د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۷

په نشه يي موادو د ماشومانو اخته کېدل د کندز روغتیايي چارواکي اندېښمن کړي


ارشیف
ارشیف

په کندز ولایت کې د معتادینو د درملنې روغتون چارواکي وايي چې په‎دې ولایت کې د ماشومانو معتاد کېدل دوی ډېر اندېښمن کړي دي.

د دوی په خبره چې یو شمېر ماشومان د مهاجرت پر مهال په مخدرو موادو اخته شوي دي او یو شمېر نور یې بیا د دې ولایت په ځینو ولسوالیو کې د کورنیو له‎خوا معتادین شوي دي.

په کندز کې د معتادینو د درملنې ۸۰ بسترېز روغتون چارواکي وايي چې په‎دې وروستیو کې په نشه د اخته ماشومانو له ډېری پېښو سره مخ شوي دي.

د کندز د معتادینو روغتون مشر ډاکټر عبدالقدوس میاخیل ازادي راډیو ته په‎دې اړه وویل:

"زموږ سیمه‎ییز کار کوونکي له داسې معتاد ماشوم سره مخ شوي دي چې عمر یې تر لسو کالو پورته نه و او دغه راز یې د امام صاحب له ولسوالۍ څخه موږ ته یو ۱۱ کلن معتاد ماشوم د درملنې لپاره راوړی و چې په ایران کې یې شپني کوله او هلته د پسونو خاوند په زور په نشه اخته کړی و."

د کندز د معتادینو روغتون مشر ډاکټر عبدالقدوس میاخیل
د کندز د معتادینو روغتون مشر ډاکټر عبدالقدوس میاخیل

​ښاغلي میاخیل وايي چې د دې ولایت په ځینو ولسوالیو کې د ماشومانو ترمنځ د اعتیاد عامېدل دوی ډېر اندېښمن کړي دي او زیاتوي چې دا ماشومان د خپلو کورنیو له‎خوا معتاد شوي دي.

میاخېل زیاتوي:

"د دې ولایت په ځینو ولسوالیو کې چې د احترام په خاطر یې نومونه نه اخلم، ځينې غالۍ اوبدونکې ښځې خپلو کوچنیانو ته تریاک ورکوي، ترڅو هغوی ویده شي او میندې یې په ډاډه زړه غالي و اوبي."

بل‎خوا په شمال ختېځ زون کې د مدني ټولنو د شبکې رئیس عنایت خلیق هم په نشه‎يي موادو د اخته کېدلو مسئلې ډېر اندېښمن کړی دی او پر کورنیو غږ کوي چې د خپلو ماشومانو دې جدې څارنه وکړي.

دی وايي:

"زموږ په ټولنه کې اعتیاد له لویو ستونزو څخه ګڼل کیږي چې موږ یې په کندز کې بېلګې لرو، خو تر اوسه یې پر خلاف جدي ګامونه نه‎دي پورته شوي او ان له دې ماشومانو څخه جنسي ګټه هم اخېستل کیږي چې په ټولنه کې یې پېښې شته."

په ورته وخت کې هغه شمېر ځوانان چې دا مهال د کندز د معتادینو په روغتون کې بستري دي وايي چې مخدرو موادو دوی له خپلوانو او ټولنې څخه بېل کړي دي.

شاه رسول چې اوس پر خپلو تېر وتنو پېښمانه دی وايي:

"موږ دلته درملنه کوو او د شفاخانې ټول اصول پرخپل ځان عملي کوو، پخوا چې معتاد وم د ټولنې خلکو را باندې خندل، خو اوس احساس کوم چې روغ شوی یم."

د کندز یو شمېر مدني فعالان د مخدرو موادو د زیانونو په اړه د خلکو د پوهاوي کموالی او د ځوانانو لپاره د سالمو مصروفیتونو نشتوالی په نشو د اخته کېدلو ستر لاملونه بولي او زیاتوي چې په مخدرو موادو د ماشومانو او ځوانانو روږدېدل به د هېواد راتلونکي نسل له ګڼو ستونزو سره مخ کړي.

دوی پر دولت غږ کوي چې د نشه‎يي موادو پر وړاندې دې جدې ګامونه واخلي او ځوانان دې د نشې له بلا څخه وژغوري.

راپور: اجمل ارین، کندز

دا راپور په غږېزه بڼه هم اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:57 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG