د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۲

امریکا کې په هر ساعت کې له ۲،۶۰۰ زیات کسان په کرونا ویروس اخته کېږي


امریکا کې په کرونا ویروس اخته ناروغ د درملنې پر مهال
امریکا کې په کرونا ویروس اخته ناروغ د درملنې پر مهال

په امریکا کې په 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ د اخته کسانو شمېر له ۴۰ لکو واوښت. دا نوې شمېرې چې د پنجشنبې په ورځ اعلان شوې ښيي چې په متحده ایالاتو کې دا ناروغي په څومره چټکۍ سره د خپرېدو په حال کې ده.

په دغه هېواد کې په 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ د اخته کسانو شمېر په ۹۸ ورځو کې یو میلیون ته ورسېد، خو د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې چې د پنجشنبې په ورځ د جولای په ۲۳مه اعلان شوې، د 'کووېډ-۱۹' ناروغانو شمېر یوازې په ۱۶ ورځو کې له درې میلیون څخه څلور میلیونو ته لوړ شو.

په امریکا کې د کرونا ویروس لومړنۍ مثبته پېښه د جنوري په لومړۍ نېټه ثبت شوه خو اوس‌مهال په منځني ډول په هر ساعت کې له ۲،۶۰۰ زیات کسان په دې ناروغۍ اخته کېږي چې په نړۍ کې ساری نه‌لري.

امریکا کې د 'کووېډ-۱۹' ناروغانو شمېر یوازې په ۱۶ ورځو کې له درې میلیون څخه څلور میلیونو ته لوړ شو.
امریکا کې د 'کووېډ-۱۹' ناروغانو شمېر یوازې په ۱۶ ورځو کې له درې میلیون څخه څلور میلیونو ته لوړ شو.

په امریکا کې د کرونا وبا لومړنی مرکز نیویارک و، خو اوس‌یې عمده مرکز په جنوب او لوېدیځ کې دی او فدرال او ایالتي چارواکي پر دې لانجه کوي چې د دې ناروغۍ مخه په څه ډول ونیسي.

یوه مسئله چې دا چارواکي نه پرې سلا کېږي دا هم ده چې څنګه او کله د دې ویروس د مخنیوي په مقصد لګول شوي ټولنیز او اقتصادي محدودیتونه لیرې شي.

همداراز د ماسک د جبري کولو مسئله چې نور هېوادونه او د امریکا حکومت خپل روغتیايي کارپوهان‌یې سپارښتنه کوي هم سخته سیاسي شوې ده، په تېره یو شمېر والیان‌یې سخت پر وړاندې مقاومت کوي.

ولسمشر ډونالد ټرمپ چې د انتخاباتو په درشل کې یې په خلکو کې د محبوبیت کچه د روغتیايي بحران له کبله راټیټه شوې، ډېر وخت د ماسک له اغوستو ډډه کوله، خو په روانه اوونۍ کې یې له خلکو وغوښتل چې ماسک واغوندي.

د ماسک په کارولو د ډونالد ټرمپ ټینګار
د ماسک په کارولو د ډونالد ټرمپ ټینګار

که څه هم ټرمپ په دې برخه کې کوم رسمي فرمان نه‌دی ورکړی، خو د روغتیا وزارت مرستیال بریت ګیرویر 'Brett Giroir' پرون پنجشنبه د جولای په ۲۳مه د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ د مخنیوي په برخه کې د ماسک د اهمیت یادونه وکړه.

یوه بله لانجمنه مسئله دا ده چې په راروانه اګسټ میاشت کې ښوونځي بیا پیل شي که نه، په داسې حال کې چې داسې اندېښنې شته چې که ښوونځي په بشپړ ډول پرانیستل شي، نو ښايي د کرونا موارد بیا زیات شي.

ولسمشر ټرمپ کرونا ته په لومړیو پړاوونو کې لږ اهمیت ورکړ او د دې وبا د مخنیوي لپاره د پالېسیو د جوړولو اختیار یې ایالتونو ته پرېښود. په انتخاباتو کې د ټرمپ سیال ډیموکرات جوبایډن دا ستراتېژي مسخره کړه. ښاغلي بایډن له پخواني ولسمشر بارک اوباما سره په یو بحث کې چې دواړو په خپلو کې ټولنیز واټن ساتلی و او پرون پر ټولنیزو شبکو خپور شو وویل، څنګه امکان لري چې سړی دې د هېواد ولسمشر وي او ودې وايي چې دا زما مسؤلیت نه‌دی.

ارشیف، بارک اوباما او جوبایډن
ارشیف، بارک اوباما او جوبایډن

د بایډن اشاره د ولسمشر ټرمپ هغو څرګندونو ته وه چې په مارچ میاشت کې یې د کرونا د معاینو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې زه په دې برخه کې قطعاً مسؤلیت نه‌منم.

اوباما چې بایډن‌یې مرستیال و، په ځواب کې وویل، دا ډول خبرې هغه مهال چې زه ولسمشر وم، زموږ له خولو نه‌راوتلې.

XS
SM
MD
LG