د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۳

د کویډ۱۹ ضد واکسین جوړولو شرکتونه خپلې موندنې د امریکا کانګرس سره شریکوي


د کرونا ویروس د واکسین د جوړولو لپاره زیات شمېر کمپنۍ په کار لګیا دي.
د کرونا ویروس د واکسین د جوړولو لپاره زیات شمېر کمپنۍ په کار لګیا دي.

د هغو پینځو شرکتونو استازي به چې د کرونا ویروس پر ضد واکسین جوړوي، د امریکا د کانګرس یوې کمېټې ته د خپلو څېړنو په اړه معلومات ورکړي.

دا خبر نن د جولاي په ۲۱مه رویټرز اژانس خپور کړی دی.

د کانګرس د استازو جرګې د انرژۍ او سودګرۍ کمېټې د پنجشنبې په ورځ ویلي و چې د پنځو امریکايي کمپنیو (جانسن انډ جانسن، مډرنا، مرک انډکو، اسټرازینیکا، فیزرانک) استازي به د خپلو څېړنو او پرمختګونو په اړه نن معلومات ورکړي.

دې کمېټې ویلي و چې د کانګرس غړي اود امریکا خلک په دې ډول کولای شي چې د کرونا ویروس ضد واکسین په اړه له څېړنو او پرمختګونو خبر شي او له معتبرو سرچینو معلومات تر لاسه کړي.

د کرونا ویروس د واکسین د جوړولو لپاره زیات شمېر کمپنۍ په کار لګیا دي.

د امریکا متحدو ایالاتو تر اوسه میلیاردونه ډالر د یوه واکسین د تولید لپاره لګولي او یو شمېر کمپنیو ته یې مالي مرسته کړي څو د واکسین جوړولو کار چټک شي.

د یادو کمپنیو استازي به د کانګرس کمېټې ته نن په دې اړه هم معلومات ورکړي چې که واکسین جوړ شي، د څومره تولید لپاره تیاري لري اود واکسین د وېش بهیر به څرنګه ترسره کېږي.

د رويټرز خبري اژانس په راپور کې ویل شوي چې یوې کمپنۍ هم په دې اړه چې نن به دقیقاً څه معلومات د کانګرس کمېټې ته وړاندې کوي، ځواب نه دی ویلي.

روغتیايي څارونکي په دې باور دي چې په بشپړ ډول د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره یوه یا څو واکسیونونو ته اړتیا ده.

کرونا ویروس په انسانانو کې د کویډ ۱۹ ناروغي پيدا کوي چې وژونکي ده.

له دې کبله په ټوله نړۍ کې تر ۶۰۰ زره زیات کسان مړه شوي دي.

په نړۍ کې نږدې ۱۴ اعشاریه ۶ میلیونه وګړي په کرونا ویروس اخته شوي دي.

د روغتیا د نړیوال سازمان د بېړنیو پروګرامونو مشر مایکل راین پرون په جینوا کې خبري غونډې ته وویل: "دا یوه ښه خبر دی، موږ د کویډ ۱۹ ناروغۍ پر ضد ۲۳کاندید واکسینونه لرو چې په کلینیکي پرمختیايي پړاو کې دي، نن یو بل واکسین هم د کلینکي تحقیق په پړاو کې دی، لرو چې معلومات یې موجود دی."

په همدې غونډه کې د روغتیا د نړیوال سازمان مشر ټدروس اډهانوم ګبریوسیس د نړۍ پر سیاسي مشرانو غږ وکړ چې د واکسین پر جوړولو باور وکړي.

ټدروس اډهانوم ګبریوسیس
ټدروس اډهانوم ګبریوسیس

د کرونا ویروس پر ضد درې واکسینونه تر نورو په مخکې کلینیکي پړاونو کې دي او ډېر اغېزمن موندل شوي چې د اکسفورډ پوهنتون یو واکسین هم په کې دی چې په ابتدايي ازموینو کې لیدل شوي چې مصئون دی او ښه نتیجه یې ورکړې ده.

د واکسین د ابتدايي ازموینې چې د انسانانو پر یوې ډلې شوې، پایلې پرون اعلان شوې.

خو باید ولیدل چې هغه واکسینونه چې په ابتدايي پړاونو کې موثر ثابت شوی په انسانانو کې د اوږدې مودې معافیت رامنځته کولای شي او مصئون دی.

د اکسفورډ پوهنتون کارپوهانو په یوه راپور کې چې په (لانسیت) طبي ژورنال کې خپور شوی، ویلي چې هغه واکسین چې دوي جوړ کړی او انسانانو ته پيچکاري شوی د مقاومت د پیدا کېدو سبب شوی او هېڅ ډول ځانګړي جانبي عوارض يې نه دي پیدا کړي.

هغه جانبي عوارض یا کوم عکس العمل چې په ازمویل شوو خلکو کې پیدا شوی د سر درد او ستړیا ده.

د واکسین دا ازموینه د خلکو پر ۱۰۰۰ کسیزه ډله چې د اتلس او پنځه پيځوس کلونو تر منځ عمر لري، شوې ده.

پر ازمویل شویو کسانو لیدل شوې چې حتی تر واکسین دوې میاشتې وروسته یې هم مصئونیت درلود.

واکسین په دې کسانو کې د کرونا ویروس پر ضد داسې انټي باید تولید کړې چې د ویروس مخنیوي کولای شي چې د انسان حجرې ککړې کړي.

دې واکسین همداراز دانسان په وینه کې د سپینو کرویاتو ټي حجرې چې د ویروس پر ضد مبارزه کوي، قوي کړې دي.

څارونکو دا واکسين ( ChAdOx1 nCoV-19) نومولی دی.

XS
SM
MD
LG