د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۶

کابل کې د معتادینو په راټولولو سره د نشه‌يي موادو غوښتنه کمه شوې


ارشیف، په کابل کې په نشه‌یي توکو روږدی کس
ارشیف، په کابل کې په نشه‌یي توکو روږدی کس

د عامې روغتیا وزارت خبر ورکوي چې په کابل ښار کې د نشه‌يي موادو په غوښتنه کې د پام وړ کموالی راغلی دی.

د عامې روغتیا وزارت وايي، په کابل ښار کې د کرونا ویروس له خپرېدو څخه د مخنیوي او د اعتیاد د درملنې په هدف د نږدې دوو زرو معتادینو په راټولولو سره په دې ښار کې د نشه‌يي موادو غوښتنه په سلو کې ۴۰ راکمه شوې ده.

دغه وزارت له دوو میاشتو راهیسې په کابل، هرات، فراه او نیمروز ولایتونو کې د بې‌سرپناه معتادینو د راټولولو پروګرام پیل کړی، څو معتادین له کرونا ویروس څخه خوندي او د اعتیاد درملنه‌یې وکړي.

د عامې روغتیا وزارت د نشه‌يي موادو د غوښتنې کمولو رئیس ډاکتر شاه‌پور یوسف ازادي راډیو ته وویل:"له کابل ښار څخه د ۱،۶۰۰ معتادینو په راټولولو سره په دې ښار کې د نشه‌يي موادو غوښتنه په سلو کې ۴۰ راکمه شوې ده. د هغه پروګرام له مخې چې ښاغلي ولسمشر منظور کړی، په پام کې ده چې له دې ښار څخه ټول معتادین راټول کړو، خو د کرونا ویروس له راتګ سره د دې پروګرام لپاره ځانګړې شوې پیسې له کرونا سره مبارزې ته ځانګړې شوې دي. کله چې معتادینو ته ځانګړې شوې پیسې موږ ته راکړل شي، ټول بې‌سرپناه معتادین به راټول او نهه میاشتې به‌یې د درملنې په مرکزونو کې وساتو."

ارشیف
ارشیف

د عامې روغتیا وزارت د څېړنو پر بنسټ په کابل ښار کې څلور زره بې‌کوره معتادین اوسېږي چې لا هم څه د پاسه دوه نیم زره کسان‌یې په ښار کې تر شنه اسمان لاندې شپې او ورځې سبا کوي او د کرونا ویروس له جدي خطر سره مخ دي.

له ایران څخه د ډېری معتادینو راستنېدل او د دوی ګډې نشې د ټولنې دا قشر د کرونا له جدي خطر سره مخ کړی دی.

د معتادینو د درمنلې متخصصه ډاکتره سارا حیدري په داسې حالاتو کې د معتادینو بستري کول او د هغوی درملنه مهمه او ګټوره بولي او د معتادینو له کورنیو څخه غواړي چې د خپلو معتادو غړو د بېرته په نشو اخته کېدلو مخه ونیسي.

مېرمن حیدري زیاتوي: "بېرته په نشو د اخته کېدلو په صورت کې دوه ستونزې رامنځته کېږي، یوه‌یې د نشه‌يي موادو ډېر کارول دي. کله چې دوی بېرته نشو ته مخه کوي، نو د نشه‌يي موادو د استعمال کچه‌یې لوړېږي، ان تر دې چې د معتادینو د مړینې لامل ګرځي. په دې معنی چې کله به‌یې پخوا د ۵۰۰ افغانیو مواد اخیستل اوس د زرو افغانیو مواد څکوي. دوهمه ستونزه دا ده چې کله یو معتاد پخوا هیروئین کارول، که‌یې له درملنې وروسته بېرته شروع کړي، نو هغه ښیښه او داسې نور مواد کاروي."

کابل کې په نشه‌یي توکو یو شمېر روږدي کسان
کابل کې په نشه‌یي توکو یو شمېر روږدي کسان

د افغانستان عامې روغتیا وزارت د څېړنو پر اساس نشه‌يي موادو ته اسانه لاسرسی، بې‌کاري او له معتادینو سره د کورنیو د مرستو نه‌موجودیت هغه عوامل دي چې په سلو کې ۶۰ کسان له درملنې وروسته بېرته نشو ته مخه کوي.

د دغه راپور د غږیزې بڼې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:40 0:00
مستقیم لېنک

راپور: مرسلین ارسلا

XS
SM
MD
LG