د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۵

کرونا ویروس، قرنطین او افغانستان ته‌یې اقتصادي زیانونه


ارشیف
ارشیف

د افغانستان اقتصاد وزارت د دغه هېواد د اقتصادي رکود په اړه د 'یو.اېن.ډي.پي' د وړاندوینې په غبرګون کې وايي چې د 'کووېډ-۱۹' او قرنطین له امله به افغانستان په ۲۰۲۰ کال کې له څلور فیصده زیات اقتصادي رکود ولري.

د 'کووېډ-۱۹' له امله وضعه شوي قرنطین د نړۍ د نورو هېوادونو په شان د افغانستان اقتصاد هم سخت ځپلی، د بې‌کارۍ کچه‌یې لوړه کړې او افغانان‌یې له بد اقتصادي وضعیت سره مخ کړي.

د اقتصاد وزارت ویاند سهراب بهمن ازادي راډیو ته وویل چې په همدې کال کې به د بې‌کارۍ کچه حتی تر ۶۷ پورې لوړه شي.

هغه زیاته کړه: "اقتصادي رشد په ښه وضعیت کې نه‌دی، ۲۰۲۰ د نورې نړۍ په څېر د افغانستان لپاره ښه اقتصادي کال نه‌و، زموږ وړاندوینه ښيي چې افغانستان به څلور په سلو کې یا له هغه زیات اقتصادي رکود ولري."

سهراب بهمن
سهراب بهمن

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام دفتر یا 'یو.اېن.ډي.پي' په وړاندوینه کې راغلي و چې افغانستان به روان کال په سلو کې ۹ سلنه اقتصادي رکود ولري.

دا په داسې حال کې ده چې د کرونا ویروس له خپراوي مخکې وړاندوینه کېده چې روان میلادي کال به افغانستان په سلو کې ۳ سلنه اقتصادي رشد ولري.

بل‌خوا نړیوال بانک په یو راپور کې ویلي چې افغانستان کې به د کرونا ویروس او له امله‌یې په وضعه شوي قرنطین کې د ۲۰۲۰ کال تر پایه به د بې‌کارۍ کچه ۷۲ ته لوړه شي.

د دغه بانک په راپور کې راغلي چې په ۲۰۱۷ کال کې په افغانستان کې ۵۵ سلنه افغانانو د بې‌وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کاوه چې دا کچه به په روان کال کې ۷۲ ته لوړه شي.

ولسمشر محمد اشرف غني بیا نږدې دوه اوونۍ وړاندې د "ملي دسترخوان" د پروګرام په پرانیست غونډه کې ویلي و چې ۹۰ په سلو کې افغانان د بې‌وزلۍ تر کرښې لاندې د ورځني دوه ډالرو څخه په کم عاید کې ژوند کوي.

محمد اشرف غني
محمد اشرف غني

د افغانستان د اقتصاد وزارت وايي، هره اداره ځان ته د شمېرو او د معلوماتو راټولولو بېلابېلې ځانګړنې لري، خو د اقتصادي رکود په اړه هغه وړاندوینه چې د اقتصاد وزارت کړې، دقیقه او په کره شمېرو او ارقامو ولاړه ده.

په ورته وخت کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال یونس مومند، که څه هم کره معلومات نه‌ورکوي، خو وايي چې د قرنطین په څلورو میاشتو کې افغان سوداګرو ته سلګونه میلیونه ډالره زیان اوښتی.

هغه زیاته کړه: "د کرونا ویروس له امله قرنطین افغان سوداګرو او پانګه‌والو ته زیات زیان اړولی، په تېرو څلور میاشتو کې له نورو زیانونو سربېره په سلګونه میلیونه ډالره د ډیمریج له امله سوداګرو ته زیان اوښتی."

یونس مومند
یونس مومند

د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت بیا وايي، روان کال تر دې دمه‌یې یوزاې ۳۰۰ میلیونه ډالره صادرات درلودل چې د تېر کال په پرتله کم و.

د دغه وزارت ویاند جواد دبیر وايي چې دمګړۍ د افغانستان ټول صادراتي بندورنه خلاص دي او د مېوو فصل هم دی چې ورسره به په صادارتو کې هم زیاتوالی راشي.

د اقتصادي همکارۍ د پرمختیا سازمان راپور ورکړی چې د کرونا ویروس له امله د نړۍ په کچه بیا ناخالص عاید شپږ فیصده راټیت شوي چې په تېرې یوه پېړۍ کې یې ساری نه‌دی لیدل شوی.

XS
SM
MD
LG