د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۸

اندرابي: کابل پوليس دې تر دوو میاشتو د نشه يي موادو قاچاق کوونکي او مشران ونیسي


مسعود اندرابي
مسعود اندرابي

د نشه يي موادو قاچاق کوونکو د نیولو او محکمې په اړه له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز په راپور کې راغلي چې په تېرو نهو میاشتو کې د ننګرهار تر ولایت وروسته کابل دوهم ولایت دی چې د نشه يي موادو د قاچاقو ډېری پېښې پکې ثبت شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت تر څېړنو وروسته د کابل ولایت له نشه يي موادو سره د مبارزې د ځانګړو پولیسو له کار څخه راضي نه ښکاري.

له همدې امله د کورنیو چارو وزارت کابل امنيه قوماندانۍ ته امر کړی چې په دوو مياشتو کې دي قاچاق کوونکي او د هغوی مشران ونيسي، خو که دا کار و نه کړي، نو له کار څخه به وشړل شي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي په دې اړه ازادۍ راډیو ته وویل: "د کورنیو چارو وزارت ټولو مسئولو کسانو، په تېره بيا د کابل مسئولينو ته امر کړی چې له نشه يي موادو سره په کلکه مبارزه وکړي او دوی ته یې دوې میاشتې وخت ورکړی چې د نشه یي موادو ټول لوی قاچاق کوونکي دي ونیسي او قانون ته دي یې وسپاري. دغه ډول تر دې مخکې هم په ولایتونو کې چارواکو ته ورته لارښوونه شوې وه چې د نشه يي موادو په کښت او تولید کې ښکېل کسان ونیسي."

له نشه يي موادو سره د مبارزې معینیت د معلوماتو پر اساس په روان شمسي کال کې په افغانستان کې د نشه يي موادو (۳۹۷۷) قاچاق کونکي نیولي چې یوازې شپږ یې لوی قاچاق کوونکي دي.

د کورنیو چارو سرپرست وزير په داسې حال کې له نشه يي موادو سره له مبارزې څخه ناخوښه دی چې د افغانستان د بیارغونې د څار امریکايي بنسټ يا سيګار ادارې هم په خپل تازه راپور کې له نشه يي موادو سره د افغانستان او امریکا ګډې مبارزې ته د شک په سترګه کتلي دي.

د کابل ولایتي شورا پخوانی غړی سید نقیب الله هاشمي وايي: تر څو چې دولتي چارواکي او مخور شخصيتونه د قاچاق کوونکو ملاتړ کوي او د قانون د عملي کولو مخه نیسي، له نشه يي موادو سره د پولیسو مبارزه موثره او ګټوره نتيجه نه ورکوي.

هغه زیاتوي: " د نشه يي موادو قاچاق کوونکي او خرڅوونکي نیول کېږي، خو له بده مرغه چې تر نیولو وروسته يې په هره حوزه کې د لوړپوړو چارواکو له خوا ملاتړ کېږي او بېرته خوشي کېږي. موږ له وکیلانو، وزیرانو او ټولو دولتي چارواکي څخه هیله کوو چې د داسې کسانو ملاتړ او دفاع و نه کړي. که د قاچاق کوونکو ملاتړ و نه شي، نو په ډېره لږه موده کې به د نشه يي موادو قاچاق را کم شي، که داسې و نه شي، نو په راتلونکو کلونو کې به زموږ هر یوه په کور کې یو یو معتاد وي. "

په کابل ښار کې د لسګونو زرو معتادینو د موجودیت او نشه يي موادو ته د اسانه لاسرسي ترڅنګ، دا ښار د هېواد په کچه د نشه يي موادو د قاچاقو په څلور لارې اوښتی دی.

-----------------------

راپور: مرسلین ارسلا

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:38 0:00
مستقیم لېنک


XS
SM
MD
LG