د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۷

ملګري ملتونه: کویډ۱۹ ښايي نړۍ کې د لا ډېرې لوږې او فقر لامل شي


آرشیف
آرشیف

د ملګرو ملتونو سازمان خبرداری ورکړی چې د کرونا ویروس نړیواله وبا ښایې په نړۍ کې د لا ډېرې لوږې او فقر لامل شي.

د ملګرو ملتونو سازمان دا خبره د لوږې او بېوزلۍ په اړه په خپل کلني راپور کې چې د دوشنبې په ورځ خپور شو، کړې ده.

د ملګرو ملتونو سازمان وایي، د کرونا وبا ښایې په نړۍ کې څه باندې ۱۳۰ میلیونه کسان له بېوزلۍ سره مخامخ کړي.

په دې راپور کې چې د یاد سازمان پنځو ادارو کار ورباندې کړی دی، راغلي چې د نړیوال اقتصادي اړخه لومړنۍ وړاندوینې ښیې چې د کرونا وبا به ۸۶ میلیونه نور کسان له بېوزلۍ او لوږي سره مخامخ کړي.

د دغه راپور له مخې تېر کال نژدې ۶۹۰ میلیونه کسان چې د نړۍ تقریباً ۹ سلنه نفوس جوړوي، لوږۍ او خوارځواکۍ ځپلي وو.

د دې راپور سره هم مهاله د روغتیا نړیوال سازمان د دوشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې په نژدې وخت کې عادي ژوند ته بېرته ګرځېدل شونی نه ښکاري، ځکه ډېری هېوادونو د کرونا ویروس پر وړاندې سم اجراات نه دي کړي.

د روغتیا نړیوال سازمان د یکشنبه په ورځ اعلان وکړ چې که خلک یو د بل تر منځ فزیکي واټن مراعات نه کړي، د لاسونو پرلپسې پرېمینځل او ماسک اغوستل له پامه وغورځوي، دا ساري ناروغي ورځ تر بلې لا بدتره کېږي.

دغه سازمان وایي، په ورځ کې تر ۲۳۰ زره کسان په نړۍ کې په کرونا ویروس اخته کېږي.

ټدروس اډهانوم ګیبریسوس
ټدروس اډهانوم ګیبریسوس

د دې سازمان مشر ټدروس اډهانوم ګیبریسوس خبرداری ورکړی، ځینو هغو هېوادونو چې قرنطین او د کرونا ویروس له کبله لګول شوي محدودیتونه یې کم کړي دي، اوس د دې ویروس د بېرته راګرځېدو شاهد دي.

هغه زیاته کړه، په زغرده ویلی شي چې په نژدې راتلونکي کې د عادي ژوند بېرته پیلول به ممکن نه وي.

د امریکا د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې دا مهال په نړۍ کې تر ۱۳ میلیونه ډېر کسان په کرونا ویروس اخته شوي دي او څه باندې ۵۷۳ زره کسان له دې ناروغۍ څخه مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG