د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۷

امریکا او ځینو اروپايي هېوادونو کې د کرونا ویروس پېښې بیا زیاتې شوي


جرمني هم یو له اروپايي هېوادونو دی چې په کې د کرونا ویروس پېښې زیاتې شوي دي.
جرمني هم یو له اروپايي هېوادونو دی چې په کې د کرونا ویروس پېښې زیاتې شوي دي.

په یو شمېر اروپایي هېوادونو کې د کرونا ویروس د نویو پېښو له زیاتېدا سره داسې اندېښنې زیاتې شوي چې هغه کمزوری پرمختګ به چې د دغه ویروس د خپراوي د مخنیوي په برخه کې په دې وروستیو کې شوی و، بېرته په چټکۍ بدل او د پېښو د زیاتېدو څپه پیل شي.

د فرانسې د روغتیا وزیر اولیور ویرا نن په یوه مرکه کې وویل چې له دیارلسو اونیو وروسته چې د کرونا مثبتې پېښې کمې شوې وې، چارواکي په وروستیو ورځو کې پرکرونا ویروس د اخته کېدو په نویو پېښو کې د پام وړ زیاتوالی له نژدې څاري.

په فرانسه کې چي د کویډ۱۹ ناروغۍ له امله له دېرش زرو زیات کسان مړه شوي، پرله پسې دوهمه ورځ د ورځې په متوسط ډول د کرونا نوې پېښې له زرو اوښتي دي.

اولیو ویرا
اولیو ویرا

چارواکي وایي، د نویو پېښو زیاتېدا ته په پام داسې ښکاري چې وضعیت هغسې دی چې د مې په میاشت کې د بندیزونو له نرمښت سره رامنځته شوی و.

د دې لپاره چې د دغه ویروس خپرېدل سم وڅارل شي، چارواکي له نسخې پرته په وړیا توګه د خلکو د کویډ۱۹ ټېسټونه کوي.

په جرمني کې هم د کرونا مثبتې زیاتې شوي، خو په دې هېواد کې د کرونا د پېښو زیاتوالی، عمومي نه بلکه په سلو کې څه باندې ۶۰ یې په دوو ایالتونو پورې تړلی دی.

د جرمني د روغتیا وزیر ینس شپان وویل، د کرونا د ویروس د مثبتو پېښو د زیاتوالي علت دا دی چې سفرونه زیات شوي، ډېر خلک له مشخصو ځایونو لکه د بالکان له لویدیځې برخې او ترکیې څخه بېرته خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.

هسپانیا هم هڅه کوي چې د کرونا ویروس د پېښو د زیاتېدا مخه ونیسي او د لا خپراوي د مخنیوي لپاره یې نوي اقدامات کړي دي.

په دې هېواد کې د پېښو زیاتوالي نور اروپایي هېوادونه دې ته اړ کړي چې پر خپلو اتباعو چې له دې هېواده له تفریح بېرته ورستنېږي، د سفرکولو محدودیتونه ولګوي.

هسپانیا په اروپا کې تر ټولو ډېره کرونا وبا ځپلې وه چې د پېښو شمېر یې ۲۹۰ زره او ترې د مړیو شویو شمېر یې له ۲۸ زرو اوښتی.

دې هېواد د کرونا ویروس د خپراوي د مخنیوي لپاره سخت بندیزونه لګولي وو خو د اوړي په سرکې یې په تدریجي ډول لیرې کړل.

یونان چې په دوبي کې ډېر سیلانیان ورمات وي، په ورځ کې شاوخوا لس نوې پېښې په کې ثبتېږي او دا هېواد د هغو سیلانیانو مخه نیسي چې له ځان سره دې هېواد ته د دغه ویروس د لېږدولو خطریې زیات وي.

یونان اعلان کړی چې هغه کسان چې له بلغاریا او رومانیا څخه ورځي باید د کرونا ویروس د منفي ټېسټ سند له ځان سره ولري.

د نړۍ په نورو برخو کې هم د کرونا پېښې په زیاتېدو دي.

د جان هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخکې په ټوله نړۍ کې پر کرونا د اخته شویو کسانو شمېر له ۱۶ میلیون او ترې د مړو شویو شمېر نژدې شپږ نیم سوه زره کسانو ته رسېدلی دی.

په متحدو ایالتونو کې د کرونا وبا له امله پرله پسې پنځمه ورځ د ثبت شویو مړینو شمېر په ورځ کې له زرو اوړي او ډېرې مړینې هم د دې هېواد په جنوب او لویدیځ کې ثبت شوي.

فلوریډا، ټکزاس، کلیفورنیا او اریزونا د امریکا ترټولو زیات کرونا ځپلي ایالتونه بلل کېږي.
فلوریډا، ټکزاس، کلیفورنیا او اریزونا د امریکا ترټولو زیات کرونا ځپلي ایالتونه بلل کېږي.

په تېرو پنځو ورځو کې بیا د مړینو تر څنګ د کرونا د مثبتو پېښو شمېر هم زیات شوی او د دې مودې لپاره یې شمېر په متوسط ډول د ورځې شاوخوا ۶۸ زرو ته رسېږي.

په دې سره په دې هېواد کې د ټولو مثبتو شمېر نژدې څلور میلیون او دوه سوه زرو ته رسېدلی دی.

په متحدو ایالتونو کې د مړینې د کچې دغې زیاتېدا ته پام د دې وېره شته چې راتلونکو اونیو کې به د مړینو شمېر چې اوس له ۱۴۶ زرو اوړي، د پام وړ زیات شي.

فلوریډا، ټکزاس، کلیفورنیا او اریزونا د امریکا ترټولو زیات کرونا ځپلي ایالتونه بلل کېږي.

په متحدو ایالتونو کې د کرونا ویروس د پېښو زیاتېدا د دې سبب شوې چې ډېر اقتصادي فعالیتونه ودرول شي یا وځنډول شي او ډېرو ځایونو کې هم د ماسک اغوستل اجباري شي.

له متحدو ایالتونو وروسته په لاتینه امریکا کې برازیل د کرونا وبا له امله د نړۍ ډېر ځپل شوی دوهم هېواد دی او د مثبتو پېښو شمېر یې نژدې دوه میلیون او څلورو لکو او ترې د مړو شویو شمېر یې له ۶۸ زرو اوړي.

په ټوله کې په لاتینه امریکا کې له څلورو میلیونو زیات کسان پر کرونا ویروس اخته شوي او له ۱۶۰ زرو ډېر هم ترې مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG