د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۲

ډاکتران: یو معتاد په اسانۍ سره خپلې کورنۍ ته کرونا ویروس انتقالولای شي


ارشیف، په کابل کې یو شمېر معتادین
ارشیف، په کابل کې یو شمېر معتادین

ډاکتران وايي چې د معتادینو د بدن مقاومت کمزوری دی، ځکه نو د روغو کسانو په پرتله په کرونا ویروس باندې د دوی د اخته کېدلو امکان ډېر دی. که یوه کورنۍ روغتیايي لارښوونې عملي نه‌کړي، نو ډېر ژر به د معتاد شخص له‌خوا په کرونا ویروس اخته شي.

د معتادینو د کورنیو ځیني غړي هم دا مني چې د قرنطین پر مهال‌یې معتاد غړي د نورو معتادینو له ګڼې ګوڼې سره یوځای کېږي او کورنیو ته‌یې د کرونا ویروس د انتقال امکان ډېر دی.

که څه هم د کرونا له خپرېدلو سره سم په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې د معتادینو راټولولو پروګرام ګړندی شوی، خو لا هم د کابل ښار په مختلفو سیمو کې د معتادینو ګڼه ګوڼه تر سترګو کېږي.

په دې معتادینو کې یو شمېر یې له خپلو کورنیو سره اړیکې لري او په ورځ کې څو ځله په نشې پسې له کورونو څخه دباندې راوځي چې دې کار یې کورنۍ اندېښمنې کړې دي.

ارشیف، په نشه‌یي موادو اخته کسان
ارشیف، په نشه‌یي موادو اخته کسان

مېرمن فریده چې لور یې معتاده ده وايي چې دوی قرنطین دي، خو لور یې روغتیايي لارښوونې نه‌عملي کوي او هره ورځ په نشه‌يي موادو پسې وځي.

دا وايي: "ډارېږم چې د معتادې لور له امله د کرونا ویروس کور ته رانه‌شي، زوی او وړه لور مې ونه‌نیسي. لور مې ټوله ورځ په نشو کې ډوبه وي، درمل نه‌خوري، یوازې د موادو په لټه کې وي."

د قرنطین پر مهال د نشه‌يي موادو روغتیايي کارکوونکو یو شمېر معتادینو ته په کورونو کې د درملنې زمینه برابره کړې ترڅو نشه پرېږدي.

د معتادو ښځو او ماشومانو د سل بستریز روغتون مسؤله ډاکتره ښایسته حکیم د معتادینو کورنیو ته توصیه کوي چې له کرونا ویروس څخه د خوندي پاتې کېدلو لپاره دې خپل معتاد غړي په کورونو کې وساتي.

ډاکتره حکیم زیاتوي: "موږ معتادینو ته په کورونو کې روغتیايي خدمات وړاندې کوو او د دوی کورنیو ته توصیه کوو چې د ځانونو غوندې دې خپل معتاد غړي هم قرنطین کړي، که‌یې دباندې تګ راتګ ډېر شي، نو ځانونو او کورنیو ته ستونزې پیدا کوي. کله چې زموږ همکاران کورونو ته د ناروغ لیدلو ته ورځي، هلته د دوی کورنیو ته هم وقائیې په اړه معلومات ورکوي."

د معتادینو ډاکتران وايي چې د روغو کسانو په پرتله د معتادینو د بدن مقاومت کمزوری دی، ځکه نو په کرونا ویروس باندې د دوی د اخته کېدلو امکان ډېر دی.

د رواني ناروغیو متخصص ډاکتر ولید حسین‌خېل وايي، کورنۍ باید د قرنطین پر مهال د خپلو ناروغانو څارنه وکړي، که‌یې په خپلو کورونو کې نه‌شي ساتلی، نو د معتادینو د درملنې مرکزونو ته دې واستوي.

ډاکتر حسین‌خېل په دې اړه وویل: "د معتادینو د بدن مقاومت کمزوری دی، دوی د کرونا ویروس پر وړاندې مقاومت نه‌شي کولای، دا ویروس معتاد او د هغه کورنۍ ته ستر خطر دی. دغه ډول په نشه اخته کسان ټولنې ته هم ستر ګواښ دی، دوی په اسانۍ سره د کرونا ویروس د ټولنې روغو کسانو ته انتقالولای شي."

که څه هم په کرونا ویروس باندې د اخته معتادینو کره شمېره نه‌ده معلومه، خو لا هم د کابل ښار په کوڅو او بازارونو کې معتادین تګ راتګ کوي چې د دوی کورنیو او د کابل ښار یو شمېر روغو کسانو ته‌یې د کرونا ویروس د انتقال ګواښ ډېر کړی دی.

د دغه راپور د غږیزې بڼې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:51 0:00
مستقیم لېنک

راپور: فرید حلیمي

XS
SM
MD
LG