي پورې په ایران کې د کرونا ویروس له کبله نږدې ۴۲ زره کسان مړه شوي دي.

د ایران د روغتیا وزارت دا شمېرې ۱۴ زره او ۴۰۵ ښودلې وې.

ایران یو له هغو هېوادونو دی چې د کرونا وبا د خپرېدو په لومړیو میاشتو کې یادې ناروغۍ ډېر ځپلی دی. له وړاندې هم د ایران پر حکومت انتقادونه کېدل چې رښتونې شمېرې پټوي.

XS
SM
MD
LG