د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۲۳

د بلاروس ولسمشر: پرته له بستر کېدو له کرونا ویروس نه روغ شوم

د بیله روس ولسمشر الکساندر لوکاشینکا
د بیله روس ولسمشر الکساندر لوکاشینکا

د بلاروس ولسمشر وايي، دی پرته له بستر کېدو له کرونا ویروسه روغ شو.

الکساندر لوکاشینکا وویل د کرونا ویروس معاینات‌یې مثبته نتیجه ورکړه، خو ده د ویروس هېڅ نښې نه‌درلودې.

۶۵ کلن لوکاشینکا د سې شنبې په ورځ د جولای په ۲۸مه نېټه د کورنیو چارو وزارت افسرانو ته د وینا پر مهال ستړی ښکارېده او غږ یې دړه کوله.

بلاروس د کرونا ویروس ۶۷،۳۶۶ مثبتې پېښې ثبت کړې دي چې له دغو ۵۴۳ کسان مړه شوي دي، خو لوکاشینکا په علني توګه ویلي چې د دې ناروغۍ خطر نه‌شته او د وبا بېره‌یې ذهني ناروغي بللې.

لوکاشینکا د اګسټ په نهمه د ولسمشريزو انتخاباتو لپاره کمپاین کوي.

دی په دې وروستیو کې د خپلو سیاسي مخالفانو له انتقاد سره مخامخ شوی چې ګواکي حکومت‌یې د کرونا ویروس وبا ته په ښه توګه غبرګون نه‌دی ښودلی.

لوکاشینکا له تېرو ۲۶ کلونو راهیسې په بلاروس کې په قدرت کې دی.

This item is part of
XS
SM
MD
LG