د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۹

اروپايي هېوادونو کې د کرونا ویروس پېښې په زیاتېدو دي


فرانسه کې په کرونا ویروس اخته ناروغ
فرانسه کې په کرونا ویروس اخته ناروغ

په داسې حال کې چې په نړۍ کې په 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ د اخته کسانو شمېر له ۱۶ میلیونو او د مړو شمېر له ۶۴۶ زرو اوښتی دی په اروپايي هېوادونو کې د دې ناروغۍ پېښې په زیاتېدو دي.

له دې سره جوختې دا اندېښنې هم زیاتې شوي چې د کرونا د مخنیوي لپاره له څه نا څه پرمختګونو سره سره ښايي د دې ویروس نوې څپه په خپرېدو وي.

بل‌خوا په اسپانیا کې د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ د پېښو له زیاتېدو وروسته بریتانیا تېره شپه اعلان وکړ چې له دې هېواده راستنېدونکي سیلانیان به د دوو اوونیو په مخه قرنطین کېږي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر دومینیک راب نن د جولای په ۲۶مه له سکای نیوز سره په خبرو کې وویل، موږ تل له خپلو خلکو بخښنې نه‌شو غوښتی، بلکې باید چټک او قاطع اقدام وکړو.

اټکل کېږي چې د بریتانیا پرېکړه به د اسپانیا د تورېزم صنعت چې د دې هېواد د عوایدو مهمه برخه ده، زیانمن کړي.

فرانسې هم د اسپانیا شمال ختیځې کاتالونیا سیمې ته چې چارواکو یې خلکو ته په کورونو کې د پاتې کېدو سپارښتنه کړې، د سفر خبرداری ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG