د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۴۶

د بشري حقونو کمېسیون: اعتیاد د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي عمده عامل دی


ارشیف
ارشیف

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وايي چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالې يو عمده عامل اعتیاد دی.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون تازه راپور چې د ښځو د ځورونې په اړه یې خپور کړی راغلي چې یوازې په تېرو اووو میاشتو کې دوی ته د تاوتریخوالي اوه قضیې رسېدلې چې اصلي علت یې نشه يي توکي و.

دغه ډول لسګونه نورې ښځې هم غواړي چې له خپلو معتادو مېړونو څخه جلا شي.

د ښځینه حقونو فعالانې وايي چې دوی پر ښځو د تاوتریخوالي ترڅنګ د معتادو مېړنو له خوا په نشو هم اخته شوي دي.

له ښځو سره د تاوتریخوالي په اړه د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون په تازه راپور کې راغلي چې په تېرو اوو میاشتو کې له دې کمیسیون سره (۲۷۶۲) پېښې ثبت شوي دي.

د دې راپور پر بنسټ د تاوتریخوالي په سلو کې (۹۷) پېښې په کورونو کې دننه شوې چې مهم عمده دلایل یې په نشه يي توکو د دوی د مېړونو یا کورنۍ د نورو غړو اعتياد دی.

د بشري حقونو په خپلواک کمېسیون کې د ښځو د برخې مسئولې لطیفې سلطاني ازادۍ راډیو ته وویل، ځينو معتادو مېړونو خپلې مېرمنې په زور په نشو اخته کړي دي، ځکه نو د هغو ښځو شمېر ډېر شوی چې غواړي له مېړونو څخه جلا شي.

هغه زیاتوي: "یو شمېر ښځې داسې دي چې د کورني تاوتریخوالي له امله یې نشو ته مخه کړې ده، بله ستونزه دا ده چې همدا ښځې د کورنۍ د غړو له خوا نشو ته اړ ايستل شوي دي، مونږ سږ کال په تېرو او میاشتو کې اوه داسې قضیې درلودې چې ښځې په زور نشو ته اړ ايستل شوي وې."

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي لوی عامل اعتیاد دی.

ډېری هغه ښځې چې له خپل مېړه څخه د جلا کېدو لپاره د بشري حقونو کمېسیون ته راغلي دي مېړونه يې په نشو اخته دي.

د دې راپور له مخې د تېرو کلونو په پرتله د ښځو وهل ترټل په سلو کې (۴۱) ډېر شوی چې عمده عوامل یې بېوزلي او کورنۍ ستونزې دي.

يو شمېر هغه معتادې ښځې چې د درملنې لپاره په روغتیايي مرکزونو کې بستري دي ازادۍ راډیو ته ویلي چې د مېړونو له خوا په زور په نشو باندې اخته شوي دي.

د کابل پوهنتون د حقوقو پوهنځي استاده شهلا فرید د معتادو مېړونو له خوا په زور د ښځو معتاد کېدل یوه جدي ستونزه بولي او له افغان دولت څخه غواړي چې د ښځو د ژغورنې لپاره ځانګړې پروګرامونه جوړ کړي.

هغه زیاتوي: " کله چې یو نارینه معتاد کېږي، په هغه صورت کې یوازې دی معتاد وي، خو کله چې یوه ښځه په نشو اخته شي، له هغې سره یې ماشومان او د کورنۍ نور غړي هم په نشو باندې اخته کېږي، له بده مرغه چې د ښځو چارو وزارت او په مجموع کې افغان دولت د معتادو ښځو لپاره هیڅ ګټور او موثر پروګرام نه لري، راتلونکی کال باید د ښځو چارو د وزارت لوی کار همدا وي چې له نورو ادارو سره په همغږۍ معتادو ښځو ته یو ځانګړی پروګرام جوړ کړي، بايد دغه ډول هغه کورنۍ هم وژغورل شي چې د اعتیاد له امله له تاوتریخوالي سره مخ دي."

په داسې حال کې چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وقایه تر درملنې غوره بولي، د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون له اړوندو ادارو غواړي چې د عامه پوهاوي له لارې د اعتیاد مخه ونیسي.

راپور: مرسلین ارسلا

XS
SM
MD
LG