د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۳

نړۍ کې د کرونا ویروس مثبتو پېښو او مړینو شمېر بیا په ډېرېدو دی


ارشیف
ارشیف

په نړۍ کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو او مړینو شمېر یو ځل بیا په ډېرېدو دی. دې وضعیت نه‌یوازې دا چې ډېر هېوادونه بیا دې ته اړ کړي چې د دې ویروس د لا خپرېدو د مخنیوي لپاره بیا سخت مقررات ولګوي، بلکې دې مسئلې ته‌یې هم د چارواکو پام وراړولی چې د دې ویروس مخنیوی څومره ستونزمن کار دی.

  • چین

چین چې د اپرېل په میاشت کې یې د کرونا ویروس د سرایت مخه تر ډېره ډب کړې وه، په وروستیو کې هره ورځ د دې ویروس د نویو مثبتو پېښو د زیاتوالي خبر ورکوي.

چین کې یو ورزشي لوبغالی چې په کرونا ویروس اخته ناروغانو لپاره ورڅخه روغتون جوړ شوی.
چین کې یو ورزشي لوبغالی چې په کرونا ویروس اخته ناروغانو لپاره ورڅخه روغتون جوړ شوی.

د چین په لوېدیځ شنجن ولایت کې د کرونا ۶۱ نوې پېښې ثبت شوي. چارواکو په دې او څنګ‌لورو، لیاونینګ اوجیلین ولایتونو کې د کرونا د مشکوکو پېښو پراخ ټسټونه پیل کړي دي. د شنجن په مرکز اورومچي کې چې د کرونا ویروس د نویو پېښو د سرایت مرکز ګڼل کېږي، ډېرې سیمې بشپړ قرنطین شوي دي.

په چین کې چې د لومړي ځل لپاره په تېره ډسمبر میاشت کې په‌کې د کورنا ویروس پیدا شو، تېره میاشت په سلګونه د کرونا مثبتې پېښې ثبت شوي او په زرګونه کسان چې د کرونا شک پرې شوی، تر څارنې لاندې دي.

  • اروپايي هېوادونه

د اسپانیا، فرانسې او جرمني په ګډون د اروپا په یو شمېر هېوادونو کې هم وضعیت مخ په خرابېدو دی.

اسپانیا کې بیا د کرونا نوې پیښې زیاتې شوي او چارواکي یې اړ کړي چې د مخنیوي لپاره‌یې نوي مقررات وضع کړي. اسپانیا ته عموماً په دوبي کې ډېر سیلانیان ورځي.

اسپانیا کې روغتیايي کارکوونکي په کرونا ویروس د یوه اخته ناروغ د مړي د لېږدولو پر مهال.
اسپانیا کې روغتیايي کارکوونکي په کرونا ویروس د یوه اخته ناروغ د مړي د لېږدولو پر مهال.

نور اروپایي هیوادونه پر خپلو هغو وګړو چې دې هېواد ته د سیاحت لپاره ورغلي او اوس بېرته خپلو کورونو ته ستنېږي، د سفر محدودیتونه لګوي.

په جرمني کې چې د نورو اروپایي هېوادونو خلاف د کرونا وبا د خپرېدو مخه‌یې تر ډېره ډب کړې وه، په یوه مورد کې د کرنې په یوه فارم کې چې د هنګري، رومانیا، بلغاریا او اوکراین د وګړو په شمول ډېر بهرني کارګران په‌کې کار کوي ۱۷۴ کسان پر کرونا اخته شوي دي.

  • امریکا

د امریکا په متحده ایالاتو کې چې د نړۍ تر ټولو سخت کرونا ځپلی هېواد دی او پر 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ نږدې څلور میلیونه او ۲۰۰ زره کسان اخته شوي، هم د دې نښې نه‌لیدل کېږي چې د دغه ویروس د خپرېدو مخه به نږدې راتلونکي کې ونیول شي.

امریکا کې په کرونا ویروس اخته ناروغ روغتون ته د لېږدولو پر مهال
امریکا کې په کرونا ویروس اخته ناروغ روغتون ته د لېږدولو پر مهال

په وروستیو پنځو ورځو کې په دې هېواد کې د ورځې په متوسط ډول د کرونا له امله له زرو زیاتو کسانو مړینه ثبت شوې او په دې موده کې د ورځې په متوسط ډول ۶۸ زره د دغه ویروس نوې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

فلوریدا، تکزاس، کالیفورنیا او ارېزونا چې تر نورو ډېر کرونا ځپلي ایالتونه بلل کېږي، په‌کې ډېر اقتصادي فعالیتونه په ټپه درول شوي او د ماسک کارول په ډېرو سیمو کې اجباري شوي دي.

اسلامي هېوادونه

په اسلامي هیوادونو کې چې د لوی اختر لپاره چمتووالی نیول کېږي، چارواکي په پام کې لري چې د کرونا وبا د خپرېدو د مخنیوي لپاره نوي بندیزونه اعلان کړي.

د عراق حکومت ویلي چې د جولای له ۳۰مې، د راتلونکې پنجشنبې له ورځې به په ټول هېواد کې د ۱۰ ورځو په مخه ګرځبندیز ولګوي.

پاکستان کې روغتیایي چارواکو خلکو ته خبرداری ورکړی چې که د اختر په شپو ورځو کې له ټولنیز واټن او نورو روغتیایي سپارښتنو څخه سرغړونه وکړي، د کرونا ویروس نوې پېښې به په چټکۍ زیاتې شي.

پاکستان کې روغتیايي کارکوونکي په کرونا ویروس د یوه اخته ناروغ د مړي د لېږدولو پر مهال.
پاکستان کې روغتیايي کارکوونکي په کرونا ویروس د یوه اخته ناروغ د مړي د لېږدولو پر مهال.

سعودي عربستان له مخکې د سږني حج مراسم ډېر محدود کړي او د نورو اسلامي هېوادونو وګړي یې دې هېواد ته د حج په مراسمو کې د ګډون لپاره له ورتلو منع کړي دي.

د افغانستان په ګډون یو شمېر نور اسلامي هېوادونه هم په پام کې لري چې د لوی اختر په شپو او ورځو کې نوي مقررات او بندیزونه اعلان کړي.

XS
SM
MD
LG