د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۰

د روغتیا نړیوال سازمان: ښايي د کرونا ویروس وبا تر اوږدې مودې پاتې شي


ارشیف، یو روغتیايي کارکوونکی
ارشیف، یو روغتیايي کارکوونکی

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) وايي، ښايي د کرونا ویروس وبا د اوږدې مودې لپاره پاتې شي.

که څه هم په ګڼو هېوادونو کې د کرونا ویروس د پېښو کمېدو راپورونه ورکړل شوي، په ځینو نورو هغو کې د دې وبا د بیا راستنېدو وېره کېږي.

د روغتیا نړیوال سازمان اضطراري کمېټې پرون شنبه دا ارزونه په داسې کې خپره کړه چې تر دې یوه ورځ مخکې یې د شپږ میاشتني بحران د ارزونې په اړه غونډه وکړه.

د روغتیا نړیوال سازمان رئیس تدروس ادهانوم ګبریاسوس وویل، په نړۍ کې به د کرونا وبا اغېزې د اوږدمهالې مودې لپاره محسوسې وي.

د ګبریاسوس په وینا، کرونا وبا چې د دې پېړۍ له عمده روغتیايي بحرانونو ګڼل کېږي، اغېزې به‌یې د څو لسیزو لپاره احساس شي.

تدروس ادهانوم ګبریاسوس
تدروس ادهانوم ګبریاسوس

د کرونا ویروس یا 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ د خپرېدو له کبله د هېوادونو اقتصادونه له رکود سره مخامخ او په لسګونه ملیونه کسان وزګاره شوي دي.

د امریکا متحده ایالاتو د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې په نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر تر ۱۷ میلیونو او اتو لکو اوښتی، خو له دې جملې تر ۱۱ ملیونو ډېر کسان روغ شوي، دغه‌راز په کرونا ویروس په نړۍ کې د مړو شمېر تر ۶ لکه او ۸۵ زرو زیات شوی دی.

د نړۍ په سطحه زیات کسان د امریکا په متحده ایالاتو کې په کرونا ویروس اخته شوي چې شمېر یې تر څلورو میلیونو او شپږو لکو اوښتی او د مړو شمېر په‌کې تر یو لک او ۵۴ زرو زیات شوی دی.

امریکا کې په کرونا ویروس اخته ناروغ روغتون ته د لېږدولو پر مهال
امریکا کې په کرونا ویروس اخته ناروغ روغتون ته د لېږدولو پر مهال

که څه هم ځینو ایالتونو د کار و بارونو د بیا پرانیستلو مخه نیولې ده، خو د کرونا ویروس د خپرېدو د کموالي یا مخنیوي نښه نه په‌کې لیدل کېږي.

په جنوبي افریقا کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې تر پنځو لکو واوښتې او د مړو شمېر هم په‌کې تر ۸ زرو او ۱۵۳ زیات شوی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان تېره اوونۍ خبرداری ورکړی و، ښايي د افریقا په ټوله لویه وچه کې اقتصاد چې تر ډېره پر صنعت ولاړ دی، زیانمن شي.

په دې لویه وچه کې روغتیايي سیستم کمزوری دی او په لیرې پرتو سیمو کې د جسمي فاصلې رعایتول تقریباً ناممکن ښکاري.

جنوبي افریقا چې د وګړو شمېر یې ۵۸ میلیونو ته رسېږي، په نړۍ کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو له مخې په پنځم کتار کې راغلې ده.

جنوبي افریقا کې ډاکتران په کرونا ویروس د اخته ناروغ د درملنې پر مهال.
جنوبي افریقا کې ډاکتران په کرونا ویروس د اخته ناروغ د درملنې پر مهال.

په سر کې د امریکا متحده ایالات، ورپسې برازیل، بیا روسیه او هندوستان دی چې د دغو ټولو هېوادونو د وګړو شمېر زیات ګڼل کېږي.

XS
SM
MD
LG