د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۶

ټوله نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر تر ۱۸ میلیونو واوښت


د نړۍ په سطحه زیات کسان د امریکا په متحدو ایالتونو کې په کرونا ویروس اخته دي. 
د نړۍ په سطحه زیات کسان د امریکا په متحدو ایالتونو کې په کرونا ویروس اخته دي. 

په نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر تر ۱۸ میلیونو واوښت، له دې جملې تر ۱۱ میلیونو ډېر کسان روغ شوي او په دې ویروس د مړو شمېر هم ۶ لکه ۹۰زرو ته نږدې شوی دی.

که څه هم په یو شمېر هېوادونو کې دغه ویروس په کمېدو دی، ځینې نور هېوادونه چې دغه ویروس یې مهار کړی، د ویروس د بیا خپرېدو په اړه اندېښنه لري.

د امریکا متحد ایالتونه چې د نړۍ په سطحه کرونا ویروس سخت ځپلی وايي، دغه هېواد د کرونا ویروس له نوې مرحلې سره مخامخ دی، ځکه د کرونا ویروس پېښې لا هم د دغه هېواد په زیاتو برخو کې په زیاتېدو دي.

د نړۍ په سطحه زیات کسان د امریکا په متحدو ایالتونو کې په کرونا ویروس اخته دي.

د کرونا ویروس په وړاندې د مبارزې لپاره د سپینې ماڼۍ د کاري ډلې تنظیموونکې ډاکټرې دوبورا بیرکس وویل، امریکا د کرونا ویروس د مثبتو پېښو له نوې مرحلې سره مخامخ ده.

هغې ویلي: "هغه څه چې نن یې وینو، د مارچ او اپرېل میاشتو پرتله متفاوت دي. ځکه دغه وایروس هم په کلیوالو او هم په ښاري سیمو کې د پام وړ خپور شوی دی."

کرونا ویروس د امریکا د مرکزي برخې د لویدیځ په زیاتو برخو کې په خپرېدو دی، که څه هم د دغه هېواد په جنوب او لویدیځ کې چې کرونا وبا سخت ځپلي وو، ظاهراً دغه ویروس مهار شوی او له اپرېل میاشتې راهیسې چې ویروس په اوج کې و، د خلکو د اخته کېدو اندازه په کې کمه شوې ده.

کرونا ویروس چې لومړی د ۲۰۱۹میلادي کال په ډېسېمبر میاشت کې له چین څخه خپور شو، اوس یې د امریکا په متحدو ایالتونو کې ۴ میلیونه او شپږلکه شپېته زره کسان اخته کړي او په امریکا کې یېتر یو لک او ۵۵زرو ډېر کسان مړه کړي دي.

اوس په هغو هېوادونو کې هم په ډله ییز ډول په کرونا ویروس د خلکو د اخته کېدو راپورونه ورکړل شوي، چې د کرونا خپرېدل یې کنټرول کړي وو او اوس دغه هېوادونه مجبوره شوي بېرته د محدودیتونو لګولو ته مخه کړي.

د اسټرالیا زیات نفوس لرونکي ایالت ویکتوریا کې پرون یکشنبه د ناورین وضعیت اعلان شو او په ملبورن کې به د راتلونکو شپږو اوونیو لپاره د نورو اقداماتو تر څنګ پر ګرځېدو راګرځېدو محدودیت لګول کېږي.

په لاتینه امریکا کې د اګست تر لومړۍ نېټې پورې د مړو شمېر دوو لکو ته ورسېد او په دغه ځای کې د کرونا ویروس د ثبت شویو شمېر پنځو میلیونو ته رسېږي.

په سیمه کې تر ټولو زیات برازیل سخت ځپل شوی، چې د نړۍ په سطحه د کرونا ویروس د شمېر له اړخه د امریکا تر متحدو ایالتونو وروسته په دویم کتار کې راغلی دی، چې ۲ میلیونو او ۷ لکو ته رسېږي او د مړو شمېر په کې ۹۴۰۰۰ ته رسېدلی دی.

په کرونا ویروس د مړو د شمېر له اړخه مکسیکو په درېیم کتار کې راغلی، چې دغه شمېر په کې تر اووه څلوېښتو زرو زیات دی.

ایران کې کرونا ویروس ډېری ولایتونه ځپلي دي.
ایران کې کرونا ویروس ډېری ولایتونه ځپلي دي.

ایران هم چې د نږدې یوې میاشتې پر مهال په یوه ورځ په کرونا ویروس د خلکو د اخته کېدو زیاتې پېښې ثبت کړي، خبرداری ورکړی چې کرونا ویروس یې زیات ولایتونه ځپلي دي.

په ایران کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر تر ۳ لکه او ۶۰۰۰ زیات دی او په دې ویروس د مړو شمېر په کې ۱۷۰۰۰ ته رسېدلی دی، خو د بي بي سي فارسي څانګې پرون راپور ورکړی، چې د حکومت په ارقامو کې د مړو شمېر نږدې ۴۲۰۰۰ دی.

XS
SM
MD
LG