د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۱

روسیه: د کرونا ضد واکسین تولید ښايي په نومبر میاشت کې پیل شي


د کرونا ویروس واکسین چې په روسیه کې جوړ شوی دی.
د کرونا ویروس واکسین چې په روسیه کې جوړ شوی دی.

هغه روسي محققان چې د کرونا ویروس ضد دوو کاندید واکسینونو څخه د یوه په جوړولو کې دخیل دي وايي، په نومبر میاشت کې د دې واکسین د تولید پلان د چارواکو د هغو ژمنو په اړه پوښتنې رابرسېره کړي چې غواړي په روسیه کې د دې واکسین تطبیق له تولید مخکې پیل کړي.

د دې واکسین د تأیید رسمي پروسه اوس‌مهال روانه ده. د روسیې د روغتیا وزیر پرون د اګسټ په لومړۍ نېټه اعلان وکړ چې د کرونا پر ضد واکسین د تطبیق پراخ کمپاین به په اکټوبر میاشت کې پیل شي.

د ویکتور د ویرولوژۍ او بایو ټکنالوژۍ د تحقیقاتو د دولتي مرکز رئیس رینات ماکیسوتوف نن یکشنبه وویل، د ده انسټټیوت د کرونا ضد واکسین تولید ښايي په نومبر میاشت کې پیل کړي.

نوموړي له روسیې-یو ټلوېزیون سره په مرکه کې وویل، پر هغو کسانو چې د خطر په ګروپونو کې دي د کرونا ضد واکسین تطبیق د روان کال په وروستیو او د نوي کال په پیل کې ممکن دی او له هغه وروسته بیا پر عامو خلکو هم د تطبیق وړ کېدای شي.

په روسیه کې په 'کووېډ-۱۹' د اخته کسانو شمېر شاوخوا اته نیم لکه ته رسېږي او د دې ناروغۍ له کبله تر اوسه له ۱۴ زرو زیات کسان مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG