د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۳

ملګري ملتونه: مافیايي ډلې بې روزګاره ځوانان د نشه يي موادو د قاچاقو لپاره استخداموي


ارشیف
ارشیف

ملګري ملتونه وايي چې قاچاق کوونکو او تراهګرو ډلو هغه ځوانان د نشه يي موادو د قاچاقو لپاره استخداموي چې د قرنطین له امله بې روزګاره شوي دي.

د ملګرو ملتونو څېړنې ښيي چې، د نړۍ په هرو سلو کې (۷۷) ځوانان په غير رسمي کارونو بوخت دي او د ورځنيو مزدورانو په ډول کار کوي چې ډېری يې د کرونا او قرنطین له امله بې کاره شوي دي.

د نړيوال بانک د سروې له مخې د دې ځوانانو د بې روزګارۍ په نتيجه کې په نړۍ کې له (۷۱) څخه نيولې بيا تر سلو ميليونو پورې خلک له فقر او بېوزلۍ سره لاس او ګرېوان دي.

د ملګرو ملتونو له نشه یي موادو سره د مبارزې ادارې مشرې مېرمن ګاډا ويلي له ترهګرۍ سره د مبارزې د لمانځنې کنفرانس ته په خبرو کې وويل چې، د نشه يي موادو قاچاق کوونکي ډلې د ځوانانو له بې روزګارۍ څخه ناوړه اقتصادي ګټه اخلي او هغوی د نشه يي موادو د قاچاقو لپاره په کار ګوماري.

هغه زیاتوي: "تر کوويد نولس ناروغۍ وروسته به نړۍ ډېره بېوزله وي، تر کرونا وروسته به پر اقتصادي وده باندې ډېرې ناوړه اغېزې وشي، سولې او امنيت ته به تهديد پېښ کړي، له ترهګرۍ سره د ګډې مبارزې په لاره کې به خنډونه جوړ کړي. ترهګر د نشه يي موادو د قاچاقو او نورو ناروا لارو څخه پيسې ترلاسه کوي. د دې لپاره چې تر کرونا وروسته نړۍ له ترهګرۍ څخه وژغورو، دې ته اړتيا ده چې د جګړې ليکو ته د ترهګرو ډلو له خوا د ځوانانو د جلب او جذب مخه ونیسو او د ترهګرۍ مالي سرچينې وچې کړو. يو، اين، او، ډي سي، د دې کار لپاره په بېلابېلو غړو هېوادونو کې روزونکي یا ټرينران استخدام کړي چې په افغانستان کې د هيرويينو د قاچاقو مخه ونیسي او په دې هېواد کې د تراهګرۍ مخه ډب کړي."

ملګري ملتونه له دولتونو څخه غواړي چې تر قرنطین وروسته پر کار موندنه باندې تمرکز وکړي او په دې ډول ځوانان د مافیايي ډلو له چل او فريب څخه راوګرځوي، ځکه د انسانانو قاچاقي ډلې د نشه يي موادو له قاچاق کوونکو سره په ګډه له ځوانانو څخه د نشه يي موادو د قاچاقو لپاره ناوړه استفاده کوي.

په افغانستان کې هم د کرنتین له امله بې کاري ډېره شوې ده، خو د افغانستان حکومت تر اوسه پورې د بې کارۍ په اړه هيڅ ډول رسمي شمېرې نه دي خپرې کړي.

نظامي کارپوه اسدالله نديم وايي چې، که په افغانستان کې د نشه يي موادو د کښت، توليد، قاچاقو، بېکارۍ او بېوزلۍ لوړ ګراف ته وګورو، د نشه يي موادو د قاچاقو مافيايي ډلې په اسانۍ سره کولای شي چې ځوانان د نشه يي موادو د توليد او قاچاقو لپاره استخدام کړي.

هغه زیاتوي: " په افغانستان کې د نشه یي موادو کاروبار ډیر دی، خو زما په نظر تر اوسه د دی ډلو له لوری د ځوانانو جلب و جذب د پام وړ نه دی. که چیری د کرنتین موده تر دی هم وغځول شي، نو زمینه به ورته برابره شي، ځکه ښونځی او پوهنتونونه بند دی او اکثریت کارونه هم په ټپه ولاړ دی، ځکه د بیکاری کچه ډیره اوچته ده."

د افغانستان په لویو ښارونو کې د کرونا او قرنطین له پيل سره سم جرمونه ډېر شوي دي، آن دا چې د کورنيو چارو وزارت په کابل کې داسې اعلانونه خپروي او له عامو خلکو څخه غواړي چې د مجرمينو په نیولو کې له حکومت سره همکاري وکړي.

-----------------------

راپور: مرسلین ارسلا

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:01 0:00
مستقیم لېنک


XS
SM
MD
LG