د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۴

د افغانستان له کانونو ډېره ګټه څوک اخلي؟


ارشیف، په پنجشېر کې د د کان یوه زیرمه د کیندنې په حال کې
ارشیف، په پنجشېر کې د د کان یوه زیرمه د کیندنې په حال کې

د افغان ولسمشر دوهم مرستیال وايي، که د افغانستان له کانونو څخه سمه ګټه واخیستل شي، دا هېواد به له دې لارې په یوه غني هېواد بدل شي.

د افغانستان غني کانونه چې ګټه يې د مافیا او جګړه مارو جیبونو ته ځي او له کلونو راهیسې افغان حکومت له دې درکه سلګونه میلیونه ډالر له لاسه ورکوي او هغه سیمې چې کانونه په کې موجود دي، زیاتره يې د طالبانو او یا هم د مافیا له لوري اداره کېږي.

د بدخشان ولایت اوسېدونکي وايي، په دې ولایت کې د طلا او لاجوردو کانونه چې میلیونونه ډالر پانګه ده، د مافیا له لوري په غیر قانوني او غیر مسلکي ډول کيندل کېږي او چور پرې ګډ دی.

دلته ننګرهار بیا هغه ولایت دی چې کلونه کېږي چې د جګړې شاهد دی، له طالب او داعش ډلې نیولې، تر مافیا پورې ځمکه یې سورۍ کوي او طبیعي زېرمې یې وړي.

ننګرهار اوسېدونکي وایي، کلونه کېږي چې د دغه شان پېښو شاهدان دي او وایي، مافیا او وسله والې ډلې په نیمو شپو کې د هېواد پر کانونو حملې کوي.

د دغه ولایت اوسېدونکې صدف په دې اړه وايي:

"دولت په دې برخه کې هېڅ اقدام نه دی کړی، خلاص لاس نه لري او حتی هیله نه لري، زورواکي او غیر مسؤل وسله وال کسان، مافیايي کړۍ او طالبان کانونه استخراجوي."

په افغانستان کې د منرالونو او قیمتي ډبرو شمېر ۱۴۰۰ ډولونو ته رسېږي، مهمترین یې په دغه هېواد کې د بامیانو د حاجي ګک کان، د لوګرو مس عینک، د بدخشان طلا او لاجورد، د لوګر کرومایټ، د ډبرو سکاره، وسپنه، سپین زر، سرب، مرمر، د یورانیمو مینرالونه لکه یاقوت، زرمد فیروزه، مالګه او ځیني نور خام مواد د افغانستان له مهمو کانونو څخه دي.

ګل اغا یو بل کس دی چې لسګونه کاله کېږي چې د همدې پېښو شاهد دی او وايي، مافیايي کړۍ او جنګالي راځي د شپې له لوري کانونه استخراجوي.

"له بده مرغه غله، جاسوسان او مافیايي کړۍ دغه پانګه په غیر قانوني توګه وړي چې زیاته ګټه یې هم دوی ته رسېږي، موږ له حکومته غواړو چې د دغو کسانو لاسونه ورلنډ کړي."

په دې وروستیو کې بېلابېلو بنسټونو په ځانګړې توګه ګلوبل ویټنس په ډاګه کړې چې په افغانستان د کانونه له غیر قانوني او غیر مسلکي کیندنې له امله دغه هېواد په کلني ډول سلګونه ميلیونه ډالر له لاسه ورکوي.

له دې سره په خوا کې مافیايي کړۍ، جنګي ډلې او یوازې طالبان په کلني ډول د افغانستان له کانونو شل ميلیونه ډالر ترلاسه کوي.

له دې وړاندې افغان حکومت ویلي وو چې په کلني ډول د کانونو له عوایدو ۴۰۰ ميلیونه ډالر ترلاسه کوي.

خو د شفافیت د څار بنسټ د راپور له مخې، د کانونو د عوایدو له درکه په کلني ډول ۳۰۰ میلیونه ډالر د مافیايي کړیو او طالب جنګالیو جېبونو ته لوېږي.

د دغه بنسټ د موندنو له مخې، که د افغانستان له کانونو ښه ګټه واخیستل شي، افغانستان به غني هېواد شي او پنځو لکو کسانو ته به د کار زمینه برابره شي.

بل خوا د افغانستان د ولسمشر دوهم مرستیال سرورد دانش په تېرو اتلسو کلونو کې په دې برخه کې د حکومت په ځانګړې توګه د کانونو وزارت پر کړنو انتقاد کوي.

د افغانستان د ولسمشر دوهم مرستیال سرورد دانش
د افغانستان د ولسمشر دوهم مرستیال سرورد دانش

دی زیاتوي:

"له بدغه مرغه ویل کېږي چې حکومت په دې برخه کې نه دی توانېدلی چې یوه دایمي ستراتیژي جوړه کړي، حکومت ملکف دی چې امن چاپېریال رامنځته کړي او حکومت له بې مسؤلیتۍ او غیر منصفانه برخورد سره مواجې دی چې کله اقتصادي مافیايي کړۍ او قاچاقبران د قانون له پلي کېدو تېښته کوي."

په ورته وخت کې په افغانستان کې د اروپايي اتحادیې سفیر پیري مایدون د غیر قانوني کانونو کیندل یوه بدبختي بولي او ټینګار کوي چې په دې برخه کې به له افغان حکومت سره په ګډه کار وکړي.

د افغانستان د کانونو وزرات سرپرست نرګس نهان په دغه وزارت کې د پراخو اصلاحاتو خبره کوي، خو تراوسه دغه وزارت نه دی توانېدلی چې په افغانستان کې په دې برخه کې د سلګونو ميلیونو ډالرو د پانګې زمینه برابره کړي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG