د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۲

د نشه يي موادو پرضد د مبارزې وزارت وایي، د معتادو ماشومانو شمېر زیات شوی


په افغانستان کې د نشه يي موادو پر ضد د مبارزې وزارت د معتادو ماشومانو د ډېرېدو په اړه خبر ورکوي.

که څه هم له ۲۰۱۵ میلادي کال راهیسې په افغانستان کې د معتادینو د شمېر په اړه څېړنه نه ده شوې، خو له نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت وايي چې د درملنې مرکزونو ته د راغلو ناروغانو په اړه څېړنه ښيي چې د معتادينو شمېر ورځ په ورځ ډېرېږي.

له نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت د غوښتنې کمولو رئیس ناصر شریفي ازادd راډیو ته وويل چې په عمومي ډول په افغانستان کې د تېرو کلونو په پرتله د معتادینو شمېر ډېر شوی دی.

​نوموړي زیاته کړه:

"په افغانستان کې په عمومي ډول د اعتیاد کچه لوړه شوې ده، په دې لړ کې څو کټګورۍ ماشومان هم په نشو اخته شوي دي، یوه هغه ډله ماشومان دي چې مور او پلار یې معتادين دي چې دوی هم په نشو ورسره اخته کېږي، بله ډله هغه ماشومان دي چې په غیر مستقیم ډول معتاد شوي دي، دوی چې را لوی شي، په اصلي معتادينو اوړي او درېیم هغه ډله ماشومان دي چې لومړی هغه نشه يي مواد کاروي چي د دود په بڼه استعمالېږي او بیا وروسته نورو نشو ته مخه کوي، د دغه ډول ماشومانو شمېر د درملنې په مرکزونو کې ډېر شوی دی."

ښاغلی شریفي د نشه يي موادو له زیانونو څخه ناخبري، نشه يي موادو ته اسانه لاسرسی او د مافیايي ډلو له خوا نشې ته د ماشومانو هڅول د ماشومانو د معتاد کېدو اساسي علتونه بولي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت او امریکا متحده ایالتونو له نشه يي موادو سره د مبارزې او قانون د تنفیذ ادارې ګډه څېړنه چې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې ترسره شوې ښيي چې په افغانستان کې يو لک ماشومان عملاً په نشو اخته دي، خو د هغو ماشومانو شمېر تر دې هم ډېر دی چې د معایناتو پرمهال د نشه يي موادو نښې نښانې پکې ليدل شوې دي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په ماشومان باندې د درنو کارونو کولو او قاچاق تر څنګ د هغوی اعتياد د اندېښنې وړ بولي او وايي چې د ماشومانو د ستراتېژۍ پر اساس، معتاد ماشومان په هغه ډله کې راځي چې ډېر له خطر سره مخ دي.

د بشري حقونو په خپلواک کمېسیون کې د ماشومانو د ملاتړ عمومي رئیس نجیب الله ببرکزی وايي چې افغان ماشومان د کار او مکتب په ساحو کې هم د اعتیاد له خطر سره مخ دي.

دی وایي:

"د بشري حقونو د کمېسیون یوه اندېښنه دا ده چې په افغانستان کې د معتادو ماشومان شمېر ډېر شوی او په ښارونو کې د کم عمره معتادو ماشومانو شمېر هم مخ پر ډېرېدو دی، هغه کارګر ماشومان چې له یوه ولایت څخه بل ولایت ته ځي، دوی په سرایونو، ورکشاپونو او اپارتمانونو کې له ۱۵ څخه تر ۲۰ پورې یوځای اوسېږي چې د دوی د معتاد کېدو خطر ډېر دی او زموږ اندېښنه دا ده چې تر معتاد کېدو وروسته له دوی څخه فزیکي او جنسي ناوړه کار اخيستل کېږي."

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون له افغان حکومت څخه غواړي چې پر هغو ژمنو ودرېږي چې د ماشومانو د حقونو د نړیوال کنوانسیون د لاسلیک پر مهال یې کړې او د نورو ژمنو ترڅنګ دې د معتادو ماشومانو د تدریجي مړینو مخه هم ونیسي.

راپور: مرسلین ارسلا

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:02:48 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG