د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۲

پلازمېنه کابل، ۲۱مه پېړۍ او په ۲۴ ساعتونو کې ۲ ساعته برېښنا


ارشیف
ارشیف

له تېرو درې ورځو راهیسې په کابل کې د برېښنا پرچاوۍ د خلکو ستونزې زیاتې او دوی یې اندېښمن کړي دي.

کابل مېشتي وايي، د ژوند څرخ‌یې پر برېښنا چورلي، خو په دې وروستیو کې په ۲۴ ساعتونو کې یوازې ۲ ساعته برېښنا لري.

که څه هم د افغانستان حکومت ژمنه کړې وه چې په کور دننه به د برښنا د تولید ظرفیت لوړوي، خو له دې ژمنو د ۵ کلونو په تېرېدلو سره بیا هم کورنی تولید یوازې ۲۰ سلنه دی.

کابل مېشتي وايي، ټول کار روزګار او کورنۍ چارې یې په برېښنا څرخي، خو وروستیو درې شپې ورځې یې په ساعتونه ساعتونه له نعمت محروم دي.

د دوی په خبره، د کرونا ویروس له کبله‌یې زده‌کړې هم انلاین وې، خو بې‌برېښنايي له دې هم بې‌برخې کړل.

ارشیف
ارشیف

دوه تنه کابل مېشتي نور سید او جاوېد وايي: "درې څلور ورځې کېږي چې برښنا نه‌لرو، ګرمي زیاته ده، له حکومت غواړو چې برېښنا مو بېرته راجوړه کړي."

"د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله موږ ونه‌شو کولای چې مخامخ زده‌کړې وکړو، خو دوه ورځې کېږي چې هغه هم راڅخه پاتې دي، ځکه چې برقونه نه‌شته."

د افغانستان برښنا شرکت بیا وايي، د ستونزې اصلي ریښه د تاجکستان له‌خوا پر دوی د برېښنا پرې کېدل دي.

د دې شرکت ویاند وحیدالله توحیدي د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د زمري ۰۷» ازادي راډیو ته وویل، تاجکستان دوی ته اوس‌مهال له ۴۰۰ مېګاواټ برېښنا څخه یوازې ۴۰ مېګاواټه ورکوي چې یوازې د بغلان ولایت لپاره بسنه کوي.

خو د ښاغلي توحیدي له قوله، دوی له ازبکستان سره خبرې کړي چې ژر یوه بدیله لار پیدا کړي.

هغه زیاته کړه: "ازبکستان یو څه وخت غوښتی، څو موږ ته ۲۴ ساعته ۴۰۰ مېګاواټ برېښنا راکړي، خو د اوس لپاره ۲۵۰ مېګاواټ د ورځې او د شپې له‌خوا ۴۰۰ مېګاواټ برېښنا راکوي."

د افغانستان برښنا شرکت
د افغانستان برښنا شرکت

په افغانستان کې د انرژۍ د تولید او د اوبو د مدیریت کارپوهان وايي، دا هېواد د اوبو، هوا او لمر څخه د ګټې په صورت کې، د ۳۱۰ زره مېګاواټ برښنا د تولید ظرفیت لري، خو اوس‌مهال د خپلې اړتیا یوازې ۲۰ سلنه تولیدوي.

د چارو پوهان وايي، افغانستان اوس‌مهال ۱۱ زره مېګاواټ برېښنا ته اړتیا لري.

ولسمشر غني د ۱۳۹۵ کال په کب میاشت کې ژمنه وکړه چې راتلونکی کال به افغانستان د تېرو ۱۰۰ کلونو په پرتله زیاته برېښنا تولید کړي، خو له دې ژمنې د ۵ کلونو تېرېدو وروسته، کورنی تولید د نغلو بند د ځینو توربینونو د رغېدو وروسته، یوازې ۶۰ مېګاواټ زیات شوی دی.

که څه هم پر حکومت په کور دننه د انرژۍ د تولید لپاره د برنامو په نشتوالي نیوکه کېږی، خو حکومت بیا د بودجې کمی او د بهرنیو پانګه‌‌والو کمه لېوالتیا د دې ستونزې د نه‌حل مهم دلایل په ګوته کوي.

XS
SM
MD
LG