د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۹

طبي ډاکتران: د معتاد مور او پلار اولادونه په اسانۍ په نشو اخته کېدای شي


ارشیف، په نشه‌یي موادو یوه اخته مېرمن او لور یې په یوه دروغتیايي مرکز کې د درملنې پر مهال.
ارشیف، په نشه‌یي موادو یوه اخته مېرمن او لور یې په یوه دروغتیايي مرکز کې د درملنې پر مهال.

په نشو باندې د ډېری اخته ماشومانو میندې او پلرونه معتادین دي.

طبي ډاکتران وايي چې د کورنۍ د غړو په تېره بيا د مور او پلار اعتیاد د دې لامل کېږي چې د هغوی ماشومان هم په نشو اخته شي، ډاکتران وايي که مور او پلار له نشو لاس وانه‌خلي، نو د معتادو ماشومانو درملنه مؤثره او ګټوره نتیجه نه‌لري.

معتاد ماشومان هم د لویو معتادینو غوندې ۴۵ ورځې په روغتیايي مرکز کې بستري وي.

په کابل کې په یوه روغتیايي مرکز کې له بستر ماشومانو څخه يوه هم ۱۳ کلنه نرګس ده، دا وايي چې مور او پلار یې نشه‌یان دي، هغوی به د دې او وروڼو په مخ کې نشې کولې، د نشه‌يي موادو دود به په ټول کور کې خپور شو، ځکه نو دوی هم په نشو باندې ورسره اخته شول.

نرګس زیاتوي: "مور او پلار مې نشه‌یان دي، کله چې به دوی نشه کوله، سر به راباندې وګرځېد او له کوره به ووتمه، زه ډېره خفه کېدمه چې ولې مې مور او پلار نشه کوي؟ یوه خور مې معلوله ده، کله چې د هغې حالت ته ګورمه، ډېره خفه کېږمه."

ارشیف، په نشه‌یي توکو دوه اخته مېرمنې په یوه روغتیايي مرکز کې د درملنې پر مهال.
ارشیف، په نشه‌یي توکو دوه اخته مېرمنې په یوه روغتیايي مرکز کې د درملنې پر مهال.

طبي ډاکتران وايي چې په نشو باندې د اخته میندو او پلرونو ماشومان ډېر ژر په نشو باندې اخته کېږي.

په کابل کې د ښځو او ماشومانو د سل بستریز مرکز مسؤله ښایسته حکیم وايي، د ډېری معتادو ماشومانو درملنه له مور او پلار سره یوځای کېږي، ځکه چې ماشومان د نشې پرېښودلو په بېلابېلو پړاوونو کې خپلو میندو ته اړتیا لري.

ښایسته حکیم وايي: "یو شمیر ماشومان له مور او پلار څخه مستقیم او نور یې بیا غیر مستقیم معتاد شوي دي. هغه ماشومان چې په مستقیم ډول معتاد شوي دي له مور او پلار سره یوځای بستري کېږي او د مور او پلار غوندې یې درملنه کېږي. دوی ۱۵ ورځې له خپلو میندو سره يوځای تداوي کېږي."

د نرګس مور مروه هم د نشې پرېښودلو لپاره په دې روغتیايي مرکز کې بستر ده. دا وايي چې له مېړه سره‌یې یوځای د اولادونو په مخ کې نشه کوله، همدا نشه د دې لامل شوه چې نرګس او دوه زامن‌يې هم په نشو اخته شي.

مېرمن مروه زیاتوي: " په خپلو اولادونو ډېره ځورېږمه، له ځان سره وایمه چې زه ولې روغه نه‌یمه چې خپل ماشومان وساتمه او د نورو خلکو غوندې ارام ژوند ولرمه. اوس مې هم ماشومان او هم زه په دې ناروغۍ باندې اخته يمه، ځان ته چې ګورمه له ژوند څخه ناهیلې شمه او له ځان سره وایمه چې کاش یوازې زه معتاده وی، خو اولادونه مې جوړ وی."

ارشیف، یوه معتاده مېرمن
ارشیف، یوه معتاده مېرمن

په دغه روغتیايي مرکز کې معتادو ماشومانو د زهر ایستلو پړاو تېر کړی او د بیا رغونې په دوهم پړاو کې دي، دوی د ښې راتلونکې په هيله دغه مرکز کې زده‌کړه هم کوي.

د دې ماشومانو استاده نیلوفر وايي چې دوی د لیک او لوست ترڅنګ د هغوی رواني درملنه هم کوي.

استاد نیلوفر وايي: "موږ دا ماشومان درې نیمې بجې رخصتوو، درس‌یې ختمېږي او بيا له خپلو میندو سره وي، کله چې سهار اته بجې وړکتون خلاص شي بېرته خپلو درسونو ته راځي. له بده مرغه چې له ډېری ماشومانو سره‌یې خپلې میندې د مور په شان مینه نه‌کوي."

ارشیف، په یوه روغتیايي مرکز کې د معتادو ښځو ټولګی
ارشیف، په یوه روغتیايي مرکز کې د معتادو ښځو ټولګی

په راتلونکو څو ورځو کې به نرګس او د هغې مور له دې روغتون څخه رخصت شي، خو د نشه‌يي موادو د درملنې د برخې رواني مشاورین وايي که میندې او پلرونه له نشو څخه لاس وانه‌خلي، نو ډېر امکان شته چې ماشومان‌یې بېرته په نشو باندې اخته شي، ځکه چې ماشومان د خپلو میندو او پلرونو پر لاره ځي او په هر کار کې د هغوی تقلید کوي.

د دغه راپور د غږیزې بڼې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00
مستقیم لېنک

راپور: فرید حلیمي

XS
SM
MD
LG