د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۳

د مسکو مټروګانو کې ماسک او دستکشې نه‌کاروونکي جریمه کېږي


ارشیف
ارشیف

د مسکو پولیسو د هغو کسانو جریمه کول پیل کړي چې د ښار په مترو ګانو کې ماسک او دستکش نه‌اغوندي.

د روسیې پولیسو د ښار په عامه ټرانسپورت د اګسټ له لومړۍ نېټې څخه څارنې ډېرې کړې دي.

د روسیې تاس خبري اژانس د قانون د تنفیذ د یوې سرچینې په حواله دا راپور ورکړی دی.

په دغه هېواد کې د مې له ۱۲مې څخه په عامه ټرانسپورټ کې د ماسک او دستکشو اغوستل جبري شول.

د هغو کسانو لپاره چې له دې مقررې سرغړونه کوي ۵،۰۰۰ روبله چې د ۶۸ ډالرو معادل دي، جریمه ټاکل شوې.

د ورلډومېټرز د شمېرو له مخې په روسیه کې دا مهال څه باندې ۸۵۶ زره کسان په کرونا ویروس اخته شوي دي او له دې ناروغۍ څخه څه باندې ۱۴ زره او ۲۰۰ کسان مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG