د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۷

اروپايي هېوادونو او امریکا کې د کویډ ۱۹ مثبتې پېښې په زیاتېدو دي


آرشیف
آرشیف

د هغو اروپايي هېوادونو شمېر په زیاتېدو دی، چې د کرونا ویروس مثبتې پېښې په کې په لوړېدو ښکاري.

اندېښنې شته چې دا مسئله ښايي یو وار د اقتصادي محدودیتونو د لګولو سبب شي.

بلخوا د امریکا په متحدو ایالتونو کې هم د کرونا ویروس د تایید شویو پېښو شمېر تر څلورو میلیونو واوښت، چې دا د نړۍ تر بل هر هېواد لوړ شمېر دی.

په اپرېل میاشت کې د امریکا په متحدو ایالتونو کې د ورځې په اوسط ډول د مړینو شمېر ۲۰۰۰ ته هم رسېدلی او په ټوله کې په دغه هېواد کې په کرونا ویروس د مړو شمېر تر یولک او ۴۴زرو واوښت.

د کرونا وبا د دې سبب شوه، چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دویم وار لپاره د جمهوریت غوښتونکي ګوند لویه انتخاباتي غونډه لغوه کړي.

ده تمه درلوده چې په دغو لویو غونډو کې د بیا ټاکل کېدو لپاره کمپاین وکړي.

XS
SM
MD
LG