د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۳

هسپانیه کې د کویډ۱۹دویمې احتمالي څپې خپرېدو اندېښنې رامنځته کړي


بارسلونا، ساراګوزا او لېآدا د هسپانیې درې لویې سیمې دي چې د راپورونو په اساس په کې د کویډ۱۹ نوې څپه خپره شوې.
بارسلونا، ساراګوزا او لېآدا د هسپانیې درې لویې سیمې دي چې د راپورونو په اساس په کې د کویډ۱۹ نوې څپه خپره شوې.

هسپانوي چارواکو په دغه هېواد کې د کرونا ویروس د دویمې احتمالي څپې د خپرېدو په اړه اندېښنه ښودلې.

هسپانیې د کویډ۱۹ ناروغۍ په لومړۍ څپه کې نږدې اته ویشت نیم زره خلک له لاسه ورکړل او دا دی په دغه هېواد کې د دویمې څپې د راتلو وېره هم ورځ په ورځ زیاتېږي.

دغه هېواد ته چې په ګرده اروپا کې یې شپني کلبونه، ساحلونه او تفریحي سیمې بې جوړې بلل کېږي د هوا په تودېدو او د قرنطیني شرایطو په کمېدو یو وار بیا سیلانیان ورمات شوي.

ورسره په ځینو سیمو کې د کرونا ویروس د نویو پېښو راپورونه ثبت شوي.

بارسلونا، ساراګوزا او لېآدا د هسپانیې درې لویې سیمې دي چې د راپورونو په اساس په کې د کویډ۱۹ نوې څپه خپره شوې.

په دغو سیمو کې یوه میاشت مخکې وضعه عادي ښودل شوې وه خو اوس بېرته په کې قرنطین وضع شوی دی.

هسپانیه کې جمعه او شنبه څه باندې دوه زره نوې پېښې ثبت شوي دي.

د محدودیتونو په کمېدو د هسپانیې تفریحي او ساحلي سیمو ته د سیلانیانو ورتګ زیات شوی.
د محدودیتونو په کمېدو د هسپانیې تفریحي او ساحلي سیمو ته د سیلانیانو ورتګ زیات شوی.

نویو قضیو او د کرونا د دویمې څپې ګواښونو ته په کتو یو شمېر نورو اروپايي هېوادونو له هسپانیې سره په تګ راتګ بندیزونه اعلان کړي.

بریتانیا له پرونه هسپانیه د کرونا ویروس له ګواښه د ډکو هېوادونو لېسټ ته ور اچولې او هغه کسان چې بېرته ورستنېږي باید دوه اوونۍ قرنطین تېر کړي.

فرانسې او بلجیم خپلو اتباعو ته اعلان کړی چې د هسپانیې بارسلونا او ځینو نورو سیمو ته له سفره ډډه وکړي.

اخوا ناروې له خلکو غوښتي چې د هسپانیې او پرتګال ځینو سویلي ټاپوګانو او سیمو ته دې سفر نه کوي.

هسپانوي چارواکي سره له دې چې په هېواد کې یې ځینې سیمې د کرونا ویروس د دویمې څپې له ګواښه قرنطین شوي بیا هم په دې لټه کې دي چې بهرني هېوادونه د محدودیتونو لرې کولو ته وهڅوي.

د بهرنیو چارو وزیرې ارانچا ګونزالیز لیا ویلي له اروپايي حکومتونو او بریتانیا سره خبرې کوي چې له هسپانیې سره د تګ راتګ محدودیتونه لرې کړي.

لیا زیاته کړه: "هسپانیه خوندي ده، د هسپانویانو او د ټولو سیلانیانو لپاره خوندي ده، موږ له اروپایي حکومتونو سره خبرې کوو چې د ارامۍ او مسئولیت پیغام ورسوو د بریتانیا له حکومت سره هم چې د هسپانیې لپاره یې ځینې قرنطیني شرایط وضع کړي خبرې کوو."

د هسپانیې د بهرنیو چارو وزیرې زیاته کړه بریتانیې د هسپانیې په هغو سیم هم محدودیت لګولی چې ان له بریتانیا یې هم وضعه ښه ده او پېښې په کې کمې ثبت شوي.

ارانچا ګونزالیز لیا
ارانچا ګونزالیز لیا

هسپانیه د اروپا یو له هغو هېوادونو ده چې په کې ډېر خلک د کرونا له لاسه مړه شول او وضعه دومره بده بلل شوې وه چې د ځینو مړیو راجستر هم پاتې و.

دا هېواد به د اروپايي ټولنې د مرستو او پورونو له بستې هم برخمنېږي څو وکولای شي خپل مخ په ځوړ اقتصادي حالت چې د کرونا ویروس محدودیتونو ځپلی په پښو ودروي.

د روغتیا نړیوال سازمان د هسپانیې څانګې راپور ورکړی چې په دغه هېواد کې تر یکشنبې څه باندې ۲۷۲ زره کسان په کرونا ویروس اخته شوي.

اخوا د ورلډ میټرس انفو ویبپاڼې بیا په هسپانیه کې په کرونا ویروس د اخته خلکو شمېر څه باندې ۳۱۹ زره یاد کړی دی او له دې ډلې نږدې اته ویشت نیم زره کسان مړه دي.

په ټوله نړۍ کې بیا د کویډ۱۹ مثبتو پېښو شمېر له شپاړسو میلیونو اوښتی او د مړو شمېر نږدې ۶۴۷ زرو ته رسېږي.

له دې ډلې نږدې لس میلیونه ښه شوي هم دي.

XS
SM
MD
LG