د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۶

د لوی اختر په درشل کې خلکو ته د روغتیا او حج او اوقافو وزارتونو خبرداری


ارشیف
ارشیف

د افغانستان روغتیایي چارواکي او دیني مراجع د لوی اختر په درشل کې خلکو ته خبرداری ورکوي چې روغتیایي لارښوونو ته پام وکړي، ځکه چې د کرونا ویروس له امله لاهم په هېواد کې وضعیت کړکېچن دی.

د افغانستان روغتیا وزارت وایي، د کوچني اختر تېروتنې باید تکرار نه‌شي چې خلکو بندیزونو ته پاملرنه ونه‌کړه.

سبا اختر دی او له تېرو څو ورځو راهیسې په پلازمېنه کابل او یو شمېر نورو ښارونو کې بیروبار زیات شوی دی او خلک روغتیایي فاصلې لکه څرنګه چې ښایي نه‌مراعاتوي.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وایي، د اختر په ورځو کې باید خلک تګ راتګ کم کړي او هغو ځایونو ته چې بیروبار دی، ورنه‌شي.

د دې وزارت ویاند اکمل سمسور ازادي راډیو ته وویل چې د کرونا ویروس له امله لاهم وضعیت بحراني دی او غوره ده چې خلک اختر په کورونو کې پاتې شي او په ځانګړي ډول مشرانو ته پاملرنه زیاته کړي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند اکمل سمسور
د عامې روغتیا وزارت ویاند اکمل سمسور

هغه زیاته کړه: "کله چې د کور له مشرانو سره یا له هغو کسانو سره د اختر په ورځو کې مخامخېږو چې داسې ناروغۍ لري لکه شکر یا فشار ډېره هڅه باید وکړو چې هغوی ته نږدې نه‌شو چې دا وژونکی ویروس هغوی ته انتقال نه‌کړو."

ښاغلي سمسور زیاته کړه، کومه تېروتنه چې د کوچني اختر په ورځو کې وشوه او لارښوونو ته پاملرنه ونه‌شوه، روغتونونه له ناروغانو ډک شول او دا تجربه باید دا ځل په لوی اختر کې خلک تکرار نه‌کړي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند په وینا تر کوچني اختر دوه اوونۍ وروسته چې کوم معاینات د کرونا لپاره کېدل له ۶۰ تر ۷۰ فیصدو پورې مثبت وو او د ورځې له ۷۰۰ تر ۸۰۰ کسان په 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ اخته کېدل، حتی یوه ورځ د مثبتو پېښو شمېر نږدې زرو ته ورسېد.

ارشیف
ارشیف

کوم معاینات چې اوس کېږي نږدې پنځه ویشت په سلو کې یې مثبت وي.

د افغانستان د عامه روغتیا وزارت په وینا چې اوس د کرونا بحران په هېواد کې باثباته دی او هره ورځ مثبتې پېښې کمیږي.

بل لور ته د افغانستان د حج او اوقافو وزارت مسلکي مرستیال امین‌الدین مظفري هم له خلکو غواړي چې روغتیایي لارښوونو ته د اختر په ورځو کې پاملرنه وکړي. دی وایي، سږ کال حج او لوی اختر یو مخ ځانګړي شرایط لري چې ساری یې نه‌لیدل کېږي او خلک باید د اختر مبارکۍ په وخت نه یوه بل ته لاس وراوږد کړي او نه غېږ پرانیزي.

ده وویل: "اول باید هڅه وکړو چې تجمعاتو ته ولاړ نه‌شو او کله چې تجمعاتو ته ځو لکه د اختر لمانځه ته، هلته باید ټول وقایوي تدابیر پلي کړو لکه د فاصلې رعایت، له ماسکه استفاده او یوه بل ته لاس نه‌ورکول او روغبړ باید په ژبه وي نه په لاس او په غېږه."

د هرات جومات
د هرات جومات

ښاغلي مظفري زیاته کړه چې د قرباني په وخت هم باید خلک روغتیايي لارښوونو ته پام وکړي او قصابان هم ماسک وتړي او هم دستکشې په لاس کړي.

د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې تر اوسه په افغانستان کې ۳۶ زره ۴۷۱ کسان په کرونا ویروس اخته شوي چې له دې ډلې یو زر ۲۷۱ کسان مړه شوي او ۲۵ زره ۳۹۸ نوي تنه جور شوي دي.

XS
SM
MD
LG