د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۷

افغانستان کې د کویډ۱۹ ناروغۍ د معایناتو ظرفیت لوړېږي


ارشیف
ارشیف

په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان وايي هڅه کوي د روغتیا وزارت په همکارۍ په هېواد کې د کویډ۱۹ ناروغۍ د معایناتو ظرفیت زیاتولو ته دوام ورکړي.

دغه سازمان پرون جمعه په خپله ټویټر پاڼه کې د نړیوال بانک او ځینو نورو مرستندویو ادارو مننه کړې چې په دې برخه کې مالي مرسته کوي.

په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې په کابل، بدخشان، دایکنډي، بامیان، فاریاب او هلمند کې په وروستیو کې د لابراتوار ۲۴ کارکوونکو خپلې روزنیزې دورې بشپړې کړې دي.

د روغتیا وزارت وايي تر پرون جمعه په هېواد کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې شپږدیرشو زرو ته نږدې شوي او په دې وایروس د مړو شمېر هم تر ۱۲۰۰ زیات دی.

په دې لړ کې تر ۲۴زرو او ۵۰۰ ډېر کسان روغ شوي دي.

XS
SM
MD
LG