د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۱

د روغتیا او حج وزارتونو غوښتنه: اختر کې له راشې درشې ډډه وکړئ


ارشیف، یو شمېر کابل ښاریان د اختر لپاره د چمتووالي پر مهال
ارشیف، یو شمېر کابل ښاریان د اختر لپاره د چمتووالي پر مهال

د افغانستان عامې روغتیا او حج او اوقافو وزارتونو په ګډه له خلکو وغوښتل چې د کورونا ویروس د مخنیوي لپاره په لوی اختر کې له راشې درشې ډډه وکړي.

دوی وایي، تېر اختر کې خلکو د دوی سپارښتنې له پامه وغورځولې چې ورسره یو دم ټول روغتونونه د کرونا ویروس په ناروغانو ډک شول.

د حج او اوقافو سرپرست وزیر عبدالحکیم منیب وایي، خلکو ته د دوی دا پيغام د نړۍ د سترو دیني عالمانو د فتواو پر بنسټ جوړ شوی دی.

ښاغلي منیب وویل: "موږ باید د راروان اختر په شپو ورځو کې له ډېر نږدېوالي او جمعي ناستو نه ډډه وکړو، د لمانځه پر مهال باید فاصلې مراعات کړو او ماسک وتړو، موږ او تاسو د دې شاهدان یو چې روژه او اختر کې اکثره خلک په کرونا اخته شوو، وجه‌یې بې‌پروایي وه."

د عامې روغتیا سرپرست احمد جواد عثماني وویل، له معایناتو او د ناروغانو له مراجعې ورته ښکاره شوې چې د دغه ویروس خپرېدل کم شوي، خو وایي لا هم دغه هېواد له دې کړکېچه نه‌دی وتلی.

نوموړي له خلکو وغوښتل چې اختر کې ماسکونه وتړي، په غېږې له روغبړه ډډه وکړي، ټولنیز واټن وساتي او لاسونه ژر ژر ووینځي.

XS
SM
MD
LG