د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۴

د سولې په مذاکرو کې د ماشومانو حقونو په اړه د بشر حقونو کمېسیون غوښتنه


په تېرو ۴ کلونو کې د ماشومانو په وړاندې ۱۴۰۰۰ وارې جدي سرغړونې شوي.
په تېرو ۴ کلونو کې د ماشومانو په وړاندې ۱۴۰۰۰ وارې جدي سرغړونې شوي.

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون د سولې په هر ډول هڅو او مذاکرو کې د ماشومانو د حقونو پر خوندیتوب ټینګار وکړ.

دغه کمېسیون وایي څرنګه چې د جګړې پر مهال ماشومان تر نورو زیانګالي وي، ځکه نو په راروانو مذاکرو کې باید د دوی د حقونو خوندیتوب په لومړیتوبونو کې شامل کړای شي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون کمېشنر او ویاند شکرالله مشکور د سې شنبې «۱۳۹۸ کال د کب ۲۷» په ورځ ازادي راډیو ته وویل: "ماشومان هغه قشر دی چې متأسفانه په ټولنه کې د جنګونو، ناامنیو، فقر او نورو ناخوالو له کبله ډېر ژر اغېزمن کېدلای شي. زموږ غوښتنه هم همدا ده چې د ماشومانو د خوندیتوب، د دوی د ملاتړ او ساتنې په موخه دې اقدامات وشي، ترڅو وکولای شو د ماشومانو د بشري حقونو د وضعیت د بهبود لپاره مو خپل مسؤلیت ترسره کړی وي."

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون کمشنر او ویاند شکرالله مشکور
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون کمشنر او ویاند شکرالله مشکور

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون دغه‌راز غواړي له بشري حقونو نه د ساتنې لپاره د سولې په بهیر کې د بین‌الافغاني مذاکراتو نه جدي څارنه ولري.

د ښاغلي مشکور په خبره، دغه کمېسیون لېواله نه‌دی چې د سولې د مذاکره کوونکي پلاوي په ترکیب کې وي او نه هم د دغه پلاوي د ترکیب په اړه د بشر حقونو خپلواک کمېسیون سره مشوره شوې ده.

د افغانستان د روانې لانجې د حل او د سولې د مذاکرو پر مهال د افغان ماشومانو او د هغوی د حقونو د خوندیتوب موضوع لږه مطرح شوې ده.

خو د ماشومانو او وسله‌والو شخړو لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي د سولې په بین‌الافغاني خبرو کې د ماشومانو د حقونو خوندیتوب پر اړتیا ټینګار وکړ.

مېرمن ویرجینیا ګامبا تېره دوشنبه په یوه اعلامیه کې ویلي، د افغانستان شخړه د نړۍ په سطحه د ماشومانو لپاره تر ټولو خونړۍ ګڼل کېږي.

د ماشومانو او وسله‌والو شخړو لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې ویرجینیا ګامبا ویلي: "د بین‌الافغاني مذاکرو په لومړیو ممکنه مرحلو کې د ماشومانو د خوندیتوب لپاره هر اړخیز اقدامات، د پایداره سولې او ثبات لپاره ستراتېژیک اهمیت لري چې په افغانستان کې د میلیونونو ماشومانو ژوند هم ورسره ښه کېدای شي."

یو افغان ماشوم
یو افغان ماشوم

بله‌خوا د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې یا یونېسف ویلي چې ۲۰۱۹م کال په افغانستان کې د ماشومانو لپاره ډېر خطرناک وو چې په لومړیو ۹ میاشتو کې‌یې د ورځې په اوسط ډول ۹ ماشومان یا وژل شوي یا معلول کړای شوي دي.

ملګرو ملتونو د ۲۰۱۹م کال په اکټوبر میاشت کې ویلي وو چې په افغانستان کې د تېرو ۴ کلونو پر مهال خراب امنیتي وضعیت د دې سبب شوی چې د ماشومانو په وړاندې ۱۴۰۰۰ وارې جدي سرغړونې وشي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش د شخړې د ټولو اړخونو له‌خوا د ماشومانو په وړاندې شوې جدي سرغړونې غندلې وې.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش

ملګرو ملتونو ویلي وو چې له ۲۰۱۵م کال څخه تر ۲۰۱۸م کاله پورې په افغانستان کې نږدې ۳۵۰۰ ماشومان وژل شوي او شااوخوا ۹۰۰۰ نور ټپیان شوي دي.

XS
SM
MD
LG