د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۲

ځایي اوسېدونکي: په جلال اباد کې جوړېدونکي هیروئین پر معتادینو پلورل کېږي


ارشیف
ارشیف

د ننګرهار ولايت د اوسېدونکو په وينا، په دې ولایت کې معتادین ډېر شوي او د ښار په هره کوڅه کې نشه يي مواد خرڅېږي.

یوه ډله معتادین چې ډېری یې ځوانان دي، د جلال اباد ښار په انګورباغ سیمه کې د سړک پر غاړه هیروئین څکوي او ځیني روغ ځوانان یې بیا ننداره کوي.

ذکریا چې یوه پوړۍ هیروئین یې اخیستي او غواړي دلته یې وڅکوي، وایي چې هیروئین په جلال اباد ښار کې جوړېږي او دوی یې د ښار په همدې مرکزي سیمو کې رانيسي.

ده وویل: "پوډر د مارکو د ۲۷مې او ۲۸مې په سیمه کې جوړېږي، معتادین هلته ورپسې ځي او له هغه ځايه يې راوړي او بیا یې دلته پر یوه او بل باندې خرڅوي، په همدې الټو، سراچه او ټوډي موټرونو کې راوړل کېږي. پولیس ښه پوهېږي چې دا سړی معتاد دی او پوډر ورسره دي، خو بیا یې هم نه تلاشي کوي او نه یې هم د نشې مخه نیسي."

د ننګرهار اوسېدونکي وایي چې د ولایت مقام ته څېرمه د بهسودو تر پله لاندې، د انګورباغ پر سړک او نورو ځایونو کې ګڼ شمېر ځوانان په سپينه ورځ هیروئین څکوي، خو امنیتي ځواکونه يې مخه نه نيسي.

دا خلک وايي چې د معتادینو له ډېروالي سره غلاوې او نور جرمونه هم ډېر شوي او د خلکو ژوند يې تریخ کړی دی.

په ننګرهار کې د معتادینو د روغتون مسئول ډاکتر سمین ستانکزي ازادي راډیو ته وویل چې له (۲۰۰۶) میلادي کاله راهیسې یې د نږدې (۷۰۰۰) معتادینو درملنه کړې او اوس هم د (۲۰) ماشومانو په ګډون (۱۵۰) کسان ورسره بستري دي.

ده وویل: "موږ دلته د (۴۵) ورځو لپاره (۱۵۰) غټان ناروغان بستري کوو، د دوی تر څنګ د شلو هغو ماشومانو درملنه هم کوو چې عمرونه يې تر اتلسو کالو ټیټ وي، دا ډول ماشومان زموږ سره د درېیو میاشتو لپاره بستري وي."

د ننګرهار امنیه قوماندان عبدالرقیب مبارز وايي چې په تېره یوه میاشت کې د نشه یي موادو د قاچاق کوونکو پر خلاف يې (۴۳) عملیاته کړي او تر دوو زرو کیلوګرامو ډېر نشه يي مواد يې نیولي دي.

دی وایي: "په تېره یوه میاشت کې مو د ولایت په مرکز جلال اباد او دغه ډول په بېلا بېلو ولسوالیو کې (۴۳) عملیاته کړي چې په نتیجه کې یې (۲۲۲۰) کیلو ګرامه نشه يي مواد نیول شوي دي، په دې نشه يي موادو کې چرس، هیروئین، تاریاک او ښيښه شامل دي، د دې موادو د قاچاقو په تور (۴۵) تنه له (۱۵) موټرو سره هم نیول شوي دي."

د ننګرهار اوسېدونکي په داسې حال کې د معتادینو له ډېروالي څخه سرټکوي چې له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز د تېر شپږ میاشتني راپور له مخې، تر کابل را وروسته ننګرهار د افغانستان دوهم ولایت دی چې د نشه يي موادو د قاچاقو ډېرې پېښې پکې ثبت شوي دي.

راپور: روح الله انوري

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:26 0:00
مستقیم لېنک


XS
SM
MD
LG