د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۵

ملګرو ملتونو سازمان: افغانستان په ۲۰۲۰ کال کې د خوړو له کموالي سره مخ دی


ارشیف
ارشیف

د ملګرو ملتونو سازمان اندېښنه لري چې راتلونکى ميلادي کال به د افغانستان لپاره د خوړو د خونديتوب له درکه د اندېښنې وړ وي.

دغه سازمان اټکل کړى چې راتلونکى ۲۰۲۰ ميلادي کال به تر ١٤ میليونه او درې لکه کسان په افغانستان کې خوړو ته اړ وي.

دغه سازمان تمه لري چې له دې شمېر نيمايي اړو کسانو ته مرستې برابرې کړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي تداميچي ياماموتو تېره دوشنبه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا غونډې ته وويل، په افغانستان کې د اړو کسانو د مرستې لپاره سلګونه میليونه ډالرو ته اړتيا ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازی تادامیچي یاماموتو.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازی تادامیچي یاماموتو.

نوموړی وايي: "هيله‌من يو راتلونکى کال اووه میليونه او يو لک افغانانو ته ځانونه ورسوو، دغه هدف ته د رسېدو لپاره به ٧٣٣ میليونه امريکايي ډالرو ته اړتيا ولرو."

د جګړې له زياتېدو سره نورو ګواښونو لکه د ناامنيو پراخېدو زيات کسان له خپلو مېنو کډې کولو ته مجبوره کړي دي.

د بادغيس ولايت اوسېدونکى عبدالغفار چې په وروستيو کې هرات ته کډه شوى وايي، د بې‌وزلۍ له کبله د خپل اولاد خرڅولو ته مجبوره شوى دى.

هغه وايي: "لور مې دوه کلنه ده، ۱۵۰ زره‌يې خرڅوم، خو رانيوونکي يې ۱۰-۱۰ زره راکوي، مجبور يم خپله بله لور چې يو کلنه ده خرڅه کړم، ځکه نور اولادونه مې وږي او تږي دي."

ګل محمد او محمد هاشم په وروستيو کې له ارزګان څخه کندهار ته کډه شوي، دوى هم د خپلې بې‌وسۍ او بې‌وزلۍ کيسې کوي.

ګل محمد وايي: "نه ډوډۍ لرو، نه سرپناه لرو، نه ښه لرو او نه بد، خلک پر مړو بيرغونه دروي، موږ پر ژونديو درولي دي."

محمد هاشم وویل: "دغه مو حالت دى چې اسمان مو تلتک (بړستن) ده او ځمکه مو کراسه (فرش) دى، دا کسان چې دا شپږ اووه مياشتې دلته پراته دي د ماښام ډوډۍ هم نه‌لري، اکثره‌يې سوال کولو ته مجبور شوي دي."

له فاریاب څخه بلخ ته د کډه شویو کډوالو انځور. 11.12.2018
له فاریاب څخه بلخ ته د کډه شویو کډوالو انځور. 11.12.2018

د افغانستان حکومت اړو کسانو ته د مرستې رسول داسې پروسه ګڼي چې کورنۍ او نړيوالې ادارې او خيريه بنسټونه ورته په ګډه کار وکړي.

د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې په چارو کې د دولت وزير نجيب اقا فهيم تېر ماښام ازادي راډيو ته هغه عاملونه چې اړو کسانو ته د مرستې رسونې بهير زيانمنوي داسې په ډاګه کړل: "په دې کې شک نه‌شته چې اصلي علت جګړه ده، د جنګ او ناامنۍ ترڅنګ طبيعي پېښو هم دغه وضعيت راوستى دى، په يوه نېستمن هېواد کې د خلکو د شمېر زياتېدل هم دا قضيه لاپېچلې کوي."

د ملګرو ملتونو او حکومت ترڅنګ د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون هم په افغانستان کې د بې‌وزلۍ پر زياتېدو اندېښنه ښيي.

د دغه کمېسيون وياند شکرالله مشکور تېر ماښام له ازادي راډيو سره په خبرو کې د جګړې له ښکېلو لورو وغوښتل چې له جګړې لاس واخلي چې اوسنى بحراني وضعيت ختم شي: "د جنګونو او سياسي کشمکشونو له امله د فقر کچه ورځ تر بلې په زياتېدو ده، فقر کولاى شي د بشري حقونو نقض ته مستقيماً زمينه برابره کړي، د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون په دې اړه خپله ژوره اندېښنه څرګندوي او هيله کوي چې د جنګ خواوې دې، اوربند او سولې ته غاړه کېږدي چې حکومت په ټوله کې وکړاى شي چې د پراختيايي پروژو او د فقر د کچې ټيټولو لپاره لازم تدابير تر لاس لاندې ونيسي."

د ملګرو ملتونو سازمان وايي، افغانستان به له هغو کسانو سره چې بشري مرستو ته اړتيا لري د مرستې او اقتصادي پراختيا لپاره پر بهرنيو مرستو متکي وي.

د ملګرو ملتونو د مرستندوى مأموريت يا يوناما وروستى راپور ښيي چې د ٣٤ ولايتونو له ډلې د ٢٥ ولايتونو اوسېدونکي له سختې خوارځواکۍ سره مخامخ او عاجلو مرستو ته اړ دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همږغۍ ادارې يا اوچا (OCHA) هم پرون سې شنبه په يوه اعلاميه کې ويلي، افغانستان حاضر دمه د ټولې نړۍ په سطحه له مرګوني بحران سره مخامخ دى.

د دې ادارې په خبره، د جنګونو دوام، ملکيانو په ځانګړي ډول ښځو او ماشومانو ته ورپېښ ګواښونه د ګڼو خلکو د بې‌ځايه کېدو سبب شوي چې ورسره د افغانستان اقتصاد هم له بې‌ثباتۍ سره مخامخ شوى دى.

XS
SM
MD
LG