د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۴

افغانستان کې د 'کووېډ-۱۹' ناروغانو رسمي شمېر له ۳۶ زرو واوښت


ارشیف، په کرونا ویروس اخته شوې مېرمن
ارشیف، په کرونا ویروس اخته شوې مېرمن

په افغانستان کې د 'کووېډ-۱۹' ناروغانو رسمي شمېر چې روغتیا وزارت‌یې خپروي، له ۳۶ زرو واوښت.

روغتيا وزارت وايي، يوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۰۵ نوې مثبتې پېښې ثبت شوي.

د دې وزارت له‌خوا رسنيو ته استول شوې معلوماتي پاڼه کې ويل شوې چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱ کس مړ او ۱۶۰ نور بېرته روغ شوي.

له تازه ثبت شويو پېښو سره په ټول هېواد کې د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ له امله د مړو رسمي شمېر ۱،۲۷۰ ته ورسېد او شااوخوا ۲۵ زره کسان له دې ناروغۍ بېرته روغ شوي.

خو ویل کېږي، ښايي د کرونا ویروس مثبتې پېښې او د مړو اصلي شمېر ښايي تر دې زیات وي.

XS
SM
MD
LG