د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۹

د کرونا وبا خپرېدو سږ کال د حج مراسم سخت تر سیوري لاندې راوستي


ارشیف
ارشیف

نن د عرفې په ورځ د حج د مراسمو ګډونوال د عرفاتو غونډۍ ته ولاړل څو لمونځونه او دعاګانې وکړي.

نن پنجشنبه د ذوالحجه په نهمې باندې د حج د مراسمو ګډونوال په داسې حال کې عرفاتو غونډۍ ته ولاړل چې ماسکونه یې تړلي و او له یو بل سره یې واټن ساتلی و.

د اسوشیټيډ پرېس خبري اژانس راپور ورکوي پروسږ کال د حج د مراسمو دوه نیم میلیونه ګډونوال د عرفاتو غونډۍ ته تللي و خو سږ کال یې شمېر ډېر کم دی.

چې له هغه ځایه اسلام پرته ده د مکې مکرمې په ختیځ کې عرفاتو غونډۍ ده الوداع خطبه وکړه د حج پیغمبر په دې غونډۍ کې لمونځ او دعاګانې د حج یو اساسي رکن یاد شوی.

د افغانستان د حج او اوقافو وزارت سلاکار غلام الدین کلانتري د دې ورځې په اړه ازادي راډیو ته وویل: "د ماسپيښين او مازیګر لمونځ دلته په جماعت ویل کېږی. د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو خلک چې سږ کال یې شمېر متاسفانه کم دی تر لمانځه وروسته خپل ذکر او عبادت کوي او کله چې لمر ولویږي مزدلفې خوا ته روانیږي. یعنې د عرفې ورځ د لمر په لوېدو تمامیږي."

د دې ورځې په سبا به زیارت کوونکي شیطان په کاڼو ولي چې سږ کال د حج تنظیمونکو چارواکو د کاڼو پر ځای د شګو وړې کڅوړې جوړې کړي او د عفونت ضد مایع یې پرې وهلې څو د کرونا ویروس د خپرېدو خطر کم شي.

د سعودي چارواکو سږ کال د حج زیارت کوونکي معاینه کړي دي او تر هغې وروسته یې په مراسمو کې د ګډون اجازه ورکړې ده.

سږ کال په حج کې د ګډونوالو شمېر د زرو او لسو زرو کسانو تر منځ ښودل شوی.

په دې کې دوه په درېیمه برخه د هغو بهرنیو هېوادونو اتباع دي چې په سعودي کې اوسي یا کار کوي او درېیمه برخه یې د حج منتظمین، د سعودي چارواکي، روغتیاپالان او امنیتي ځواکونه دي.

له افغانستانه هم سږ کال دېرشو زرو کسانو حج ته نوملیکنه کړې وه خو د حج او اوقافو وزارت په وینا له دې ډلې څوک حج ته نه‌دي تللي او راتلونکو کلونو ته به تنظیم شي.

ارشیف
ارشیف

د اسوشیټیډ پرېس اژانس د راپور له مخې د زیارت کوونکو د استوګنې او خوړو ټول مصارف د سعودي دولت ورکوي.

حاجیانو ته خواړه په بستو کې وړل کېږي او د هغوی د ښې څارنې لپاره د هر زیارت کوونکي په لاس الکترونیکي بند تړل شوی څو که کوم څوک ناروغ وي ژر وپېژندل شي او له نورو جلا کړای شي.

د سعودي چارواکو له کله چې د کرونا وبا خپره شوه د عمرې ټول مراسم لغوه کړل او د حج تر مراسمو مخکې یې په کعبه کې منظمې ګردې لیکي وایستلي څو حجاج له یو بل فاصله ولري.

په سعودي عربستان کې څه باندې دوه لکه او دوه اویا زره کسان په کرونا ویروس اخته شوي چې له ډلې یې څه باندې دوه زره او اته سوه کسان مړه شوي.

په دې منځ کې د دوه لکه او اته ویشت زرو درملنه شوې او له دې چې لا هم یو څلوېښت زره کسان ناروغي لري دولت په خورا احتیاط ټول کارونه مخته وړي.

دا لومړی وار نه‌دی چې د حج مراسم په کم شمېر ترسره کېږي.

د تاریخي روایتونو له مخې د حج مراسم شااوخوا څلوېښت واره پخوا هم ځنډیدلي یا کمو خلکو په کې ګډون کړی دی. پخوا اکثر د مراسمو د ځنډېدو عوامل په نړۍ کې د لوږې راتلل او د بېلابېلو وباګانو خپرېدل بلل شوي دي.

XS
SM
MD
LG