د غزني ولایت د قره باغ ولسوالۍ ځينو قومي مشرانو پرېکړه کړې چې خپلې نجونې به معتادو ځوانانو ته نه نکاح کوي.
دوی وايي دا پرېکړه یې ځکه کړې چې يو شمېر ښځې د خپلو معتادو مېړونو له لاسه ځورول کېږي او يا په نشو اخته کېږي.
دا قومي مشران وايي د دوی هدف دا دی چې له يوې خوا مېرمنې د طلاق، ځورولو او نشو څخه خوندي پاته شي او له بلې خوا ځوانان د واده له خاطره د ځان علاج ته غاړه کېږدي.
نشه د ګڼو زیانونو ترڅنګ کورنی نظام ګډوډوي، نارينه اکثره وخت له کوره دباندې په نشو اخته کېږي، خو مېرمنې بيا تر ډېره بريده د کورنۍ د نارينه وو، په تېره بیا مېړونو له خوا په نشو روږدي کېږي.
په دې اړه به د درېيو داسې مېرمنو خبرې واورو چې خپلو مېړونو په نشو روږدې کړي.
- شکيلا د مزار شریف اوسېدونکې: "مور مې په پنځلس کلنۍ کې واده کړمه، مېړه مې معتاد و، خو زه نه وم پري خبره. زه چې به کله ناروغه شومه ده< به راته ویل چې لږ تریاک وخوره ښه به شې. په دې ډول یې زه هم معتاده کړمه. یو ځل د مور کور ته ولاړم، هلته مې ترياک پرېښودل، خو کله چې د مېړه کره ولاړمه، بېرته پرې اخته شومه. کېدای شي مېړه به مې فکر کاوه چې په دې ډول به د ډاکټر او درملو له لګښت څخه خلاص شي."
- فوزیه د زابل اوسېدونکې: "ډېر وخت به مې له مېړه سره جنجال و چې نشه پرېږده، خو هغه نه منله. نشو يې اعصاب ور خراب کړي وو او وروسته يې زه هم پوډري کړمه، اوس د کور وسایل ورکوم چې خرڅ یې کړي او ماته نشه يي مواد پرې واخلي. که زه عملي نه وای، ولې به مې ده ته تلویزیون او نور وسایل ورکولای چې خرڅ یې کړي."
- خدیجه: "څلور کاله کېږي چې نشه کوم. مېړه مې معتاد و وروسته يې زه هم معتاده کړمه. ما غوښتل چې له مېړه څخه طلاق واخلم. خو د دې لپاره چې طلاق وانخلمُ مېړه مې زه هم په نشو اخته کړم. په کور کې چې مو هر څه درلودل ټول یې راڅخه خرڅ کړل."
کورنۍ او قومي مشران مسئولیت لري چې خلک له نشو څخه راوګرځوي، تر ټولو ګټوره او موثره لاره يې دا ده چې خلک په نشو باندې تر اخته کېدو مخکې د نشو په زيانونو باندې پوه کړل شي.
ډاکټران وايي چې وقايه تر درملنې غوره لاره ده، د غزني ولايت د قره باغ ولسوالۍ قومي مشرانو هم د اعتياد په برخه کې وقايې ته لومړيتوب ورکړی دی.
دوی سره جرګه شوي او پرېکړه يې کړې چې هيڅوک به خپله خور او لور معتاد ته نه ورکوي. د دې جرګې يو غړی زلمی میاخیل وايي، دا پرېکړه یې ځکه کړې چې د نارينه معتادینو له خاطره يې ښځې او ماشومان په نشو اخته نه شي.
"د خروټو، دفتاڼیو او میاخیلو قومونو پرېکړه وکړه چې خپلې خویندې او لوڼې به معتادینو ته نه ورکوي. دې قومونو پر هغو کسانو څلوېښت زره افغانۍ جریمه ایښې چې له دې پرېکړې سرغړونه کوي. قومي مشرانو ځکه دا پرېکړه وکړه چې معتادین له هرشي څخه ناوړه استفاده کوي، هغه شتمني، قیمتي شیان او طلا چې ښځو د پلار له کوره له ځانونو سره راوړې وي هغه ځنې خرڅوي، د هغوی اولادونه په ستونزو ورسره اخته کېږي او بله ستونزه یې دا ده چې کورنۍ یې په نشو اخته کېږي."
د غزني ولایتي شورا هم د قومي مشرانو د دې پرېکړې هرکلی کوي. د دې شورا يو غړی امان الله کامراني وايي چې دا ډول پرېکړې له نشو څخه د وقايي په برخه کې له ځوانانو سره ډېره مرسته کولای شي.
" هغه کسان چې معتادین دي، هغوی ته دا پرېکړه یو عبرت دی. دوی به له ځانونو سره وايي چې په نشه کې مې د دنیا او اخرت دواړو زیان دی. آن دا چې خلک لور هم نه راکوي. دا پرېکړه به هغو ځوانانو ته یو درس وي چې نشې کوي او د خپل کور خدمت نه شي کولای. بايد چې د نورو سیمو خلک هم له دې پرېکړې څخه الهام واخلي او ورته فيصلې وکړي. دا فيصله به د نشو په مقابل کې مثبت اغېز ولري او ډېر معتاد ځوانان به له نشو څخه را وګرځوي. "
دا چې دا پرېکړه د افغانستان له نافذه قوانینو سره څومره برابره ده؟ په دې اړه حقوق پوه یار محمد یاري وايي چې د افغانستان د نافذه قوانینو له مخې یو سړی هغه مهال واده کولای شي چې له يوې خوا روغ وي او له بلې خوا خپلې کورنۍ ته روزي برابرولای شي.
هغه وویل: "یو معتاد شخص سره له دې چې د کار او نفقې برابرولو توان نه لري، د نورو بدبختیو عامل هم دی. ډېر ځله خپله ښځه او ماشومان معتاد کوي، له معتاد سره واده کول، طلاق، اخلاقي فساد او ګڼو جرمونو ته لاره هواروي. مور او پلار باید د خپلو اولادونو راتلونکی ژوند په پام کې ونیسي."
په افغانستان کې ډېرې داسې کورنۍ شته چې د معتاد له امله يې د کور نظم ګډوډ شوی او په تېره بيا ښځې يې له ګڼ شمېر ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
که د غزني د قومي مشرانو غوندې د افغانستان د نورو قومونو او سيمو نور مشران هم ورته پرېکړې وکړي، نو له یوې خوا به ښځې او ماشومان له نشو څخه وژغورل شي او له بلې خوا به ځوانان د نشو پرېښودلو ته وهڅول شي.
راپور: محمد اياز ترنک