د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۸

د ماشوم ورځ؛ د زرګونه افغان ماشومانو هیلې د جګړې او فقر قرباني شوي


ارشیف، یو شمېر افغان ماشومان چې پر واټونو درانه او ستونزمن کارونه کوي.
ارشیف، یو شمېر افغان ماشومان چې پر واټونو درانه او ستونزمن کارونه کوي.

د جون لومړۍ نېټه (غبرګولي/ جوزا ۱۲مه) د ماشوم له ورځې سره برابره ده.

نن د ماشوم ورځ ده، خو په افغانستان کې لاهم زرګونه ماشومان له راز راز ستونزو او ناخوالو سره لاس او ګرېوان دي.

یو له دوی ۱۰ کلن محمد وایي چې پلار یې ناروغ دی او د بې‌وزلۍ له امله دی اړ شوی چې هره ورځ د کابل ښار په واټونو کې ایسکریم خرڅ کړي.

هغه وایي که‌یې د پلار روغتیایي وضعیت ښه وی، نو ده به هم د کار کولو پر ځای د نورو ماشومانو په څېر لوبې کولې.

محمد زیاتوي: "پلار مې ناروغ دی او د کور نفقه خپله برابروم. هره ورځ له کوره ځم او ایسکریم خرڅوم. د دوهم ټولګي زده‌کوونکی یم، خو ډېر وخت مې د ایسکریم په خرڅولو تېرېږي. کاشکې زما د پلار روغتیایي حالت ښه وی او ما هم له ماشومانو سره لوبې کړې وی."

محمد پنځه خویندې او یو ورور لري، هغه وایي چې هره ورځ تر ۲۵۰ افغانیو عاید لري او اړ دی چې هره میاشت ۴۵۰۰ افغانۍ د کور کرایه هم ورکړي.

د محمد په څېر زرګونه نور ماشومان هم په افغانستان کې خپلې کورنۍ ته د نفقې برابرولو مسؤلیت لري او هغوی هره ورځ سخت او شاقه کارونه ترسره کوي.

په عین حال کې یونېسف، د ملګرو ملتونو وجهي صندوق وایي چې په افغانستان کې د ماشومانو وضعیت د اندېښنې وړ دی.

کابل کې په یوه ګرځنده کتابتون کې یو شمېر ماشومان د کتاب لوستلو پر مهال
کابل کې په یوه ګرځنده کتابتون کې یو شمېر ماشومان د کتاب لوستلو پر مهال

د دې اداري مطبوعاتي مسؤل احمد جان نوزادي ازادي راډیو ته وویل د کرونا ویروس له خپرېدو مخکې ۳،۷ میلیونه ماشومان ښوونځیو ته له تګ نه محروم وو، خو اوس ۹،۵ میلیونه نور ماشومان هم ښوونځیو ته له تګه لیرې پاتې دي.

ښاغلی نوزادي وايي: "له بده مرغه افغانستان د ماشومانو لپاره ښه هېواد نه‌دی او د کرونا ویروس خپرېدل د افغان ماشومانو ستونزې نورې هم زیاتې کړې دي. که چېرې وضعیت همداسې دوام وکړي، نو ماشومانو ته به‌یې ډېر ضرر ورسېږي."

ښاغلی نوزادي وایي چې اوس‌مهال په افغانستان کې شپږ لکه ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخامخ دي او دوی ټول درملنې ته اړتیا لري.

په همدې حال کې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وایي چې لا هم زرګونه افغان ماشومان د سختو کارونو ترسره کولو، قاچاق، جنسي ځورونې او د تاوتریخوالي له داسې نورو ډولونو سره مخامخ دي.

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون مطبوعاتي مسؤل ذبیح‌الله فرهنګ
د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون مطبوعاتي مسؤل ذبیح‌الله فرهنګ

د دې کمېسیون مطبوعاتي مسؤل ذبیح‌الله فرهنګ ازادي راډیو ته په دې اړه وویل: "له بده مرغه افغان ماشومان په دې هېواد کې جګړې او بې‌وزلۍ له امله له خپلو اساسي او بنسټیزو انساني حقوقو څخه بې‌برخې دي. پر ماشومانو د کار تحمیل او د هغوی له‌خوا د سختو کارونو ترسره کېدل په بشپړ ډول منع شوي دي، خو له بده مرغه دوی له خپلو اساسي حقونو څخه چې زده‌کړه، روغتیا او داسې نور دي محروم شوي دي."

پر واټونو د توکو پلورل او د خښتو په بټیو او ورکشاپونو کې کار کول، موټر مینځل او داسې نور هغه سخت کارونه دي چې افغان ماشومان‌یې ترسره کوي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ماشومانو د ساتنې رئیس نجیب‌الله اخلاقي دې اندېښنو ته په ځواب کې وایي چې دوی د ماشومانو له‌خوا د سختو کارونو د ترسره کېدو د مخنیوي لپاره ځیني مهم پروګرامونه لري چې ډېر ژر به عملي شي.

د دې وزارت د معلوماتو پر اساس، اوس‌مهال څه باندې دوه میلیونه ماشومان په افغانستان کې په کار بوخت دي چې له دې ډلې ۱،۲ میلیونه‌یې سخت یا شاقه کارونه ترسره کوي.

XS
SM
MD
LG