د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۵

الېس ویلز: کابل دې د نشه يي توکو قاچاق کې د ښکېلو چارواکو پر ضد جدي چلند وکړي


د جنوبي او مرکزي اسیا د چارو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الېس ویلز
د جنوبي او مرکزي اسیا د چارو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الېس ویلز

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پر افغان حکومت غږ کړی چې د نشه يي توکو په قاچاق کې د ښکېلو چارواکو پر ضد باید جدي قانوني چلند وکړي.

د جنوبي او مرکزي اسیا د چارو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الېس ویلز پر ټوېټر لیکلي چې په افغانستان کې د نشه يي توکو قاچاق بې ثباتي زیاتوي او د ښې حکومتولۍ او د افغانستان د اقتصادي پیاوړتیا مخه نیسي.

الېس وېلس پرون، د فبرورۍ په ۸ مه په دې اړه پر ټوېټر لیکلي چې د نشه يي توکو د قاچاق په تور د افغانستان د پولیسو د شپږو لوړ رتبه چارواکو نیول کېدو مایوسونکې ده.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د تېرې پنجشنبې په ورځ وویل چې د کابل د پولیسو د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې د ادارې مشر میان احمد احمدي او پنځه نور لوړ رتبه چارواکي د نشه يي توکو په قاچاق کې د لاس درلودلو په تور نیولي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وویل: "میان احمد احمدي په کابل کې د نشه يي توکو د مافیا غړی او له لویو قاچاقبرانو و، میان احمد احمدي په ټولو حوزو کې نشه يي توکي تکثیر کول او له خرڅونکو یې باج اخیست."

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت مکرراً د نشه يي توکو د قاچاق د مخنیوي لپاره د اقداماتو ادعا کړې ده.

خو د ازادي راډیو یوه اورېدونکي پرون د فبرورۍ په ۸مه، تور پورې کړ چې د کندهار په ښار کې د پولیسو د حوزو تر څنګ مخدر مواد خرڅېږي.

افغانستان په نړۍ کې د تریاکو (اپیمو) له سترو غیرقانوني تولیدونکو دی.

د امریکا حکومت په یوه نوي رپوټ کې ویلي چې په افغانستان کې تېرکال د وړم کال په پرتله د کوکنارو کښت کم شوی خو د خالصو تریاکو تولید ۲۱ فیصده زیات شوی دی.

د سپینې ماڼۍ له خوا د نشه يي توکو د کنټرول د پالیسي دفتر د فبرورۍ په ۷ مه په خپاره کړي راپور کې ویلي چې په ۲۰۱۹ میلادي کال کې د کوکنارو د کښت اندازه ۱۶۰ زره هېکټارو ته را کمه شوې وه خو د ښې هوا او ښه کښت له امله د تریاکو تولید زیات شوی دی.

سپینه ماڼۍ
سپینه ماڼۍ

خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د سپینې ماڼۍ رپوټ رد کړ.

په دې وزارت کې له نشه يي توکو سره د مبارزې د برخې یوه مسئول نجیب الله احمدي ازادي راډیو ته وویل چې په ګمرکونو کې د جدي څارنې او په نړیوال مارکېټ کې د تریاکو د نرخ د ټیټېدو له امله په افغانستان کې د نشه يي توکو د تولید اندازه کمه شوې ده.

XS
SM
MD
LG