د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۲

ملګري ملتونه: نړیوال دې د کوچنیانو خوندیتوب ته پام وکړي


په افغانستان کې د خلکو کمزوری اقتصاد او د کرونا د وبا له کبله لا زیاته بې کاري د کوچنیانو پر ژوند مستقیم اغېز لري.
په افغانستان کې د خلکو کمزوری اقتصاد او د کرونا د وبا له کبله لا زیاته بې کاري د کوچنیانو پر ژوند مستقیم اغېز لري.

د ملګرو ملتونو سازمان د جون ۱۲مه، هرکال په نړۍ کې په کوچنیانو د مزدورۍ او کار کولو سره د مبارزې لپاره لمانځي.

ملګري ملتونه په دې ورځ غواړي چې د نړیوالو پام هغو میلیونونه کوچنیانو ته را واړوي چې کار کولو ته مجبور دي.

په داسې حال کې چې ټوله نړۍ د کوېډ ۱۹ ناروغۍ له کبله په کړاو کې ده، د ملګرو ملتونو سازمان پر نړیوالو غږ کړی چې تر هر بل وخت زیات د کوچنیانو خوندیتوب ته پام وکړي او هغوي دي له کار کولو منع کړي.

د ملګرو ملتونو سازمان د کوچنیانو د کار کولو یا کار ته د کوچنیانو د مجبوریت پر ضد د مبارزې په نړیواله ورځ په یوه بیان کې ویلي چې د کرونا ویروس د خپرېدو لپاره د ټولې نړۍ اقتصاد اغېزمن شوی او له دې کبله کورنۍ په ټوله نړۍ کې له اقتصادي فشار سره مخامخ دي او په داسې حال کې د کوچنیانو ژوند هم بې اغېزې نه شي پاتې کېدلای.

ملګرو ملتونو ویلي چې په داسې وضعیت کوچنیان تر هر بل چا مخکې متاثره کېږي.

د دې سازمان په وینا په نړۍ کې اوسمهال ۱۵۲ میلیونه کوچنیان کار کولو ته مجبور دي او په دې کې ۷۲ ملیونه کوچنیان شاقه کارونه کوي.

د کرونا ویروس دخپرېدو له کبله تر راغلي اقتصادي فشار لاندې به دا کوچنیان مجبور وي چې ډېر وخت او زیات شاقه او سخت کارونه وکړي ځکه د ټولو خلکو اقتصاد کمزوری شوی دی.

ملګرو ملتونو ویلي چې په نړۍ کې له لسو کوچنیانو څخه لږترلږه یو تن مجبور دی چې د نفقې د ګټلو لپاره کار وکړي.

دې سازمان ویلي چې په وروستیو دوو لسیزو کې د کارګرو کوچنیانو شمېر تقریباً ۹۴ میلیونه کم شوی دی خو په وروستیو دوو یا درېیو کلونو کې د کارګرو کوچنیانو په شمېر کموالی د سستۍ په حال کې دی.

افریقا د نړۍ هغه برخه ده چې تر نورو زیات کوچنیان کار کوي.

ملګري ملتونه وايي چې په افریقا کې له پنځو ماشومانو یو مجبور دی چې کار وکړي او ټول شمېر ېې ۷۲ میلیونه دی.

دې سازمان په اسیايي هېوادونو کې هم د کوچنیانو وضعیت په دوهمه درجه کې خراب بللی دی.

د ملګرو ملتونو د سازمان په وینا، په نړۍ کې د شاقه کارونو اته څلوېښت فیصده قرباني ماشومان د ۵ او ۱۱ کلونو ترمنځ عمر لري.

په دې کې زیات شمېر کوچنیان داسې هم دي چې ډېر ساعتونه کار کولو ته مجبور وي خو حتی خپل روز مزد نه شي ترلاسه کولای.

د کوچنیانو د ملاتړ ادارې (سیف د چلدرن) په تازه راپور کې چې پرون خپور شوی لیکلي چې سږکال په افغانستان کې نور درې میلیونه کوچنیان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري څو ژوندي پاتې شي.

دې سازمان په افغانستان کې د ماشومانو د وضعیت په اړه په راپور کې لیکلي چې تر ۸ میلیونه ماشومان په افغانستان کې د سخت فقر په حال کې ژوند کوي.

دې ادارې ویلي چې درې نوي فیصده کورنۍ په افغانستان کې د ورځې په ۲ ډالرو ترکمو پیسو ګزاره کوي او د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله د خلکو د مزدورۍ او خوارۍ لارې هم محدودې شوې دي.

په فقر او جګړې ځپلي افغانستان کې د کوچنیانو کار کول نوې خبره نه ده.

زرګونه کوچنیان هر سهار د خپلو لویو او وړو کورنیو لپاره سهار وختي د کار لپاره د لویو او کوچنیو ښارونو لارو او سرکونو ته را وځي.

په افغانستان کې د خلکو کمزوری اقتصاد او د کرونا د وبا له کبله لا زیاته بې کاري د کوچنیانو پر ژوند مستقیم اغېز لري.

د سېف د چلدرن په راپور کې ویل شوي چې له دې کبله به سږکال په ۱۰ کې ۴ کوچنیان د ژوندي پاتې کېدو لپاره بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG